مهتر لام بابا ادبي ټولنې داونيزوغونډو په لړكې دروان ۱۳۹۰ لمريز كال د حمل ( وري ) په ۱۹ مه چې د ((۲۰۱۱ م كال د څلورمې مياشتې له اتمې )) نېټې سره سمون خوري د لومړۍ كليزې په وياړ پسرلنۍ مشاعره د ديني عالم پوهنمل ذاهدي احمدزي په مشرۍ د بورډ زيارتمځي تر شاه په پي سي ایس كالج كې وكړه ښاغلى جنرال عبدالصمدمومند ، مولوي سميع الله عابدزى ، سيد صابر شاه صابر ، سيد معراج نبي او نومه وړى ژورنالست اسلام ګل مشران مېلمانه ټاكل شوي وو غونډه د قاري محمد اياز جانباز لخوا د كلام پاك د څو مباركو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه د وئيندو يي چارې عبدالوهاب څاروان تر سره كولې د مهتر لام بابا ادبي ټولنې مشر نظير الحق قريشي پرانسته وينا وكړه او د تېر يوكال لړ ليك يې ګډونوالوته په ګوته كړ چې د مهتر لام بابا ادبي ټولنې داونيزو غونډو په سلسله كې نننۍ غونډه څلور پنځوسمه غونډه ده چې په دې لړ كې يې شپږ غټې مختلفې غوڼدې نورې هم تر سره كړي دي غوڼده كې د ويناو په مهال قاضي محمد حسن اسلامي ، سيد معراج نبي ، اسلام ګل ، سيد صابر شاه صابر ، ډاكټر محمد اسماعيل نيازي په روانو حالاتو رڼا واچوله او داغوڼډې يې په ادبي لحاض مثبتې وګڼلې او دغو شعرانو پكې خپل ، خپل كلامونه ولوستل .
1. سردار نبي شجاع ځاځي.
2. مير عالم نويد،
3. سميع الحق علي خيل.
4. حاجي ګل اغا شهباز.
5. الفت سيال .
6. سيد عمران شهيد.
7. عبدالوهاب څاروان.
8. صفي الله ثمر .
9. بازمحمد عابد.
10. صفي الله سنګين .
11. جنرال عبدالصمد مومند .
12. سيد صابر شاه صابر.
13. اسدالله ضياء.
14. نظير الحق قريشي
۱۵. عماد الدین دوران
غونډه كې يو شمير ژورنالستان هم بر خه اخستې وه او دغه مشاعره يې د ادب په ډګر كې يو نيك ګام وګڼه ورپسې د غونډې رئيس پوهنمل ذاهدي احمدزي ګډونوالو ته وينا وكړه دغونډې په منځ پانګه يې ژور نظر واچوه او دا پروګرام يې يو مثبت ګام وګڼه . غونډه د ماښام لمانځه نه وروسته د قاضي محمد حسن اسلامي لخوا په دعايي كلام سره پاى ته ورسېده .