د عراق د تېرې ورځې په دوو بمي چاودنو کښې د وژل شوو وګړو شمېر اتۀ شپېتۀ او د ژوبلو شمېر له يو سلو څلور پنځوس تنو وراخوا اوښتى دى ، د عراق د اړوندو چارواکو له خولى دا د سږ کال دوهمه ستره او ناوړه پېښه ده، چې د پېښې زياتره قربانيان ښځى او ماشومان دى ، چارواکو ويلي دي چې کله د سړک د غاړى په بمى چاودنه کښې خلک د ژوبلو وګړو سره د مرستې په منظور راغونډ وو چې هم دا مهال د خلکو په ګڼه ګوڼه کښې يو ځانمرګى ځان والوزاوه چې درنه مرګ ژوبله يې واړوله.