برتانيه او فرانسه وايي دناټو غړي هيوادونه دليبيا داوسني حکومت پروړاندي پرعملياتو پوره همکاري نه کوي .
دفرانسي دبهرنيوچارو وزير وويل ناټو په دي لړکې بشپړي هڅې نه کوي .
په همدي حال کې دبرتانيه دبهرنيوچارو وزير وايي په کار ده په ليبياکې دناټو غړي هيوادونه خپلي هڅي ګړندۍ کړي .
ديادونې وړده ايټاليا اوهسپانيه دليبيا پروړاندي په عملياتوکې دجګړيزو الوتکو له ليږلو څخه انکار کړى دى .
دا په داسې حال کې ده چې دليبيا د دولت مخالفينو پرناټو باندي په دي برخه کې نيوکې کړي وي .