کور / تازه خبرونه / ملي امنيت: دطالبانو وتلى قومندان نيول شوى

ملي امنيت: دطالبانو وتلى قومندان نيول شوى

دملي امنيت رياست دوسله والو طالبانو ديو وتلي قومندان له نيولو څخه خبر ورکوي .
ددغه رياست وياند وايي دغه تن چې پيژندل شوى په جلات
نوموړى زياتوي هغه پاکستانى چې غوښتل يې ځانمرګى بريد وکړي اوپه اوس يې ځان ملي امنيت ته سپارلى دى پخپلو څرګندونوکې ويلي دى په ميرام شاه کې دپاکستان داستخباراتي سازمان پوري اړوند په يوکمپ کې زدکړي کړي دي .
دملي امنيت عمومي رياست وياند وايي دغه تن له دوه نورو ملګرو سره يوځاى په پوليسو اوپوځيانو باندي دبريد په موخه ننګرهار ولايت ته دپاکستاني استخباراتي شبکې اداري لخوا راليږل شوي وه چې له بريد مخکي يې ځان امنيتي ځواکونو ته تسليم کړى دى.
په همدي حال کې نيول شوى تن وايي له روزلو او د ډول ډول وسلو دزدکړي وروسته دځانمرګې بريد لپاره چمتوشوى دى .
دملي امنيت دلوى رياست وياند دهلمندولايت په نوزاد ولسوالۍ کې دجومات دملاامام او دوسله والو طالبانو دجلات دنيولو خبر ورکړ او زياته يې کړه نيول شوى کس دوسله والو طالبانو دکميسون غړى دى اوهغه کسان چې دوسله والو طالبانو له لوري نيول کيدل برخليک يې دهمدي کميسون له لوري ټاکل کيدو.