کور / هراړخیز / ديوري گاگارين لنډ ژوند ليک

ديوري گاگارين لنډ ژوند ليک

يوري گاگارين د نړۍ لمړنی کيهانورد


پنځوس کاله وړاندي انسان کيهان ته سفروکړاودلومړۍ ځل لپاره دمځکې پرشاوخوا راوگرځېد


دپيل خبره :
پدې ورځوکي ديورگاگارين دلومړنی پرواز دياد تازه کېدو په اړوندپه روسی مطبوعاتوکي يوپه بل پسې جالب مطالب خپرېږي .دهغوپه لوستلودافکرراسره پيدا سوچي ددې نوميالي اوپه نړيواله کچه مشهور هوا باز،هغه څوک چي دلمړی ځل لپاره ئي په هوايي بېړی کښي کيهان ته سفروکړ اودمځکې دکرې پر شاوخوا راوگرځېد په انترنت کښي په پښتوژبه کوم معلومات سته اوکنه ؟ يابه زه دکمپيوټر له استعمال سره پوره بلد نه يم اوياخوداده چي په پښتو ژبه ديوري گاگارين په هکله هيڅ شی نسته .ددې لپاره چي په پښتو ژبه کښي هم دهغه په اړونديوڅه معلومات وي ، ديوري گاگارين لنډژوند ليک مي راوژباړه اودپښتو ژبې درنولوستو نکوته ئي ډالی کوم . پدې بهانه غواړم څرگنده کړم په هراندازه چي پښتوژبې ته له نوروژبو ژباړنې وشي په هغه اندازه داژبه غني کيږي . له نېکه مرغه اوس زموږ يوزيات شمير ځوانان چي دښه قلم خاوندان دي په بهرنيو ژبو پوهېږي له هغوي نه غوښتنه کوو چي وخت عبث تيرنکړي اوخپلې مورنۍ ژبې ته له نوروژبونه هرډول مطالب چي دوي ئي زموږ ژبې ته گټوربولي راوژباړي .


ديوري گاگارين لنډ ژوند ليک :
لومړنۍ هوابازيوري گاگارين د ۱۹۳۴ز کال دمارچ پر ۹ دشوروي اتحاد دسمولنسک دويلايت د گژاتسك دښار دکلوشينو د کلي ديوه دهقان اوغريب سړی په کورنۍ کي دنياته سترگي پرانستلې . د گژاتسك ښارپه ۱۹۶۸کال کي دگاگارين په نامه ونومول سو.


د بشپړ ژوندلیک د لوستلو لپاره لاندي کلیک وکړئ :
د یوري ګاګارین لنډ ژوندلیک