ددې لړۍ تېره برخي
شپږمه برخه
اوومه برخه
اتمه برخه: اوس نو شهزاده د ډاډ ساه واخسته . ځکه هغه ته دپیښې په اړه معلومات تر لاسه شو . سمدستي یی دخپل مشر ورور سره د کتلو پریکړه وکړه اوعلی خان ته یی د بیرته تللو اجازه ورکړه . اوس نو هغه غوښتل د شهزاده علاوالدین دربار ته ورشي . طاهر بن هشام یی په میلمستون کې په انتظار کې کیناوه . اوپه خپله د شهزاده علاؤالدین خاص کمر ې ته ورننوت .
د شهزاده علاوالدین له پاره د شهزاده محمد خبرې هسې دکوچنیوالې خبرې معلومیدې . په دې خاطر یی د شهزاده محمد د خبرو د اوریدو وروسته وویل : زه به د سلطان د راتلو تر مخه دا نالایقه شاهي سراغ رسان ازاد نه کړم . که چیرې خداې ناخواسته دسلطان په نشتوالې کی دلته په اورنه کې بغاوت را پیدا شی نوبیا به دهغه مسؤلیت د چا په غاړه وي ؟
خو شهزاده محمد دهغه د خبرو څخه ډاډمن نه شو . اوپه احتجاجي توګه یی وویل : درونده اوعزتمنده وروره !……ته ولې په دې فکر نه کوې چې دغه ځوان په خپله سلطان دلته په اورنه کې د سازش کونکو د جرړو د پیداکولو له پاره شاهي سراغ رسان ټاکلې دې ،اوس نوکه ستا په خاطر دهغه په کار کې کوم ځنډ راشي نوبیا به دهغې مسؤلیت د چاپه غاړه وي ؟
دشهزاده محمد خبرو په علاوالدین باندې هیڅ اغیز و نه کړ. بلکه هغه دپخوا په څیر په سخته لهجه باندې وویل :
محمده ! ته ، تر اوسه پورې کوچنې هلک یی . تاته څه معلوم ، چې قاسم بن هشام په اصل کې څوک دې ؟ مونږ ته خو د مغرب خطیب ابوجعفر ویلی دي چې دا سړې په تیره میله کې ناڅاپی راپیدا شوې دې او په یوې مقابلې کې یی د معظم سلطان زړه ګټلې دې . اوبیا چې کله سلطان د قونیا په لور روان شو نو هغه دغه سړی ته دلښکر سره دتللو حکم کړې و خودغه سړي د بهانو په جوړولو سره دلته دپاتې کیدو له پاره ځانته زمینه برابره کړه او د یوه نامعلوم سازش د ځپلو له پاره یی سلطان ډاډمن کړ . ساده زړي معظم سلطان هم ددې شکمن شخص په خبرو باور وکړ او هغه یی د جنګ میدان ته دوړلو په ځاې همدلته په اورنه کې پریښود….ته پوهیږې چې ابوجعفر زمونږ دسلطنت پخوانې وفاداره شخصیت دې ، همدا خبره قاسم بن هشام ته د زغم وړ نه وه نو په دې خاطر یی زمونږ د سلطنت په وفاداره شخص باندې حمله وکړه ،کله چې بهرام خان ماته دهغه د نیولو په اړه خبر را کړ نو مونږ سمدستي ابوجعفر خوشې کړ اود قاسم خان د بندی کولو احکام مو ورکړل …..ته ډاډه اوسه ،مونږ چې هر څه کړی دې د سلطنت د ګټو په خاطر مو تر سره کړي دي، معظم سلطان به هم په دې څو ورځو کې بیرته راستنیږي ، دمعظم سلطان د راتلوسره سم به مونږ ټول حقیقت د هغه تر مخ بیا ن کړو …. شهزاده محمد ته اوس پوره ډاګیزه شوې وه چې ابوجعفر دهغه ورور شهزاده علاؤالدین په مکمله توګه په خپل جادو کې را نښلولې دې . په دې اساس یی فکر وکړ چې شهزاده علاؤالدین به دهغه هیڅ خبره و نه مني اونه به قاسم خان د سلطان د راتلو تر مخه ازاد کړي . هغه په همدې فکر کې ډوب ناست و ، بیا یی دخپل ورور څخه اجازه واخسته اوبیرون راووت. اوس نو هغه په خپل فکر کې بله کومه خبره ګنډه کړې وه . په بیړه تر میلمستونه پورې راغې او د راتلو سره سم یی دقاسم ورور طاهر د خپل پلان څخه خبر کړ ، هغه طاهر ته وویل :
داسې ډاګیزه کیږي چې ابوجعفر زما ورور شهزاده علاؤالدین په خپل جادو کې را ښکیل کړې دې . نو په دې خاطر دهغه څخه دا هیله نه کیږي چې هغه دې قاسم بن هشام دسلطان د راتلو تر مخه ازاد کړي . خو زه اندیښمن یم چې د قاسم بن هشام د نظر بندۍ په وخت کې او دسلطان دراتلو تر مخه دسلطنت غداران کومه توطئه جوړه نه کړي ….. ته زما وړاندیز و منه ، دا به ستا له پاره ، د سلطنت له پاره او زمونږ د ټولو له پاره ډیر غوره وي .
شهزاده محمد غوښتل خپل پلان ډاګیزه کړي خو دهغه د خبرې تر مخه طاهر ترې و پوښتل :« ته چې څه ویل غواړي پرته له ځنډه یی راته وویایه ، زه به ستا هره سلا د سر په سترګو و منم . » دطاهر دخبرو په اوریدو شهزاده محمد ډیر زیات خوشحاله شو او بیا یی وویل : «ته به داسې وکړې چې سبا سهاربه په یو ډیر ګړندې اوتیز تلونکې آس باندې سپور شي او زما لیک به کوچنۍ اسیا کې د معظم سلطان دربار ته ورسوي اوهغه به د ټولو حالاتو څخه پخپله خبر کړې . زه باوري یم چې معظم سلطان به شهزاده علاوالدین ته سمدستې یو بیړنې پیغام را ولیږي .» طاهر دهغه دخبرې سره سمدستې موافقه وکړه او په ډیره احساساتي توګه یی وویل :
« ستا لیک به ماته څه وخته پورې تر لاسه شي .؟»
« ته همدا اوس خپل ځان دسفر کولو له پاره تیار کړه ،سبا سهار وختي د تلو تر مخه به زما لیک تاته در ورسیږي »
د شهزاده محمد او طاهر هشام تر منځه تر ډیره وخته پورې په همدې مسئلې باندې خبرې اترې روانې وې اوبیا طاهر اجازه واخسته او سلطاني قصر ته ولاړ . اوس نو دهغه حالات ډیر بدل شوي وو . هغه تر ډیره پورې ډاډمن و ځکه ورته ډاګیزه شوې وه چې ورور یی چیرې دې؟ او په څه حال کې دې ؟ هغه په بیړه د آسونو د اصطبل پورې راغې او خپل آس یی را پرانست او دکور په لور رهي شو . هغه په دې فکر کې ډوب وو چې کله یی کوچنیان خبر شي چې دروند کاکا یی په خیر خیریت سره په سلطانې قصر کې موجود دې ، نو ډیر زیات به خوشحاله شي . تر څنګ یی د راتلونکې ورځې د سفر له پاره یی هم ځان تیاراوه ، خو کله چې دکور دروازې ته را ورسید نو هلته یی د یوې کوچنۍ بګۍ وکلته چې ولاړه ده ، د دې بګۍ په دریدو او کتلو سره یی حیرانتیا نوره هم زیاته شوه ، داسې څرګندیده چې کومه میلمنه ښځه دهغوې کور ته راغلې وي . طاهر په همدې فکرونوکې شو چې هغه ښځیه میلمنه به څوک وي چې ددوې کور ته راغلې ده . ځکه هغه پوهیده چې په اورنه کې دهغه اړیکي د ډیرو کم شمیر خلکو سره جوړې شوې دي . خوپه هغوې کې داسې څوک نه شته چې ښځې یی په بګیو کې سفر ونه کوي . په دې اساس دا به هرومرو د امراو د طبقې دکورنۍ د ښځو څخه کومه ښځه وي. طاهر دهمدې خبرو په فکرونو کې ډوب کور ته را ننوت . کوچنیانو یی په انګړ کې لوبې کولې . دخپل پلار دکتلوسره سم یی دهغه په لور را منډه کړه . اوخپل پلار ته یی وویل :
« پلار جانه ! کورته یوه ښځه راغلې ده ……اود قاسم کاکا په اړه پوښتنه کوي ، مور او نیامې دهغې سره په خبرو لګیادي …»
د طاهر د تندې ګونجې نورې هم زیاتې شوې …دا به څوک وي ؟ دهغه تجسس نور هم زیات شو. دا سې بریښې چې کومه ښځه چې دلته دقاسم پوښتنې ته راغلې ده هغه قاسم پیژنې . هغه ته دا خبره نوره هم دحیرانتیا سبب وګرزیده . ځکه قاسم خو یواځې څو میاشتې مخکې اورنه ته راغلې و نو دومره ژر به یی څنګه د یوې ښځې سره اړیکې پیدا کړي وي . په همدې فکرونو کې ډوب هغه دکور یوې بلې کمرې ته ولاړ . دواړه کوچنیان یی ښي او چپ لورې ته روان وو او په پرلپسې توګه یی خبرې کولې ، طاهر دهغوې خبرې له نظره وغورځولې او ورته یی وویل :
« ولاړه شئ ، اوخپله مور مو دلته را وبولئ ،…… شاباس !
دواړو کوچنیانو منډه کړه او څو لمحې وروسته د طاهر ښځه دهغه تر مخ ولاړه وه . هغه مسکۍ وه او خوله یی دخندا نه وازه پاته وه. دهغې په مخې دخندا په کتلوسره د طاهر حیرانتیا نوره هم ډیره شوه نو سمدستې یی ترې وپوښتل :
« څه خبره ده ؟ دا میلمنه ښځه څوک ده اودکومه ځآیه راغلې ده ؟ اود قاسم په اړه څه پوښتي ؟ د طاهر دښځې سکینې په مخ د شرارت نه ډکه خندا وه ، اوپه همدې خندا کې یی وویل :
« ته قاسم و لټوه ، الله مونږ ته د سپوږمۍ په څیر ناوې راکړې . » طاهر دخندا په ځاې نور هم حیران شو او ویی ویل : « دا ته څه وایی ، د یوې بیګانه نجلۍ سره په لمړي ځل په خبرو کې داسې دومره پر مخ تللې یاست ، اول خو راته ډاګیزه کړه چې دا څوک ده ؟
اوس نو سکیني هم په ډیر غور سره خپله خبره وکړه . ځکه هغې ته دخپل میړه مزاج بلمنګه محسوس شو ،په ټيټه لهجه یی وویل : « دا مارسی ده ….. دا هغه نجلۍ ده چې د میلې په ورځ یی دقاسم ژوند خوندي کړې و .دا نجلۍ دقاسم په اړه ډیره معلومات لری ، دومره معلومات چې زه او ته یی هم نه لرو . زه ښځه یم او دمحبت په معامله کې زما سترګې دوکه نه خوري . ما ددې نجلۍ په سترګو کې د قاسم له پاره دسمندر په څیر څپې وکتلې . دا پیغله د څو ورځو راهیسې د قاسم د بیلتون څخه سخته نارامه وه او نن مجبوره شوې چې دلته راشي اودهغه په اړه و پوښتي .او که نه هغې دلته د راتلو څخه د شرم احساس کاوه . په طاهر د سکینې خبر ې له یوه اړخه ښې ولګیدې اوپه دې اړه په فکر کولو مجبور شو چې ددې پیغلې نوم خو مارسی دې …..او دا د مسلمانانو په څیر نوم نه دې ، نو ایا قاسم دکومې عیسایی پیغلې سره دمحبت تارونه غځولې دي . هغه په دې فکر کې هم و چې هسې نه چې دا نجلۍ د ابوجعفر جاسوسه وي اودقاسم په اړه دهغه د ورور د راتلونکې پلان څخه ځان خبروي . اوپه همدې خاطر دلته راغلي وي . دهغه ذهن په اسانۍ سره دا خبره نه منله چې مارسي دې دهغه د ورور سره مینه اومحبت وکړي ، خو کله کله به یی چې دا فکر کاوه چې مارسی دهغه د ورور محبوبه ده نو په سینه کې یی دخوشحالۍ ګیګړي شړنګیدل. کله چې سکینې طاهر په فکرونو کې ډوب وکوت نو ورته یی وویل : « یواځې زه نه ،بلکه ستا دروند پلار او درنه مور هم د مارسي سره دخبرو کولو وروسته ډیره خوشحاله دي . داپیغله د ډیره وخته راهیسي دلته موجوده ده او مونږ په دې خاطر دلته ستنه کړې چې ته دسلطاني قصر څخه دقاسم په اړه څه معلومات راوړې نو مارسي به هم دهغې څخه خبره کړو .
طاهر په دې فکر کې شو چې که دا پیغله دابوجعفر جاسوسه وي نو بیا خو ترې د قونیا په لور دتللو خبره پټول په کاردي ، خو د قاسم د بندي کیدو په اړه ابوجعفر پخپله هم معلومات لري نو په دې خاطر به دې پیغلې او خپلې کورنۍ ته دد ددې خبرې یادول دومره زیانمنونکي نه وي ،بلکه ښې پایلې به ورکړي . تر څنګ یی که ابوجعفر ته دا ډاګیزه شي چې د قاسم ورور طاهر تربندي خانې پورې د قاسم پورې ور رسیدلې دې نو هغه به لږ څه نور هم محتاط شی . اوپه اورنه کې به د کوم بغاوت د راپیداکولو پروګرام شاته و غورځوي . د همدې فکر په بنسټ طاهر پریکړه وکړه چې هغه به ددې میلمنې پیغلې مارسي تر مخه دقاسم د بندي کیدو یادونه کوي . په همدې خاطر یی خپلې ښځې سکینې ته وویل :
« سهي ده ، ته دا پیغله تر دې ځآیه راوړه ، چې زه یی یو وار ووینم .»
سکینې دخوشحالۍ نه ټوپ کړ او دخپل میړه په لور دکتلو وروسته په بیړه دهغه ځآیه ووتله . کوچنیان لا د پخوا څخه ددې کمرې څخه وتلي وو او په انګړ کې په خپلو لوبو کې مصروف و . د لږڅه وخت دتیریدو وروسته قاسم دهغه پیغلې مخ وکوت . کله یی چې سترګې په مارسي و نښتې نو حیران پاته شو، په دې فکر کې شو چې ایا دا ډول ښکلې مخونه هم شته ؟ دا سترې سترې سترګې ، اوږدې اوږدې زلفې، داسې خوزیدې لکه دوه تورې کونترې چې په هوا کې وزرونه رپوي . مارسي په داسې حال کې چې سر یی د شرم نه ښکته و دې خونې ته را ننوته او د طاهر تر مخه د لرګي په چوکۍ کیناسته . دطاهر مور اوښځه هم دمارسی تر شا دې خونی ته را ننوتل او دمارسي په کیڼ او ښې اړخ کې کیناستل. تر اوسه لا طاهر خبره نه وه کړې چې د پلار یی په ډیرو کمزور قدمونو سره کمرې ته راننوت او دطاهر تر څنګ په کټ کې کیناست . طاهر مارسی ته په ډیر غور سره کتل ، هغه ته ددې پیغلې په مخ د پریښتو په څیر معصومیت تر سترګو کیده . طاهر په خپله په جاسوسۍ باندې نه پوهیده بلکه یو نیغ په نیغه توره وهونکې ماهر او استاد و ،په دې خاطر یی په ناڅاپه توګه په فکر کې راغله چې مارسی دکوم غلط قدم له پاره دهغوې کور ته نه ده راغلې ، سمدستی یی د مارسي څخه خپلې سترګې واړولې اوخپلې درنې مورته یی مخ کړ او ورته یی وویل :
« درنې مورې ! د قاسم درک خومعلوم شو .»
دهغه ددې خبرې سره په خونه کې ناست دهر چا خوله دحیرانتیا څخه خلاصه پاته شوه . په دې وخت کې دمارسی حالت هم دکتلو و. هغې د تجسس ، پلټنې ، احساس ، محبت او مینې څخه ډکو جذباتو کې طاهر ته په ډکو سترګو و کتل او تر ټولو دمخه یی وویل :
«آ ..آ……..آیا ته رښتیا واې ؟ دهغې په لهجه کې شرم وحیا را نغښتې وه ، دمارسی نه وروسته د قاسم مور په ډیره بیړه وویل : « زما زوې چیرې دې …… چیرې دې هغه …؟ تا خو ویلي و چې هغه به له ځانه سره راوړم . د طاهر ښځې هم همداسې وویل او زیاته یی کړه : ددې نه ډاګیزه شوه چې زمونږ د ناوي نګور قدم زمونږ له پاره د خیر او عافیت سبب وګرزید. همدا نن مارسی زمونږ کورته راغله او همدا نن د قاسم په اړه هم مونږ ته خبر تر لاسه شو،
تر ټولو وروسته دقاسم پلار په پوره غور سره وویل : « څنګه معلومات یی شوې دې ……؟ اوس قاسم چیرې دې ، ایا هغه دکوم کار پسې سلطان استولې دې ؟ » دا دهشام خبرې وې ، چې دخپل وخت ډیر مشهور پهلوان هشام بن عدی ……
د ټولو دخبرو داوریدو وروسته طاهر په ټیټ اواز وویل : « نه ! درونده پلاره ….. سلطان خو قاسم ته ډیر مهم کار ورسپارلې و . خو دسلطان مشر زوې علاؤالدین د غرب د خطیب ابوجعفر په وینا دتیرو درې اونیو راهیسي دخپل ځان سره نظر بند کړې دې .
دطاهر د خبرو داوریدو وروسته مارسي په خپل ځاې کې ورخښه شوه ، داسې معلومیدل چې ابوجعفر خپل کار کړې دې . مارسی ته دا ومنله چې ابوجعفر یو ډیر ښه روزل شوې جاسوس دې ځکه هغه مارتها ته ویلي و چې هغه به ډیر ژر قاسم دخپلې مخې څخه لرې کړي ،مارسي په همدې فکر کې وه چې ابوجعفر خبله خبره پوره کړه…. د بله اړخه طاهر خپل پلار ته د پیښې په اړه تفصیلې معلومات ورکوي ، په دې وخت کې ناڅاپی د طاهر په زړه کې یو فکر راغې اودقاسم قصه یی په نیمایی کې پریښوده او دمارسی په لور متوجه شو .
« محترمې ! ستا په اړه مې ماته ښځې څه ویلي دي خو هغه ماته کافي نه دي . نوکه ته یی بده نه ګڼی مهربانې وکړه او خپله کورنۍ راته را وپیژنه ، تر څو زما په ذهن کې اندیښنې له منځه ولاړی شي .
دا ډول پوښتنې دمارسي له پاره غیر متوقع نه وې . خو څرنګه چې دهغې ذهن د قاسم په لور متوجه و نو په دې اساس د طاهر په پوښتنه یی ټکان وخوړ . او بیا یی د لږه ځنډه وروسته په داسې حال کې چې سره یی ښکته کړې و داسې وویل :
« زه له تاسو څخه څه نه پټوم. په دې دنیا کې یواځې تاسې زما له پاره هر څه یاست . زه به تاسو ته دخپل ژوندانه یوه یوه پاڼه پرانزم او در ته به یی بیان کړم »
ددې خبرو نه وروسته مارسي د خپل ځان او خپلې کورنۍ په اړه د طاهر کورنۍ ته پوره تفصیلې معلومات ورکړل . هغې دالبانوي قصر نه نیولې د سلطان تر محله پورې اوبیا د سلطان د قصر نه نیولې د قاسم سره د کتلو پورې ، څه چې ورته یاد وو بیان کړل ….دهغې په قصه کې د سکندربیګ یادونه هم وشوه او ابوجعفر یی هم یاد کړ ….. هغه دقاسم سره دخپلو لیدنو کتنو په اړه هم تفصیلې خبره وکړه او دخپلې مور مارتها د جاسوسۍ دکړچار په اړه هم . کله چې مارسی خپله قصه پوره کوله نو دطاهر دمور اوښځې د سترګو څخه اوښکې روانې وې ،طاهر او پلار یی په خپل ځاې ناست و او دمارسي د مینې ډک داستان یی اورید. په دې وخت کې د طاهر مور پورته شوه او مارسي یی د سینې سره یوځاې کړه، دمارسی د غټوغټو سترګو څخه د اوښکو څاڅکې لکه دباران په څیر په زمکه راپریوتل . سکینه هم ور پورته شوه او دمارسي سره یی دمینې غاړه ورکړه .
« زه خو وایم چې ته اوس همدلته اوسه . ځکه چې ته په خپل کور کې دخپلې مور مارتها څخه هم خوندی نه یی. خداې نا خواسته که څه درته پیښ شی نو مونږ به دقاسم تر مخ څنګه سر پورته کړو .
دسکینې خبرې لا نه وې خلاصې شوې چې هشام په خبرو پیل وکړ .« ګوره لورې ! تا مونږ ته هر څه په ریښتیا سره بیان کړل او زمونږ په زړونو کې دې دخپل ځان له پاره ډیر ښه ځاې پیدا کړ. ددې څرګندونې وروسته چې تا اسلام منلې دې زه نور هم خوشحاله شوې یم . زه تاته نصیحت کوم چې ته خپل نوم هم په یو مسلمان نوم بدل کړه ، او ځانته یو مسلمان نوم کیږده .
مارسي د قاسم دپلار دخبرو په اوریدو سره په شرمناکه لهجه باندې وویل : « نو بیا همته ما ته یو ښه نوم پیدا کړه ، هر هغه نوم چې تا ماته راکړ همغه به پس له دې زما نوم وي .»
اوس نو هشام دخپل راتلونکې نګور د نوم په اړه فکر کاوه . د لږڅه وخته وروسته هشام وویل : سهي ده لورې ! مونږ ستا له پاره یو نوم پیدا کړې دې . » ټولو د هشام په لور وکتل نوهغه هم وخندل اوپه خندا کې یی مارسي ته ور غږ کړ….. غزاله ….
دهشام دخولې څخه مارسی دخپل نوی نوم په اوریدو ډیره خوشحاله شوه، دا نوم بلکل سهي و . د مارسي له پاره دغزاله په څیر د غټو سترګو خاوندې ته همدا نوم مناسب و . کله چې سکینې مارسي ته دغزاله د نوم په اړه تشریح ورکړه نودهغې مخ د شرم څخه تک سور وګرزید. هغه په دې فکر کې شوه چې عربي ځوان قاسم به په څومره مینه هغې ته دغزاله نوم اخلي .
مارسی څو ساعته د قاسم په کور کې پاته شوه. په پیلامه کې دهغې راز داره کوچوان اکبر د دروازې نه بیرون ولاړ و . خو وروسته مارسی هغه بیرته ولیږه او ورته یی وویل چې د ماسپښین نه وروسته راشي اوهغه پورته کړي . اوس نو هغه مارسی نه وه بلکه یوه مسلمانه پیغله غزاله وه . خو هغې تر اوسه پورې خپل دغه نوم د خپلې مور او ابوجعفر څخه پټ ساتل غوښتل .
ماسپښین ناوخته و چې اکبر د مارسي د بیرته وړلو په خاطر خپله بګۍ راوسته . مارسي هم د طاهر د کورنۍ د ټولو غړو سره د مینې او محبت په فضا کې پوره وخت تیر کړې و او اوس بیرته خپل کورته ستنه شوه .
بل سهار طاهر د قونیا په لور و خوزید ، هغه یوآځې خپلې ښځې ته ویلي و چې د سلطان سره د کتلو له پاره کوچنۍ اسیا ته ورځې تر څو دقاسم د ازادولو له پاره څه وکړاې شي . تر څنګ یی خپلې ښځې ته لارښوونه وکړه چې د اوس له پاره قونیا ته دهغه د تللو خبره پټه و ساتي ، سکینې هم سهار وختی د لمانځه وروسته د هغه د تللو له پاره تیارې نیولې و .
د بله اړخه مارسی د قاسم د کتلو له پاره نا ارامه وه . همدا نن سهار هغې پریکړه کړې وه چې هغه به سلطاني قصر ته ورځې او دکومي لارې څخه به د قاسم سره لیدنه کوي . سلطاني قصر ته د مارسي تل راتلل څه نوې خبره نه وه . ځکه چې هغه د البانوي وینځې مارتها لور وه او دسکندر محبوبه هم ….. خو نن سهار د روانیدو سره سم یی مور و دروله .
« اې نجلۍ …..! دا نن بیا چیرې روانه یی؟ د پوښتنې ایګنې پرته روانه یی ؟
په مارسي د مور خبره ډیره بده و لګیده . مخ یی را وګرځاوه او مورته یی وویل . « دلته نژدې ورځم ، د سلطاني قصر پورې …. »
غالبا چې مارسی به هلته په قصر کې د کومې ملګرې نوم اخیستې و ، خو نن د مارتها سلوک څه بلمنګه ښکاریده . په دې اساس یی په سختې ژبې وویل :
« خبردار! ….ته هیچیرې نه شې تلاې . تاته ډاګیزه ده چې ته دالبانیا راتلونکې ملکه یی . سبا به په البانیه کې سکندر سره یو ځاې په تخت کینې . دخپل حیثت په اړه دې فکروکړه . دا ته هره ورځ چیرې اوکومو ځآېو کې ګرځې را ګرځې. ما همدا نن سهار اکبر د دوو ورځو په رخصتۍ لیږلې دې .
مارسي دخپلې مور د خبرو څخه لږ څه پښه نیولې شوه او یوه نامعلومه ویره یی په زړه کې کیناسته . هغه ته داسې څرګنده شوه چې دا خبرې دهغې مور نه دې کړي بلکه ابوجعفر دهغې دمور په ژبه غږیږي . هغه فکر وکړ چې دهغې مور خو پخوا داسې نه وه ، ځکه هغې ته به یی تل ناز ورکاوه او په ډیرو نازونو کې یی را ستره کړې ده . یو ناڅاپه یی فکر خراب شو پریکړه یی وکړه چې سلطاني قصر ته به هرو مرو ورځو ، ابوجعفر ته په قهر وه په دې اساس یی پریکړه وکړه چې سلطاني قصر ته به هرومرو ورځي . په دې خاطر یی وویل :
« مورجانې ! څه درباندې راغلل….. زه خو تر محله پورې ورځم ….. پیدل په پښو هم ورتلاې شم … زه د ملکې سروین سره هم کتل غواړم او د سربیایی وینځو سره هم غواړم ووینم …. ډیر وخت وشو چې هغه لورې ته نه یم ورغلې .
مارسي دخپلې مور په خوږ رګ باندې ګوته کیښوده . ځکه سربیایی شهزادګۍ سروین او دهغې وینځې هغې ته ډیر ارزښت درلود. په ځانګړې توګه د ملکې سروین وینځې د عیسایی توب په خاطر هم مارتها ته ډیرې ورنژدې وې . کله چې مارتها د مارسی دژبې څخه دهغوې نومونه واوریدل نو خاموشه شوه او مارسي ته یی دتللو اجازه ورکړه .
مارسي دکوره ووتله او په پښو تر سلطاني قصر پورې ولاړه . هغې په لاره کې فکر کاوه چې دملکې سروین سره کتل به د قاسم دازادیدو له پاره ګټور وي . په داسې حال کې چې پخوا ددې هغې فکر کاوه چې دخپلو سهیلیو په منځګړتیابه د شهزاده علاؤالدین سره نیغ په نیغه وویني او په دې اړه به ورسره خبرې کوي . خو اوس هغې خپل فکر کې بدلون راوستې و او دد ې کار له پاره یی سربیایی شهزادګۍ ملکه سروین چې دسلطان مرادخان ثاني ملکه وه مناسبه و ګڼله .ځکه هغې کولې شول د قاسم په را خلاصیدو کې ښه او غوره کړچار ادا کړي . هغه په دې پوهیده چې دواړه شهزادګان ، شهزاده محمد او شهزاده علاوالدین د ملکې سروین ډیر قدر او درنښت کوي او دمور په سترګو ورته ګوري .
ملکه سروین د سربیا دپادشاه لارډ سټیفن لور وه . دسربیا دغه پادشاه د سلطان مرادخان ثاني ډیر وفاداره ملګرې او دوست و . دهمدې وفادارۍ په بنسټ یی سلطان مراخان ثاني ته خپل لور شهزادګۍ سروین په نکاح ورکړه . او بیا شهزاداګۍ سروین د خپلو څو کسو وینځو سره یو ځاې اورنه ته دسلطان دناوي په څیر راغله .
مارسي محل ته درا ننوتلو سره سم نیغه محل سراې ته ورغله . هلته یی د ټولو دمخه دملکې سروین خواجه سراې سره وکتل . دهمغې له لورې ورته وویل شول چې ملکه سروین د شاهي باغ شاته سیمه کې مرغیو ته دانه ور کوي . مارسي به ددی نه مخته هم کله کله د ملکې سروین سره کتل . همدا علت و چې هغه پرته له کومه ځنډه د شاهي باغ شاتنۍ برخې ته ورغله . کله چې ملکې سروین مارسی وکتله نو په خندا یی ورته وویل :
« خوش امدید…….نن خو زمونږ البانوي خور زمونږ لیدلو ته راغلې ده …..»
دملکې په ژبه کې د بورې په څیر خوږلنې و، د ملکې د لهجې نه د مارسي حوصله نوره هم لوړه شوه . او ویی ویل : « درنې ملکې !…… ستاسې محبت مې کله کله دې ماڼیو ته د راتلو له پاره را کاږي . او که نه ….
په شاهي بزم کې د غریبانو تیریدل څه معنې لري ……….
ملکې یو دم د مارسي په لور وکتل او دهغې ددې خبرې څخه یی په خوند اخستلو سره وویل : « سبحان الله ! نن خو ته په مشکو او عنبرو کې را لتاړې خبرې کوې …..داسې معلومیږې چې کوم زخم دې خوړلې او دلته راغلې یی.
مارسي د شونډو لاندې و خندل او سریی ښکته کړ اوبیا یی وویل : د درنې ملکې د ژبې څخه د سبحان الله د کلیمې په اوریدو سره داسې ډاګیزیږي چې درنې ملکې د اسلامي معمولاتو سره هم دلچسپې پیدا کړې ده .ملکې ورته پر ته له ځنډه وویل : « ولې نه …… د اسلام سره خو زما مینه دهمغې لمړۍ ورځې څخه شته ، زما دروند او معظم پلار لارډ سټیفن هم د زړه له کومې مسلمان و . همدا علت دې چې هغه د ترکانو د سلاطینو ددرې نسلونو سره د عثماني سلطنت د ټینګښت له پاره کار کړې دې .
اوس نو مارسي په ډیره مینه او محبت دغې ښکلې اوښایسته ملکې ته کتل . لږ وروسته ملکې دمارسي څخه وپوښتل : « وایه مارسي ! څنګه دې پیښه راکړې ؟ داسې ډاګیزېږی چې نن ته زمونږ څخه د څه غوښتنې له پاره راغلې یی؟
مارسی د حیرانتیا څخه سترګې راپورته کړې اوبیا یی په پوره خوشحالۍ سره وویل : عجیب…….. درنې ملکې ! ډیره عجیبه …… ته خو اوس د زړونو په حال هم پوهیږې . »
« د زړونو په حال یواځې الله تعالې پوهیږي …. مونږ یواځې ستا په مخ لیکل وکتل ، تا نه دې اوریدلې چې څیرې مکمل کتاب وي .» ملکې نرمه شانته خندا وکړه او بیایی وویل . اوس نو مارسي هم ورته خپله خبره پیل کړې وه …..
« درنې ملکې !….. تا به اوریدلې وي چې معظم سلطان یو عرب ځوان د شاهي سراغ رسان په څیر ټاکلې دې ……»
« داسې بریښې چې هغه سراغ رسان ستا د زړه سراغ لګولې دې …..ولې ؟….. ایا زړه خو به دې پرې نه وې بایلودې ؟ …»
دمارسي څیره د حیا څخه سوربښنه شوه . سترګې یی ښکته کړې او دلږڅه ځنډ نه وروسته یی وویل : « ددرنې ملکې سترګې هر څه ویني ……. خو اوس ما د عثماني سلطنت د پایښت سوال له ځانه سره راوړې دې .
دمارسی په خبرو باندې ملکه حیرانه شوه او سمدستې یی وویل : « خداې دې نه کړې چې عثماني سلطنت ته پیښ شي . تا څه ډول پوښتنه له ځانه سره راوړې ده .،،،،»
مارسي لږ په تتړه ژبه وویل : « درنې ملکې ! هغه عرب ځوان چې معظم سلطان په اورنه کې د سازشونو د بربنډولو له پاره په خصوصی توګه ټاکلې دې نو په دې وخت کې دیوه غدار په خبره شهزاده علاوالدین نظر بند کړې دې …… په داسې حال کې چې هغه غدار د سلطنت پر خلاف په خطرناکه سازش کې مصروف دې .
دملکې رنګ تغیر وکړ او په ډیر غور سره یی وویل : « هغه غدار څوک دې چې شهزاده علاوالدین یی په خپله ولکه کې اخستې دې ؟ ….. مارسي تو خو په هوش کې یی ؟ تاته معلومه ده چې ته څه وایی ؟ ته خو په یوه ترک شهزاده او ولېعهد باندې الزام لګوې ؟ »
دملکې دخبرو د تکمیل سره سم مارسي په پوره عزم سره ورته وویل : « درنې ملکې ! زه یواځې الزام نه لګوم بلکه دا وایم چې شهزاده علاوالدین قاسم بن هشام په زندان کې اچولې دې ، درنې ملکې ، په دې وخت کې په اورنه کې قاسم هشام ته سخته اړتیا لیدل کیږي ، دخداې له پاره څه وکړئ ، هسې نه چې د معظم سلطان په نشتوالې کې ابوجعفر په اورنه کې دفساد اوبغاوت اور بل کړي .
اوس نو دملکې سترګې د حیرانتیا نه وازې وې ، او په لږ څه تیزې لهجې سره یی وویل :
پرلپسې لري ….