د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کي دوه تنه پوليس ووژل سول او دوه تنه نور ژوبل سول . امنيتي چارواکي وايي چي ياد پوليس تېره ورځ په ياده ولسوالۍ کي د کوکنارو پر ضد د کمپاين په ترڅ کي د ماين په چاودنه کي ووژل سول . چارواکي وايي چي تر چاودني وروسته د وسله والو د لوري د ملي امنيت پر ځواکونو بريد هم وسو خو د ملي امنيت د ځواکونو د لوري پر شا وتمبول سو .
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي خو تېره ورځ يې په دې ولسوالۍ کي ماپښين مهال د بهرنيانو سره د يوې جګړې خبر ورکړى و.