دکاپيسا ولايت په الاسۍ ولسوالۍ کې ديولړ عملياتوپه ترڅ کې څلرويشت تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده .
دسيلاب د دوه سوه دوهم زون وياند وايي دغه عمليات تيره ورځ دبهرنيوځواکونو له لوري په ياده ولسوالۍ کې ترسره شوه چې په ترڅ کې اتلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول اوشپږ نورټبيان شوي دي .
نوموړى زياتوي په دغه عملياتوکې دملابهرام په نوم ديو طالب قومندان په شمول څلورتنه نيول شوي اويوه اندازه وسلي اوچاوديدونکې توکې هم د دوي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
په ورته وخت کې دغزني ولايت چارواکي دڅلورتنو وسله وال طالبانو له وژل کيدوڅخه خبر ورکوي .
دنوموړي ولايت دوالي وياند وايي دغه وسله وال طالبان دافغان اوبهرنيوځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
نوموړى زياتوي په نښته کې ګډو ځواکونوته کوم زيان نه دى اوښتى .