د ژوندون راډيو ټلويزون مباركي د هيواد ټولو اوسيدونكو ته په دې هيله وايو، چې رب دې زموږ مرګوني ستونزې له همدې لارې هوارې كړي.
لكه څرنګه چې په پلازمينه كابل او ټولو ولايتونو كې رسنۍ له حسابه د وتو په حال كې دي، خو په يوه يې هم د مظلوم ؤلس تنده نه ده ماته شوې، په يوه راډيو، يو ټلويزون او د هرې بلې رسنۍ له لارې تر دمه د ؤلس د كړاونو غم هسې نه خوړل كېږي لكه څنګه چې په نورو هيوادونو كې رسنۍ د ؤلسونو د اسوده ګۍ لپاره د راتلونكي پاليسي ټاكي او د نن په ناخوالو كې ورسره د لارښودو په توګه د احساس او عاطفې لاس وركوي.
كه څه هم د بيان ازادي د رسنيو كثرت او ور سره د خلكو ليوالتيا هغه څه دي، چې په دې ډګر كې يې د تېر په پرتله لوئ بدلون راوستى، خو دا رسنيز بدلون لكه څنګه چې په پرمختللو هيوادونونو كې د اسوده ګۍ لامل ګرځي زموږ په هيواد كې تر ډېره بريده د كلتور ځپلو او د يو نسل د بې لارۍ لامل بلل كېږي.
له دې سره سره چې ژورناليستانو د خپل مسؤليت له مخې د خلكو ستونزې تر يو بريده راڅرګندې كړې هم دي خو بيا هم لكه مخكې مو چې يادونه وكړه د ستونزو او ناخوالو د بيان او ورته د حل لارو تر څنګ يې د افغاني كلتور د ځپلو او د ځوان نسل د بې لارۍ لارې چارې هم برابري كړې دي.
پكتيا پريس كلب د ژوندون له نوم سره تړلې هيلې په دې ټكو كې بيانوي : _
د خپل اصيل اسلامي او افغاني كلتور پالنه، د هيوادوالو رېښتينې ستونزې را اخيستل او ورته د كارپوهانو او عالمانو په ژبه حل لاره بيانول او د دې ترڅنګ د اقتصادي، تعليمي … او ټولنيز ژوندون د پياوړتيا په برخه كې رېښتينې هلې ځلې كول.