کور / هراړخیز / قرآن مه سوزوئ ،په قرآن ایمان راوړئ

قرآن مه سوزوئ ،په قرآن ایمان راوړئ

سپیڅلی قرآن دکائناتو دخالق جل جلاله وروستنی کتاب دی ، ددې کتاب دتقدس او فضیلت لپاره داکافي ده ،چې ترټولو دسترذات  فرمان دی ،ترټولو دمقرب ملک حضرت جبریل په لاس ،په ترټولو مقدسه ځمکه مکه مکرمه کې ، په ترټولو مقدس وخت رمضان کریم کې ، په ترټولو مقدس بشر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندې ،ترټولو دبهتر امت دلارښودنې لپاره نازل شوی دی .


بلبل همین که قافیه ای ګل شده بس است !!


دقرآن بله ځانګړنه داده ، چې اعجاز یې دبل هرکتاب په نسبت منل شوی او مشهود دی ، قرآن دحضرت نبي کریم صلی الله علیه وسلم دګڼو معجزاتو په کتار کې ترټولو ستره معجزه بلل کیږي ،دادبشر په تاریخ کې ترټولو ډیر لیکل شوی ، ترټولو ډير تلاوت شوی ، او ترټولو ډير حفظ شوی کتاب دی ، دوروستیو سروې ګانو له مخې په نړۍ کې همدا اوس دقرآن دحافظانو شمیر ترلس میلیونو اوړي ، دبشر په زړه باندې دمخامخ اغیز له اعجاز پرته که چیرې دقرآن  ادبي ، بلاغي ، معنوي ، اخلاقي ،نحوي او . . . معجزات راسپړو ښایي خبره خورا درازه شي ، دقرآن کریم دزرګونو تفسیرونو له جملې هر لیکل شوی تفسیر دقرآن کریم لایتناهي مفاهیم او محتویات رابرسیره کوي چې دالړۍ دقرآن دنزول له ورځې راپيل شوي ده ، لاهم روانه ده او دقیامت ترورځې به روانه وي .


په نږدې شپوورځو کې په داسې حال کې  چې ددې الهي کتاب ړانده او کاڼه منکرین خپل  بشري وس کوي ترڅو قران کریم توهین کړي ( العیاذبالله ) او نړۍ ته یي بې ارزښته معرفي کړي ، دقرآن کریم دیوه بل اعجاز په اړه مې واوریدل .


دبي بي سي راډیو دراپور له مخې دهلمند په ولایت کې یوه اته کلنه  نجلۍ ( زهرا ملالۍ ) توانیدلې چې ددوه کلونو په ترڅ کې دقران کریم زده کړه ، له الف ، با څخه پیل کړي  او ددوهم کال له پای ته رسیدو سره ددرست قران کریم حفظ هم مکمل کاندي .


زهرا چې اته کلنه ده  ، دوه کاله وړاندې یې الف اوباء حتی نه پیژندل مګراوس یې  قران کریم ټول دژبې په سریاد دی ، نوموړې په خپله معصومه او له مبالغې او دروغو په پاکه ژبه وایي ، چې دزده کړې په مهال ورته جوته شوه چې دقران کریم آیتونه یې په یو ځل لوستلو باندې  یادیږي دې وویل حتی که دوه نیمې سپارې  تلاوت به یې  هم وکړ ، یادولای  یې شوای ( سبحان الله وبحمده سبحان الله العظیم )


داد قرآن اعجاز نه دی ،نو څه دی ، آیا دنړۍ کوم بل مذهبي یا نامذهبي کتاب هم کوم حافظ لري ، دهند دازادۍ دتحریک په مهال ویل کیږي چې دهندو مسلمان او سیک دګډې جلسې په مهال مسلمان رهنما ابوالکلام ازاد دغونډې په پیل کې یوه مسلمان ماشوم ته بلنه ورکړه چې دقران کریم څو مبارک آیتونه تلاوت کړي ، په دې کار باندې هندو اوسیک مشرانو بده ومنله خو ابوالکلام ازاد قناعت ورکړ چې دادعوت مې دتبرک لپاره ورکړ او وروسته به ستاسو دمذهبي کتابونو لوستلوته هم وخت ورکړو ، دقرآن له تلاوت وروسته دغونډې ویاند ابوالکلام ازاد لومړی دهندوانو او بیا دسیکانو دکتاب دلوستلو لپاره دعوت ورکړ ، مګر په زرګونو حاضرو هندوانو او سیکانو کې داسې څوک نه شوپیدا چې دخپل کتاب څو جملې دې له یاده ووایي ، او په دې توګه داصحنه دغیرمسلمانانو په فضیحت باندې پاته ورسیده .


راځم وروستۍ خبرې ته ، که موږ او تاسو خپل اته کلن ماشومان تجربه کړي وي زیاتره یې په شناخته پښتو خبرو نه پوهیږي او له ذهنه یي وزي ، داچې په دې عمر کې یوڅوک دیرش سپاري قران ضبطوي ، دحافظ نه بلکې د محفوظ کمال یې بللی شو .


دې ته په پام سره دقرآن نړیوال منکرین باید پوه شي چې داکتاب دسوزولو وړ نه بلکې داعتقاد او پرې دایمان راوړلو کتاب دی ، دقران نړیوال منکرین که ددنیا او اخرت خیر غواړي باید دقران اعجاز ته سرټیټ کړي او ایمان پرې راوړي .


همدا دعقل تقاضا او دبریالیتوب لاره ده