لراوبر د ښاغلي فرزان د ليکني موضوع ته په کتلو سره هغه
ترلاسه سوې ويډيو هم خپروي چي د پېښي پر مهال عکاسي سوې او لراوبر ته رارسېدلې ده .
له رالېږونکي يې مننه کوو.
تیره اونۍ کندهاردیولړ خونړیو تظاهراتو شاهد و ، د اونۍ پيل په خونړیو لاریونو
وسو چي پکښي د ګڼو مالي زیانونو ترڅنګ ، شاوخوا ۱۶ تنه ووژل سول او د سلو په
شاوخواکي نور ټپیان سول.
د حکومت د مخالفو وسلوالو جنګیالیو، خارجي ځواکونو او افغان حکومت له خوا ولس ته
د مالي او ځاني زیانونو اوښتل خو تقریبا مامول دي اما پخپله د ولس په نوم ولس ته د
مالي او ځاني زیانونو اوښتل له تمي خلاف و.
داځل په سلهاو زره مالي تاوانونه، ویره ، مرګ او ژوبله د ولسي مشروع حرکت
(لاریون) په ترڅ کي د ولس په نوم ولس ته ورواښت.
لاریونونه د امریکا په فلوریډا ایالت کی د یوی کلیسا د مشر له خوا د قرانکریم د
یوي نسخی د سوځولو پر ضد د کرکي څرګندولو په پلمه راوتلې وه.
سوله ایز تظاهرات ، غونډي او راټولیدني د ولس قانوني حق دی او باید خلک له خپل
دي حق څخه په استفاده خپل نظریات اظهاراو پرواکمنه طبقه د خپلو حقونو دترلاسه کولو
لپاره فشارونه واچوي.
که څه هم ښایي واکمنه ډله همیشه د ولسي تحرکاتو او تظاهراتو څخه حراس ولري ، خو
په کوم ملک کي چي ولس ددي توانايي پيداکړي ترڅو خپل ږغ اوچت کړي او د خپلو حقونود
ترلاسه کولو لپاره تجمع او تظاهروکړي ، نو هلته سړی ویلای سي چي ولسواکي وجود
لري.
زموږ په هیواد کي خو لا تراوسه پوري خلکود ولسواکۍ پوره مزایا نه دي لیدلي او
حتي تراوسنۍ دوري پوري په نافذه قوانینوکي د پوره ازادۍ په چوکاټ کي ولسي
تجمعاتو، تحرکاتواو تظاهراتوځای نه درلود.
له تیرو لسوکلونو راهیسي چي نسبتا ښه او عصري قوانین وجودلري خو بیا په عمل کی
نه دي پیاده سوي او همداعلت دی چي لاتراوسه خلک په خپلو قانوني حقونونه پوهیږي.
زموږد هیواد د اساسی قانون په شپږدیرشمه ماده کی راغلي دي : (( د
افغانستان اتباع حق لری چی د روا او سوله یزو غوښتنو د تامین لپاره له قانون سره سم
بي وسلي غونډي او مظاهرې وکړي )).
خو دلته چي لاهم د ټوپک سیوری خپوردی ، د قانون شکنۍ قانون حاکم دی او دولس
سالارۍ ترعنوان لاندي ډالرسالاري، جنګ سالاري او چوکۍ سالاري واکمنه ده ، د ولس د
نورو ګڼو ارزښتونو ترڅنګ د ولسواکۍ ارزښتونه هم تحرفیږي ، بدنامیږي او د ورکیدو هڅه
يي کیږي.
دا ځل ولسي لاریون او مظاهره چي د دموکراسي یوه څرګنده نښه او مهم عنصرګڼل کیږي
هم قصدا بدنامه سول او د بدمرغه ټوپک په بدرنګه خوله دا ولسي تظاهر بدرنګه
اوبدخونده سو.
ټوپک چي د هرچا په لاس کي و ، د ولس په منځ کي د ناولسي جګړه مار(مخالف وسلوال )
او که په اصطلاح د قانون د نګهبان (پولیس) خو پرولس وچلید او قانون يی خفه
کړ.
حقیت دادی چي زموږ ولس لاهم د خپل دي قانوني حق څخه د ګټي اخیستني پوره توانایي
نه لري او نه سي کولای چي په ښه ډول د خپل نظرد اظهار او یاهم حق د غوښتلو لپاره
تظاهروکړي.
علتونه يي ډیردي ، بي سوادي ، د قوي سیاسي احزابو نه موجودیت، زورواکي ، جنګ ،
ناامني او …
دلته بلا ډیرمصیبتونه پرولس نازل دي او بلا ستونزي دي چي ولس ورسره لاس او
ګریوان دی خو تراوسه ولس په دي ونه توانیدی چي د لاریون او یاتجمع له لاري خپل ږغ
پورته کړي ، لهذا دولس په نوم ځیني دغه ډول تظاهرات سړی بشپړ ولسي نه سي ګڼلای.
نتیجه دا چي : که د بازۍ ، لوبغاړي دري وګڼو (مخالف وسلوال ، حکومت + خارجي
ځواکونه او ولس ) ، نو ویلای سو یویي (ولس ) د لوبي قرباني او مطلق بایلونکی
دی.
له یوي خوا ورته مالي او ځاني زیان واوښت او له بله پلوه يي مشروع ، قانوني
حق او مهم ارزښت په بد رنګ ورنګید .
په دغسي حالاتوکي ولسي مشرانو، سیاسي احزابو، روښانفکرانو او پوهانوته په کارده
چي ولس تنویرکړي، څو دولس اساسي ګټي او د ولسواکۍ ارزښتونه خوندي کړي او پري نه ږدي
چي دغه ډول ناولسي تحرکات د ولس په نامه دولس پرضد وکاریږي.