افغان سناتورانو ګاونډيو هيوادونو ته د روانو بهېدونکو اوبو، چي زياته برخه يې پاکستان او اېران ته بهيږي، د راګرځولو ږغ پورته کړئ دئ .
همدا ډول افغان سناتورانو د اېران رژيم پدې تورن کړن کړئ چي د سلما بند پروژه يې تراوسه ټکنۍ ساتلې او د کار په پرمختګ کښي يې د وسلوالو په مټ مخنيوی او خنډونه رامنځته کوي .
د سلما بند پروژه د افغانستان د لومړي ولسمشر سردار محمد داود خان په دوره کښي د هند د حکومت په همکاري راپېل سول چي د جنګ په کلونو کښي يې کار ځنډنی سو، د طالبانو تر سقوط وروسته په ۲۰۰۱ کال کښي د نوی حکومت په راتللو سره يو ځل بيا د سلما بند پروژې ته د اجنډا په سر کښي ځای ورکول سو چي د بياجوړوني کار يې د ۲۰۰۸ کال د مارچ پر دوهمه نېټه يو ځل بيا د هندي انجينرانوله خوا د هند د حکومت په لګښت او همکاري را پېل کړل سو خو په سيمه کښي د وسلوال ګواښ له امله ددغي پروژې کار ټکنی ساتل سوئ او امنيتي ساتونکي يې په وارو-وارو د وسلوالو له خوا وژل سوي دي .دولت او خپلواکو رسنيو تراوسه ددغو وسلوالو هويت نه دئ په ډاګه کړئ .
د سلما بند په بشپړېدلو سره به د ( ۴۲ مېګاواټه) برېښنا توليد، هرات او ګاونډي ولاياتونه د برېښنا څخه برخمن کړي او پرېمانه اوبه به يې د سيمي په اوږدو کښي ټولي پرتې ځمکي آن تر ایرانه پوري خړوبي کړائ سي .
د سلما بند د هرات ولايت په چشت ولسوالي کښي، د هرات ښار څخه په ۱۷۰ کيلومترۍ کښي د هريرود پر غاړه پروت دئ، هريرود د افغانستان د مرکزي سيمي د بابا له غره څخه سرچينه اخلي، په غور کښي راتيريږي، وروسته هرات ته ننوځي او له هرات څخه مخ پر اېران بهيږي بېله کوم عايد او محصوله .