کور / راپور / د روهي ادبي بهير د ٢١٠ غونډي راپور

د روهي ادبي بهير د ٢١٠ غونډي راپور

٢١٠ مه اوونۍ ٢١٠ مه ناسته
د روهي ادبي بهير دغه اوونيزه ناسته د تېر په څېر په کندهار ادبي دربار کي د ١٣٨٩ د پنځمي پر اوومه د عبدالنافع ثناء په مشري جوړه سوه . ياده غونډه د روهي ادبي بهير د پنځم کال ٢١ کېده چي د مېلمنو وياړ يې د پردېس يار په هند کي د ژورناليزم پوهنځى محصل حکمت الله شروش او حاجي رحمت الله رحماني په برخه و .
تر هر څه تر مخه جاويد احمد عابد د قران کريم يو څو سپېڅلي اياتونه تلاوت کړل ورپسې محمد يار يار د پيل خبري واورولې نوموړي د بهيروالو دپاره دا يوه نېکمرغي وبلله چي هر وخت هر اړخيزه او معلوماتي پروګرامونه ورته جوړيږي . يار د نبوي سيرت ١٤ ورځنۍ دورې ته اشاره وکړه او وې ويل چي بېنوا فرهنګي ټولني د بهير والو په مرسته وکړاى سول چي د يوه داسي چا د ژوند په اړه چي په ټوله نړۍ کي يې د بشريت او ورورولۍ دين خپور کړى او پېروان يې د يوه څراغ په توګه کاروي .
ده د استاد ګل احمد په اړه خوښي وښوده او هغه يې د وياړ ځوان وباله چي د دونه بوختياو او خپلو شخصي زده کړو تر څنګ يې د حضرت محمد صلى الله عليه وسله د سيرت ١٤ ورځنۍ دوره پر  مخ يووړه .
يار دې او دې ته ورته زده کړي اړيني وبللې . ورپسې يار ګل احمد هاتف ته بلنه ورکړه چي خپلي خبري برخه والو ته واوروي . استاد لنډي خبري وکړې د ګډونوالو څخه يې د منني تر څنګ د الله جل جلاله د دربار څخ شکر ادا کړ چي په پوره وس او توان سره يې ياده دوره بشپړه او پاى ته ورسوله .
تر استاد وروسته يو زده کړي عبدالصبور ولسمل خبري وکړې او وې ويل چي مخکي يې زده کړه د اوس په پرتله کمه وه خو اوس يې زده کړه او پوهه ډېره سوې غونډه هغه وخت ډېره په زړه پوري سوه چي د سيرت دورې زده کوونکي لکه حاجي غلام نبي سعيد ، حاجي مسعود پروتن ، عبدالصبور ولسمل ، محمد يار يار او عصمت الله بهير په تصديق پاڼو ونازول سول . وروسته مشاعره ترسره سوه ا و د ٧٥ ناستو کسانو څخه ٢٧ تنو خپل شعرونه او ادبي ټوټې ولوستلې . او په منځ کي محمد يار يار ته د نوي ژوند د پيل مبارکۍ او ډول ډول ډالۍ ورکړل سوې .
غونډه پاى ته نژدې وه چي مېلمه حکمت الله شروش خپله وينا وکړه شروش د استاد او ادبي بهير د ملګرو څخه مننه وکړه او زياته يې کړه چي هغه څه چي ده د دې بهيرو په ترڅ کي زده کړي اوس په پوهنتونو کي ورسره مخامخ کيږي د نوموړي په وينا چي اوس کومه ستونزه ځکه نه لري چي د مشاعرو د ناستو په درشل کي يې زده کړي او اوس پوره ورسره اشنا دئ . شروش د يارانو څخه وغوښتل چي بلاک ليکل پيل کړي خپل ځان د انټرنيټ سره پوره اشنا کړي ده د بهير ځوانان په انټرنيټ کي کار کولو ته وهڅول سروش د روهي ادبي بهير د پخواني وياند او راپورچي نقيب الله قريشي نوم ياد کړ چي په بېلابېلو پاڼو کي يې ليکني او راپورنه خپريږي.
ده په وروستيو کي دا هم وويل چي د ګوګل کارول . ورځپاڼه لوستل او ليکل د ځان عادت کړئ ورپسې د غونډي مشر عبدالنافع ثناء خپلي خبري واورولې ده د سيرت دورې فارغينو د تصديق پاڼو پر ورکونه خوښي وښوده او د نورو ورته دور غوښتنه يې وکړه ثناء د استاد ګل احمد هاتف څخه هم مننه وکړه چي بهير والو ته يې داسي يو چانس برابر کړى و .
په ياد ولرئ چي بېنوا فرهنګي ټولنه او کندهار ادبي دربار د بهير والو په غوښتنه بېلابېل هر اړخيز او ښوونيز پروګرامونه جوړه وي چي د سيرت دوره يې يوه د يادو پروګرامو څخه ده .
ماښام ناوخته و چي حاجي مسعود پروتن دعا وکړه او ٢١٠ غونډه د تاريخ پاڼو ته وسپارله سوه .