دهلمندولايت سيمه ييز چارواکي وايي په دغه ولايت کې په نشه يې توکو دروږدو کسانوشمير تر سلو زرو څخه لوړيږي .
دچارواکو په وينا دغه شمير په دي ولايت کې له دي امله لوړدى چې دنورو ولايتونو په پرتله په دي ولايت کې دکوکنارو کښت زيات دى .
دنوموړي ولايت والي وايي په دغه ولايت کې د دولتي اوشخصي روغتونو ترڅنګ په نشه يې توکو دروږدو کسانو د درملني لپاره ديولوي روغتون په جوړيدو کار کوي چې په يوه وخت کې به دپنځوسو تنو د درملني وړتيا ولري .
ديادونې وړده اوس هم دچارواکو په وينا هلمند دکوکنارو په کر اوقاچاقوکې لومړى ځاى لري اوشاوخوا په پنځوس زره هکتاره ځمکه کې کوکنارکرل شوي چې دري زره هکتاره به يې دکمپاين پرمهال لمنځه يوړل شي .