کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د غه دیګ دغه شلغم ولسی جرګه …

د غه دیګ دغه شلغم ولسی جرګه …

 زه هم دنورولسونو کلیوالودهردرد څخه ځان لری نه بلکه په هر وخت کی ځان دهغوی سره  شریک ګڼم خو  کله کله چه می ماغزه درک وکړی نو دکا غذ یوه پاڼه را پورته کړم اود هغه پر مخ د ناخوالو ترسیم وکړم اوهغه لیکم چه را روان وی اویا هم جاری وی ددی قوم نصیبه وی نن ددی درد په وجه یو واقعیت او نوۍ درد لیکمه او ستاسی  درانه مخ او قضاوت ته یی سپارم  دامنم چه لیکوال نه یمه خو دلیکلو یوه ې طر حه می زده ده او دا لیکوالی طرحی داسی ساده وی لکه چه زه یی لیکم اما خوند خو پدی طر حوکی ده چه کلیوالی ژوند دود او دستور عنعنه ما ته بی حده خوند وره  ښکاری اوهغه داچه .
دګدا, فقیر, میا ه , پیر, او مورید کچکول او دیګ فرق لری دیګ سر پوش لری اود ګدا کچکول بغیر له سر پوښه وی دګدا په کچکول کی هر یو شۍ وی او هر هغه شۍ چه ده را غونډ  کړی وی په هغه کی موجودوی  مچ مچان او هر یو شۍ په هغه کی کته پورته کیږی او دیګ تر کومه وخته پوری چه سر پو ښ پری وی تر هغه وخته پوری خو مچ پریږده چه میلمه هم خبر نه وی چه په دیګ کی څه شۍ دی او دا عطر او خوش بویی دکوم شۍ ده دانن سبا دا موجوده نظام خو دګدا کچکول ده راز داری نلری ددنیا مچان دخپل پردی ډیران بویونه مچان پکی موجود دی او دهر ملک استخباراتی شبکی سره پکی ښاخ په ښاخ دی  افغانان پرزی او نا اهله عنا صر یی افزار دی او عجیبی رقابت پکی روان د ه راز داری نلری هر یو کس ددی نظام  له خاکی هدف او کار کردګی  او نظام نه خبر وی دکابینی اکثره کسان دپردۍ  مرداری مچان دی او دا دسبقت یو عجیبه منظرده یوپخوانی روابط بل نوی روابط او یو ددو یا دریو اوبل دهغه نه بغیرخود فروشانه روابط لر ی
ددی روابطو دمرمت ساخت اواستحکام لپاره دخپل کلتور اصلیت  او عقیدی څخه تیریږی او بیا دافغانیت ادعا ګانی کوی ځان تکنو کرات رو شنفکر اودډاکتری لرونکۍ هم معرفی کوی دکاری وړتیا له اړخه دوزارت غوښتونکی هم وی نور کله چه دنده تر لاسه کړی نور یو څو میلیونه ډالرګی  خپل بانکی حساب ته له هیواد ه بهر انتقال کړی  بیا نور څه ډول لاس وهنی چه فکر کولای شۍ دریغه نه کوی که ستونزی سره مخا مخ شو نورپښی لوڅی مخ په نوی ټاټوبی چه بیا دکابل مظلومه اداره یی لټوی چه په څو کالوکی یی پیدا کړی کله یی چه پیدا کړی بیا نوموړۍ  سترګی پټی او خوله خلاصه کړی چه بغیر له خپله ځانه نور ټول خاین او غله په ګوته کوی بیا دکابل مظلومه اداره ځان ته پدی تسکین ورکوی چه زموږ وزیر صاحب خارجه خو ښته غښتلی دۍ او دیپلو ماتان بهر کی لرو هغه به یی لاس تړلی کابل ته راورسوی  کله چه ووینی وزیر صاحب او دیپلوماتانو یی هم دجوال خوله ور سره نیولی دۍ نورد مظلومی اداری عدلی ارګانو نه نا امیده  مخ وزارت داخلی او انټر پول ته وکړچه کلونه تیر شول یو غل هم په کور دننه اوبهرتښتیدلی  محکمه نشول .               یو تښتیدلۍ وزیر په نوم دعنا یت الله قاسمی چه هیواد ته را ستون شوی وه او دلویی څارنوالی له لوری زندان ته واچول شو نوموړۍ ددی لپاره ندۍ راغلۍ چه لویی څارنوالی ته حسابی ور کړی هغه راغلۍ دۍ چه بیا وزیر ټاکل کیږی هغه څوک زندان ته  نشی اچولۍ چه دا اوس لویی څارنوالی ته معلومه شوه لکه هغه متل چه وایی (مربی دارید مربا بخورید ) .
هسی می اوریدلی دی چه په هر دولت اوسیاسی اداری نظام کی قوای ثلا ثه  یادری ستنی او پایی موجودی وی او هغه ته قضایی عدلی / اجراییه او تقنینیه ستنی یا پایی وایی خو نه پوهیږم جه زه ورته خوش بختی   ووایم او که بد بختی  یی وبولم دافغان موجوده نظام خوڅلور پایی او ستنی دی اودا خورا مضبوط له همدی وجهی ده چه دا اخری پایه یی  خورا ارز ښت هم لری داد کرزی خلقت او اختراع ده پدیی پایه کی دده دوستان  دده مشاورین , دده مرور , دده مایوس , دقوم مجرمین , جنایتکاران,  او هغه کسان شامل دی چه دۍ بی له هغو ,  او هغوی بی له ده نه ژوند نشی کولۍ , او دا ملت او جهان دهغوی محاکمه کول او نا بود ی  غواړی   هغوی روابط لری , هغوی دا مشوره ورکوی چه دده بقا او استحکام په کوم شی کی ده اودا قوم دا ملک دا نظام نور په کوم شکل باید پدی حالت کی دوام او په کوم شکل دا ولس ما یوس پاتی کیدای شی  دا یو مشترک هدف هم ده او دده مجبوریت هم ده دا خلک په اجراییه پایه کی اسر رسوخ لری اود هغوی په خوښه باید دا ثلاثه قوه ترتیب شی که نه دا نظام ددریدو نه ده ددی ملک نظام به ولی دګدا کچکول نه وی  او تاسی پوهیږۍ چه دیوه حکومت او نظام راز باید داستخباراتو او ملی دفاع وزارت سره وی او دادو ه مر جع لکه دیګ باید سر پوښ ولری .
دافغانستان ولسی جرګه  چه تیر کال د پرا خه در غلیو  بډو  قو می اړیکو ننګونو  بهرنیو لاس وهنو او ناندریو سره سره ښا غلی فضل احمد معنوی دنظار شورا غړی دخپلی ډلی جمعیت ا ود وحدت ډلو او ټپلو په ګته تر سره کړل چه هغوی په کراتو او مراتو سره یی دننه اوبهر له هیواده ویلی دی چه موږ نور نه پریږدوپښتانه پدی هیواد کی اکثریت پا ته شی  بله هغه څه دی چه معنوی او ور سره ټیم یی په پراخه تو ګه دولسی جرګی کرسۍ په سرای شهزاده اودوبۍ کی په پیسو وپلورلی چه لدی څخه هم انکار نشی کیدای ځکه چه لویی څارنوالی پدی هکله پوره اسناد او شواهد راټول چه دهغو پر بنسټ یی ولسی جرګه نا قانونه او دوسیه یی ستری محکمی ته دکار  لپاره ولیږله  دلوی څارنوال اوټیم پرخپلی قانونی پریکړی  ټینګ دریدل دیوه رښتینی افغان  مسلمان خاصه دۍ چه وخت تیر یږی او تاریخ پر ځای پاته کیږی . که زموږهیوادکی دملت په خوښه ولسی جرګه رامنځ ته نشی دابه نه دملت  نه دقانون  اونه دحاکم په ګته وی  بلکه دوز لوبی ډګر او بهرنۍ کړۍ به تری ګټه پورته کوی مثال   
دغزنی ولایت چه اتیا سلنه یی پښتانه دی مګر ولسی جرګی ته یی یو نما ینده هم ندۍ را غلۍ  ددی پو ښتنی ځواب څوک ویلۍ شی کرزی پدی هکله دانتخاباتو کمیسیون ته لار ښوونه وکړه مګر چندان غوږ ورته ونه نیول شوچه دابه له هیواد والو څخه پټه نه وی چه وروسته کرزی ورته ځانګړی محکمه جوړه کړه چه نوموړی محکمی هم خپله دنده په ایماندارۍ سره پر مخ یووړله اود ځینی ولایتونو رایی له سره وشمیرلی چه په بغلان کی معترضو کاندیدا نورایی چه درسنیوله لور خپری شوی  له بر یالیو غړو څخه زیاتی وی چه  د محکمی پریکړو  ته هم ملت په درنه ستر ګه وکتل اودا کار یی دقانون پلی کولو هڅه وبلله چه ددی په وړاندی دولسی جرګی هغو غړو چه کرسۍ یی په پیسو رانیولی وی او  معنوی دخپلو ډلو ټپلوکسان  په خپل زور د قانون خلاف ولسی جرګی ته راوستلی وه نن ورځ سره یو لاس ا ودقانون درا پرزولو لپاره یی ملاتړلی دۍ او نن داسی نښی نښانی تر سترګو کیږی چه دپردی تر شا دپخوا په شان یو ځل بیا جوړ جاړی تر سترګو کیږی کرز ۍ ځانګړی محکمه ناسم لوری ته دخپلو شومو مخو لپاره خوځوی بلکه دا دکرزی لمړۍ یا وروستۍ ځل ندۍ هغه په تیرو کلونو کی دا په ډاګه کړی چه قا نون اود قانو ن پلی کول ور ته دومره ارزش نلری لکه د جنګی مجرمینو اوځینی  پری را ټولو شر مښانو ګټی .
کرزۍ  دایتلا فونو جوړونکۍ 
د کرزی له ارګ څخه بهر څوک خبره هم نه اوری
د کرزی کا غذی لیکنی  با طله دانی ته غور ځول کیږی بیلګی یی شمال کی په زرهاووموجودیدی     
کرزی  تر نن پوری ایتلا فونو ته تر ملی او کاری حکومت تر جیح ورکړی
دکرزی اداری تر نن ورځی پوری یو جګپوړۍ چارواکۍ په جرم ندۍ محاکمه کړۍ     
کرزۍ سیکورتی کمپنۍ په بی امنی تورنی دتړلو امریی وکړمګر امریکایی جنرال ور سره مخالفت وکړچه بلا خره کرزی چو پتیا اختیارکړه
کرزۍ پدی ښه پوه دۍ چه افغانان  داربکیو یا ملیشه نوم سره چه د دوستم ګلم جم ترخی نه هیریدونکی   خاطری ور په یادوی حساسیت لری مګر دامریکایی جنرال دفشارپه وړاندی تسلیم اوربکی یی جوړ کړه
کرزۍ د فشار په وړاندی تسلیمید ونکۍ دۍ
کرزۍ دمجرمینو او ما فیایی کړیو په خد مت کی دۍ
کرزۍ خپل واکه نه بلکه بل واکه دۍ
کرزۍ قانون ماتوی جنا یتکاران خوښوی  
دکرزی اداره په نړۍ کی دفساد له امله دوهم مقا م لری
دکرزی اداره دبی کفایتی سمبول ګرځیدلی دۍ
دکرزی اداری دفسا د له اړخه دپای له لوری په نړۍ کی دوهم مقام ګټلۍ دۍ
دکرزی په واکمنۍ کی افغانستان دغربت له لوری د پای له  پلوه څلورم مقام ګټلۍ دۍ
کرزۍ افغانستان کی دپښتنو ضد بین المللی سازش پلوۍ چه بیلګی یی له اولی ورځی څخه ترنن ورځی پوری په پراخه توګه تر ستر ګو کیږی جګړه دپښتنو په سیمه کی  دپښتنو کورونه ورانیږی  ماشومان یی وژل کیږی
کرزۍ دپښتنو ځوانانو تعلیمی حق دایرانی تالی څټی لوړوزده کړوسرپرست وزیرپلاس واخیست داسی ګمان  کیږی چه نن سبا به یی دمکافات په خاطر دبل ځل لپاره دباور رایی دترلاسه کولو لپاره ولسی جرګی ته وروپیږنی 
کرزۍ صا حب  داهم ستا ولسی جرګه چه دمحکمی نوم اوری نور داسی ویریږی چه پیریان یی نیسی که دوی په رښتینی  دولس استازی وی اودولس په رایی سره ولسی جرګی ته راغلی وی محکمه خو پریږده بلکه هر افغان ته دپلټنی حق ورکړی که  نو ی هغه متل مو اوریدلۍ چه وایی( غل په غره کی نه ځایږی)      دګوتو په شمار دملت استازی په ولسی جرګه کی  موجود دی چه دهغوی  موکلین اوملت له دوی څخه دملی رسالت  افغانیت  دخپل خدای په خاطر  داسلام په خاطر  دننګ اونا موس په خاطر   دخپل درانده پاک افغانی ضمیر لپاره   ددی مظلوم محتاج درپه در قوم او ملت لپاره   دوطن دنیازمندانو لپاره  دکونډ و  رنډو  یتیمانو   سرسرتورو لپاره  ددی خاوری ملک او قوم عزت برم او سربلندی لپاره  دخپل قوم دمدنی انسانی حق او حقوقو دبیا احیا په غرض   دظالم خاین زور ګیر جابر ملی خاین او ولس دښمنوڅیرو دنابودۍ په غرض  له فساد او فاسد نه دخلاصون په تکل  اود بی شمیره محتا جو بیوزلو د تړمو اوښکو دروانیدومخنیوی په تکل چه ستاسو دهمدردۍ دلسوزی او په خلوص نیت سره دهغوی د ارزښت لرونکی رایی په بدل کی له تاسو نه توقعات هم لری دراتلونکی کابینی  په تایید کی خپله انسانی وظیفه اورفع مسولیت وفرما یی نورداسی دپردو نوکرانو  دنوموړو دروابطودنورو ګوندونو اوباندنیو عناصروته راییه ورنکړۍ او نه داسی وزیران دچا په سپارش تایید کړۍ  نه داسی وزیران چه یوځل یی د باور رایه نه وی تر لاسه کړی ددوهم ځل لپاره دقانون خلاف بیا نوموړی وزارت ته ونومول شی  دخپل ضمیر فیصله خپله کۍ  دا لیکوالان  دانشمندان سیاست پو هان او دقلم در لودونکی  پاک منزه او بی غرضه قشر ستاسو تر شا دی   او دتل لپاره یوه ملی مفکوره ایجادکړۍ   دملی ګرایی نهال غرس کړۍ اودهغه دودی نمو  له ثمری او سیوری نه یی دا خاوره او دا ولس برخورداره کړۍ   دخپلو نیکونو په شان تاریخ جوړ کړۍ دا انسانان دی چه تاریخ جوړوی   دابه ستاسی لوی خدمت وی  چه دخدای او ملت په نزد ورکیدونکۍ ندۍ   که نه دا موجوده حالت به هر څه تباه کړی او که د ا قوم دا ځل بیا دوسلی اخستلو ته مجبورشو بیا به حالات له جبرانه وتلی وی او………..
دسولی جرګه  دافغا نانو په کلتور کی داسی هم شوی چه دښمن له دښمن سره بی له منځګړی جرګه وکړ ی مګر دکرزی اداری دسولی جرګی مشر ربا نی صاحب چه په کلونو دطالبا نو سره جنګیدلۍ دۍ اوس یی دجرګی مشر ټاکلۍ دۍ چه دا دبهرنیانو فرمایشی جرګه دۍ چه نه به دوام اونه هم اعتبار ولری چه لدی څخه به ربانی اقتصادی اوسیاسی ګټه پورته کړی اوکومی لاس ته راوړنی به ونلری چه پردی جرګی  صبغت الله مجددی هم له بی بی سی راډ یو سره په مرکه کی نیوکی وکړی مجددی ځان په حق ښوده چه له یوه پلوه مجددی په رښتیا هم د کوم قوم ژبی منطقی مخالف ندۍ او دملی وحدت پلوی دۍ .          .                                                                      پدی ورځو کی دامریکی سفیر په کابل کی د جرګی سره د(۵۰) پنځوس میلونه ډالرو مرستی اعلان و کړلدی علاوه نوروهیوادونو هم د(۲۰۰) میلونه ډالرو په شااو خوا کی پدی پروګرام لګولی دی هغه متل چه وایی ړوند له خدایه څه غواړی دوه سترګی ربانی صاحب هم پدی وروستیو کی نه کومه طیاره په ګنډه کی وهلی اونه بله کومه غوړه ګوله پلاس ور غلی خوارکۍ سرګردان وه .
دلته دهیواد وتلی لیکوال محترم ډا کتر نثاراحمد صمد هغه لیکنه( د سولی ځنګلی جرګه) تر عنوان لاندی لیکلی دۍ ډیره په زړه پوری دۍ چه وایی افغانستان چه شورویانو نیولۍوه دهغوی ګوډاګی رژیم څو غیر ملی او ساختګی لویی جرګی جوړی کړی خو ټولی ځکه په اوبو لا هو شوی چه داشغالګرو په دستور به رابلل شوی وی .
نن ورځ چه امریکا زموږ هیواد نیولۍ دۍ هم کټ مټ دستوری او قلابی جرګی په رژیم باندی رابولی خوداهم ځکه ځای نه نیسی چه بهرنیانو خصوصا اشغالګرانویی انتظام نیولۍ او په رژیم باندی یی عملی کوی او پدی ډول هغه نور هم ګوډاګی ثابتوی .
همدارنګه په یوه بله لیکنه کی د ( افغانستان دومین کشور )  در افغانستان برای عبور دادن یک میل اسلحه به پولیس بیست دالر رشوت برای عبوردادن یک کیلو هیروین صد دالر رشوت و برای یکتن چرس یکهزار دالر رشوت داده میشود .
پدی هیواد کی دقانون ماتونکی ددولت لوړ پوړی او ټیټ پوړی چارواکی دی  , کار دکورس اکابرفارغانو پلاس کی دۍ , له ګډ وډۍ څخه جنایتکاران ګته پورته کوی ,  دموږ ک او پشو لوبی روا نی دی  , دا ناخوالی هیڅوک نشی ختمولۍ  یوازی په هغه صورت کی ختمیدای شی  چه ملت دسر تاسری پا څون په لوری وخوځیږی بیا یی نه اشغالګر مخه نیولای شی او نه هم دکابل ګوډاګۍ اداره
دسمسور باامنه او سر لوړی افغانستان په لید  .