د چا غږ رانه بدل شي په سندره
د چا غږ مې د زړګي تارونه سور کړي
پاک احساس مې بس قلم ته امر وکړي
د غزلو ګلالي تارونه سور کړي
د ښکلا په جزيره کې ښاپېرۍ ده
ښکلي مخ کې يې دنيا رنګونه ښکاري
په ليدو يې زړه درزيږي په ګوګل کې
خماري سترګې يې ډک جامونه ښکاري
ګلبدن يې د ګلپاڼو نه نازک دى
سپين پړونى چې پرې ونه کړي تڼاکې
په نظر چې ورته لښته ځواني نه کړي
ودې خوري هغه انسان سترګې بې باکې
رڼو ستورو ته ويده شي خورې زلفې
په مخ پاڼه يې شبنم دانه ، دانه وي
سپوږمۍ هم شي ورته تم د غره په څوکه
سپنې وړانګې يې په چم دانه،دانه وي
له سهار لمانځه نه مخکې بلبل راشي
په يوه څانګه کې هغې ته نږدې کښېني
د ښکلا صفت يې پيل کړي نغمو کې
هر ژوندى يې هم جذبې ته نږدې کېښني
چې د لمر زرينې وړانګې پرې خورې شي
چې نرى باد يې ويښته خواره واره کړي
يو عجيب انځور کړي وړاندې زمانې ته
بس زياره په شيبه ورکه تياره کړي