سيدالرحمن ايمان /خوست
((دا مو هم له وسه نه ده پوره ، چې وروره ماينونه مه راليږه او زما ولس مه پرې وژنه او داغږ مو هم څوک نه اوري ،چې دترهګرۍ پر ضد جګړه كې زما بچيان مه را وژنه )) . دادې هېواد ديوه لوړ پوړي چارواكي خبرې دي، چې كلونه وړاندې يې يوې پراخې را ټوليدنې ته كړې وې ، كله چې دې چارواكي داخبرې كولې په سترګو كې يې اوښکې ډنډ وي ، ستونی يې بند ، بند كيده . له خبرو يې دخپل مظلوم ولس سره دبې كچې مينې ، زړه سوي او عاطفې احساس ، په لوړه كچه درك كيده او دغونډې دډيرى ګډونوالو سترګې سرې شوې او پر برخو ګانو يې دمظلوميت او ښکې راماتې شوې .
دادى له هغه وخت را وروسته كلونه واوښتل اوس هم دويرې اچونې پر ضد جګړه روانه ده او اكثره قربانيان ملكي او بې وزله وګړي دي . چې په دا وروستيو كې دخوست ، كندهار ، ننګرهار ، كندوز او كونړ دردونكې پېښې يې لوړې بيلګې دي .
ډيره دتاسف خبره داده ، چې دژرندو په پلونو كې يوازې پښتانه رغړي او دليږي ، اصلي ويره اچوونكي خوندي دي او هيڅ زيان يې نه دى ليدلى .
اوس پوښتنه داده ، چې جګړه دچا ده ،؟ او دڅه لپاره روانه ده ؟ په دې تړاو دشنوونكو او واګپوهانو ليد زاويې او اندونه وېشلي دي . څوك يې په سيمه كې دترهګرو جرړې ايستل بولي ، ځينې وايي ، چې لويديزدترهګرۍ په نوم دخپلو بړ ېڅو تل پاتې او همېشنى شتون او په منځنۍ اسيا واكمني غواړي ، ځينې نور په دې اند دي ، چې لويديز او په ځانګړې توګه امريكا غواړي ، چې په سيمه كې دځينو نا امنه هېوادونو زهروي وسلو ته ځان ورسوي او پرې ولكه راوړي څو لويديز يې له ويرې په ارام ساه واخلي . يوشمېر نور بيا په دې نظر دي، چې لويديز او خصوصاً امريكا په سيمه كې دخپلو سر سخته حريفانو ايران ، چين او روسيې دنفوذ مخه نيول غواړي له بله اړخه ځينې توكم پيژاندي په دې اند دي چې په منځنۍ اسيا كې پښتانه يو سر شاره ملت دى ، چې په كولتوري لحاظ داسې ځانګړنې لري ، چې له سر ټيټۍ او غوړه مالۍ يې فطرتاً بد راځي ،داځانګړ تياوې دي،چې داملت يې تل دې ته اړ ايستلی،چې دهرجابر پر وړاندې په هېڅ امکاناتو،توندغبرګون وښيي،او هر ښکېلاکګر ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي،اودې چلند ته په پام لوېديز اړ شوی ،چې را ودانګي او دا ملت دومره وځپي،چې بيا هېڅ د ياغيتوب اوباغيتوب احساس ونه کړي .ددوی په ا ند ځکه دترهګرۍ په نوم جګړه په پښتون مېشتې سيمه کې متمرکزه ده،دلته خلک قرباني کيږي .دلته ښوونځي سوزول کيږي،روغتونونه له منځه ځي ،پلونه الوزول کيږي هر راز ټولګټې پروژې له کاره لويږي.او تر ټولو بده يې دا ،چې نسل وژنه پيل ده هره ورځ د پرېښتوغوندې معصوم ماشومان څوک په انتحاري بريدونو کې اوڅوک په بمباريو کې شهيدان کيږي ،چې په هېڅ صورت او هېڅ منطق دا د زغم وړ نه ده. دا دی له هغه ورځې را وروسته کالونه اوړي او دهېواد دا رېښتنی بچی بيا هم په بمباريو کې دوژل شوو کورنيوغړو اوخپلوانو ته د ډاډ ګېرنې په هيله له پلازمېنې کابل ليرې يوه ولايت ته په سفر تللی او د بې ګنا کورنيو له پاره د زړه سوي او فاتحې مراتب وړاندې کوي او دپرېښتو غوندې معصوم ماشومان يې په غېږ کې درسنیوپه وړاندې نيولي ،چې څوک زخمي،زخمي دي دچا لاسونه اود چا پښې لنډې دي او په ډېره جدي توګه د جګړې په ښکېلو غاړو غږ کوي ،چې دا کړنې په هېڅ ډول ما او زما شریف او نجیب ولس ته دمنلو وړ نه دي او په کلکه غوښتنه کوي ،چې دا ډول کړنې هېڅ دزغم نه دي او له دې وروسته باید تکرار نه شي . که څه هم دا ډول ډېرې خبرې او له دې هم یوڅه جدي څوځله تکرار شوې ،خو چا پرې څه غوږ نه دی ګرولی او دخوار ملا اذان دی ،چا روژه نه ده پرې ماته .اوس پوښتنه داده ،چې ترکومه به دا جګړه روانه وي او تر کله به دا له پرېښتو معصوم ماشومن او بې ګنا ه انسانان دجګړو قرباني کیږي؟ داهغه پوښتنې دي ،چې وخت به یې ثابته کړي.مګر که زموږ دولت او واګپوهان په رښتیا سره وغواړي،شاید ډېر ژر په دې بریالي شي ،چې ددې ناوړه لوبې مخه ډب کړي او دترهګرۍ په نوم پرموږ راتپل شوې پدیده ډېر ژر شنډه او له منځه یوسي .خو په دې کې دلوېديز او ګاونډیو صادقانه همکارۍ ته اړتیا ده . په همدې هیله