کور / سياسي / ښاغلی کرزی د ټولو په زیان لوبیږي

ښاغلی کرزی د ټولو په زیان لوبیږي

بسم الله الرحمن الرحیم


په هیواد کې د ځواک نا انډوله ویش او په حکومتي چوکیو د دداسې کسانو ګمارنه چې د تخصص او پوهې پر ځای د سیمه ایزو او ژبنیزو ځانګړنو پر بنسټ غوره شوي وي، د ډیرو ستونزو زیږوونکي دي. دا ډول کړنې نه یوازې دا چې د هیواد په رغنیزو چارو کې د ټکني کیدو سبب کیږي، بلکه په هیواد کې د خلکو د ناهیلۍ او په دولت باندې د باور د کموالي سبب هم شوي دي.
که تیرو څو کلونو او پکې بیدریغه پردیو پانګونو ته یو ځغلند نظر واچوو نو وبه وینو چې د هیواد په کچه لکه څنګه چې ښاییدل او شونې وه، ډیر لږ د بیا رغونې کارونه تر سره شوې دي. په ښارونو کې د ودونو څو ښکلي هوټلونه، د بډو په پیسو جوړې شوې ماڼۍ او په څو میاشتو کې بیرته ورانیدونکي سړکونه د بیا رغونې د بهیر لویه برخه جوړوي.
په دې موده کې، ملي یوالی په بې ساري توګه زیانمن شوی. دهیواد ارزښتونه او یو ټوټه توب، له ګواښ سره مخ شوی دی. دهیواد خپلواکي د پلورلو په درشل کې ده. دولتي بنسټونه ددې پر ځای چې پیاوړي شي د شړیدو په حال کې دي. د بیګناه کسانو د مرګ ژوبلې کچه له زغمه وتلې ده. خلک له بیوزلۍ او بیکارۍ پوزې ته رسیدلي دي. د بیوزلو او شتمنو تر منځ واټن زیات شوی دی…
که څه هم داسې انګیرل کیږي چې ښاغلی کرزی هرې ستونزې ته د رسیدلو توان نه لري، خو د یوه هیواد د ولسمشر په توګه هغه یو داسې کس دی چې د درې ګونو ځواکونو په سر کې ځای لري. په هیواد کې هره لویه پریکړه د همده ښاغلي په لاسلیک پلې کیږې. د هیواد ټول لوړپوړي چارواکي د نوموړي په امر ټاکل کیږي. په ټولټاکنو کې ېې له خلکو څخه په میلیونونه راېې تر لاسه کړې دي… پورتنیو ټکو ته په پام ښاغلی کرزی په هیواد کې ټولو پیښیدونکو ښو او بد و ته ځواب ویونکی بلل کیږي.
ښاغلي کرزي څو پیژندل شوې څیرې په خپلې شا او خوا را څرخولي دي او داسې انګیرل کیږي چې له دوی پرته ورته د حکومتي چارو سمون ناشونی بریښي. یابه هم ښايي ښاغلي ته له دوی پرته نور کسان پردي او یا هم ناپوه ښکاري. د وزیرانو له ډلې څو کسان ېې له تخصص، مخکنۍ تجربې او هر ډول مسلکي پوهې پرته په دندو ګمارلي دي. له دې سره دا ېې دریم ځل دی چې ولسي جرګې ته د باور د راېې د تر لاسه کولو لپاره استول کیږي، خو بیا هم تمه کیږي چې ځینې به ېې د باور رایه تر لاسه نه کړای شي.
په لوړو څوکیو د مخدوم رهین په شان متعصبو کسانو ګمارنه په لوی لاس د افغانانو تر منځ د نفاق اور ته لمن وهل او خپل خلک له ځانه شړل او پردي کول دي. نوموړی په لوی لاس د افغانانو دودونو او ژبو ته سپکاوی کوي. په خپلو خبرو کې د افغانستان په ځای د خراسان نوم اخلي او غواړي په افغانانو پردی فرهنګ وتپي او خپل کلتور ترې واخلي. رهین چې ان یو ځل د ولسي جرګې د غړو په غوڅ ډیري د باور رایه هم ترې واخستل شوه، خو بیا د ښاغلي کرزي له لوري پارلمان ته وروپیژندل شو او د یو پټ سیاسي جوړجاړي په ترڅ کې یو ځل بیا وزیر وټاکل شو.
همدا شان د اسماعیل خان په شان کس یوازې ددې لپاره چې د هرات له ولایت څخه لرې وساتل شي، د اوبو او بریښنا په شان د لوی بنسټیز وزارت په دنده ګومارل شوی دی. هغه چې په خپلو درواغجنو وعدو ېې څو ځله زموږ خلک غولولي دي، د خپل څو کلن وزارت په ترڅ کې په دې ونه توانید چې یوازې د کابل وګړو ته په پوره ډول بریښنا ورسوي. دنوموړي په زیار له ازبکستان څخه یوازې د بریښنا د مزو او ستنو په غزولو تر زر میلیونه ډالره ډیر ولږیدل. په داسې حال کې چې هر کال به ددې مزو او ستنو د ساتنې او بیا رغونې لپاره څلرویشت میلیون ډالره او ازبکستان ته هر کال د بریښنا په بدل کې تر یو سلو پنځوس میلیونه ډالر ورکول کیږي. پورتنیو لګښتنو ته په کتو چې د یو غیر مسلکي وزیر له لوري تر سره شوي دي، ښايي موږ په تیرو اتو کلونو کې په خپل هیواد کې د ننه بریښنا د پنځونې لوی بندونه رغولي وای.
په ښوونیزه برخه کې د پښتون میشتو سیمو حالت ډیر د اندیښنې وړ دی. په سویلې او سویل ختیځو ولایتونو کې په سلګونه ښوونځي تړلي دي. ددې تر څنګ له ښارونو پرته نږدې په ټولو سیمو کې د نجونو ښونځي یا خو بیخي پرانستل شوي نه دي او هغه چې پخوا پرانستي وو هم اوس تړل شوي دي. ښاغلي کرزي د خپلې ماڼۍ په مینځ او یا هم څو مترۍ کې د ښوونځیو د زنګ په کړنګولو ډیر ښوونیز کالونه پیل کړي دي، خو تر اوسه ېې د نورو افغانانو په اړه هم فکر کړی دی او که نه؟
له ښوونځیو ورهاخوا هغه کسان چې د مرګ له ویرې سره یو ځای په کړاو دوولس کاله ښوونځي ته ځي. له ښوونځي وروسته د لوړو زده کړو یوه داسې وزارت سره مخ کیږي چې له دوی سره ډیر له کرکې او دوه مخۍ ډک چلند کوي. دې وزارت ته تر اوسه داسې څوک وړاندې نه شو چې لږ تر لږه له ټولو زده کوونکو سره یو ډول چلند وکړي. د خلکو له غوښتنو او کانکور د ازموینو د ګډون کوونکو له لاریونونو او هر ډول نارو سورو سره، سره تر اوسه ښاغلي کرزي په دې ټولو خبرو ځان ناګاره اچولی دی.
د ولسي جرګې د ټاکنیزې پروسې له پیل څخه څه کم یو کال تیریږي، خو لا هم دا لوبه په پوره ډول ګرمه ده. د هرې ورځې په تیریدو کړکیچونه زیاتیږي او د هیواد د ځانګړو سیاسي او حقوقي بنسټونو څرنګوالی له پوښتنې سره مخ کیږي. له دې سره جوخت له وخت څخه په ګټه اخستلو ځینې غرض لرونکي کسان غواړي، نورې هم اوبه خړې او کبان پکې ونیسي. دا کسان دې ستونزې ته پرګنیز او ژبنیز رنګ ورکوي او غواړي داسې وښيي چې ځینې هغه پرګنې چې په ولسي جرګه کې لږ استازي لري، له تیرو ټولټاکنو څخه ناخوښه دي او غواړي دوهم ځل ټاکنو ته لار پرانیزي.
تیرو ټاکنو ته په کتو دا په زغرده ویلای شو چې دا ټاکنې لکه څنګه چې ښايي هغسې عادلانه او د ټولو خلکو لپاره د منلو وړ نه وې. په هغو سیمو کې چې نا امنه دي، په ټاکنو کې د خلکو نه برخه اخستنه او په پایله کې په پراخه کچه درغلۍ ددې لامل شوې چې له دې سیمو ناوړه کسان ولسي جرګې ته لاره پیدا کړي. له دې سره له ډیرو سیمو داسې کسان بریالي شول چې د هغه ځای له خلکو ډیر لږ سلنه جوړوي.
په همداسې یوه حالت کې ښاغلی کرزی چې ځان د هیواد ولسمشر ګڼي، له ټولټاکنو خپله خوښي ښودلې او په لوی لاس ېې د خپلو خلکو په روا حق سترګې پټې کړې دي. نوموړی د یوه ناتوانه انسان په توګه، کله د ناخوښو نوماندانو او کله د بریالیو استازو د خوښۍ لپاره ډول ډول او یو له بل سره مختلفې پریکړې کوي، چې په دې سره د دواړو ډلو تر منځ ناندرۍ ډیرې او ستونزه لا پیچلې کیږي.
ښاغلی ولسمشر د خپلو هیوادوالو په ډله ایزو وژنو یوازې په غندنه بسنه کړې. که څه هم نوموړي څو ځله ګواښ کړی دی چې نور ددې ډول بیګناه کسانو د وژنې زغم نه لري او په راتلونکې کې به په غندنه سربیره نورې کړنې هم تر سره کړي، خو داسې ښکاري چې ښاغلی کرزی غندنه هم په ډیر زور کوي او هغه چاته چې دی ېې په دې څوکۍ کښینولی دی د څه ویلو لپاره ځواک نه لري.
په ټولو دولتي او نادولتي ادارو کې په لوړه کچه درغلۍ روانې دي. له دې شومې او ناولې کړنې سره د مبارزې په نوم څو ادارې هم کار کوي، خو د هغوی ښکار تر ډیره هغه کسان دي، څوک چې دوی ته پوره بډې نه شې ورکولای. لوړ پوړې چارواکي چې تر ستوني په درغلیو کې ډوب دي، هیڅوک ېې مخه نه شي نیولای. هغه متل چې وايي اوبه له پاسه خړې دي، دلته ښه صدق کوي. د ولسمشرۍ له ماڼۍ نیولې تر یوه څوکیدارۍ پورې هیڅ داسې ځای نه موندل کیږي چې یو ډول نه یو ډول درغلي پکښې روانه، نه وي.
ښاغلی ولسمشر تل د مصلحت او ملي یووالي خبرې کوي، خو دا خبرې یا خو یوازې خبرې پاته کیږي او یا هم تر ډیره سیاسي او ننداریزه بڼه غوره کوي. په عملي ډګر کې د ملي یووالي لپاره کوټلي ګامونه نه پورته کیږي او د خلکو تر منځ واټنونه زیاتیږي. نوموړی له یوه لوري خلکو ته په ویناوو کې د بهرنیانو د تلپاته فوځي هډو په ګټو خبرې کوي، او له بل لوري له مخالفو وسله والو سره چې په هیڅ توګه د بهرنیانو له شتون سره همغږي نه دي، د سولې، پخولاینې او یوځای کیدو وړاندیزونه کوي. له دې دوه ډوله څرګندونو څخه د نوموړي ناپیلتوب او د یو هیواد د ولسمشر په توګه د هغه شتون تر پوښتنې لاندې راولي. اوس پوښتنه دا ده چې نوموړی چې د هیواد او خلکو په حال له اوښکو تویولو پرته څه نه لري، ولې لا هم غواړي چې د تل لپاره خپله څوکۍ ټینګه وساتي؟ په دې حالت کې لا هم اړینه ده چې نوموړی دې ولسمشر وي!؟