کیدای شی ډیر مهال هغه څه ته چې موږ ئې د سیمې د هیوادونو په چارو کې د ایران د کرغیړنې لاسوهنې اړوند په مطبوعاتو کې لولوو او وینوو ځیني خلک د شک په سترګه وګوری ، اود دې دلیل په بنیاد ئې و نه منئ چې ګواکې په ظاهری توګه خو داسې ښکاری چې ایران د لویدیځ او په ځانګړی توګه له امریکا سره سخته دښمنی لری ، اوپه ریښتیا امریکا نه غواړی چې ایران په سیمه کې او په نړیواله کچه یوپیاوړی هیواد وي . خو که په دې هکله د ځمکې پر مخ شواهداو سیاسي تحولات وڅیړل شي نوبیا دا فرضیت چې ایران د لویدیځ او په تیره بیا د امریکا پرمټ په سیمه کې د یوه سیمه ایز قوت په څیر د راولاړیدو په حال کې دی له پامه نه شوو غورځولی . كه دسیمې د هیوادونو په چارو کې د ايران ورستيو لاسوهنو ته ځیر شو ، دا تصورکولای شوو ، چې ایران غواړي د لویدیځ د پلان سره سم په سیمه کې دیوه سیمه ایز قوت په څیر مطرح شي , او د سيمې هیوادونو ته د مذهب او قومیت تر چتر لاندې خپله واکمني او نفوذ و غزوي ، د ایران وروستني سیاسي دریځونه د همدې لیدلوري پخلی کوي .
په تیرو دریو لسیزو کې د لویدیځ د استعماري ځواک د نظامي یرغلونو او اشغالونو یو بنسټیز هدف دا ؤ ، چې په اسلامي نړۍ کې ایران د یوه سیمه ایز قوت په څیر مطرح شي ، تر څو په سیمه کې د لویدیځ مصلحتونه خوندی وساتي ، که یوه لوری ته د عام ذهنیت د مشغولتیا لپاره د ایران او لویدیځ تر منځ له دښمنۍ څخه ډک شعارونه او غبرګونونه ښودل کیدل ، خو بل لوری ته د لویدیځ د پلان سره سم د ځمکې پر مخ سیاسي تحولات او پیښې ټولې د ایران په مصلحت تمامیدلې ، له افغانستان څخه وړاندې پر عراق باندې د لویدیځ د استعماري ځواک یرغل د همدې موخې لپاره تر سره شو ، چې د عراق سیاسي واکمني ایران پلوه شخصیتونو ته وسپارل شي ، او بلآخره د عراق ګاونډي هیوادونه هم په سیمه کې د ایران د نفوذ له لارې تر ګواښ لاندې وساتل شي . په عراق كې د لوديځ د دغه خوزښت سره د عراق گاونډيو هيوادونو چي پكې شيعه اقليتونه شتون لري سخت غبرگون وښود , دا غبرگون او د لوديځ مادي مصلحتونه له ګواښ سره مخ کیدل د دى لامل شول چى لوديځ خپل دغه پلان چى په ډيره چټكتيا پرمخ روان ؤ، اوپه گړندى شكل په حركت كي شوي ؤ يو څه سست او نرمش په كي راولي , او د عراق ګاونډیو هیوادونو ته د دغه پلان غزول و ځنډول شي .
د عراق په څیر په ګران افغانستان کې هم لویدیځ او ایران یو بل ته سره لاسونه ورکړ ل، ترڅو عراق ته ورته د افغانستان په سیاسي سرنوشت کې هم ایران فعال رول ولري ، او هغه شخصیتونه او سیاسي کړۍ د افغانستان په سیاسي واکمنۍ کې د ایران د سیاسی نفوذ له لارې مطرح شي چې یا د قومیت او یا هم د مذهب له لارې د ایران سره تړاو لري ، د لویدیځ د نظامي حضور او اشغال سره سره د افغانستان سیاسي او کلتوري فضا د ایران پر مخ پرانستل شوه ، تر څو خپل فارسي فرهنګ او شیعي مذهب ګران افغانستان ته ولیږدوي ، او لدې لارې د افغانستان فرهنګې او مذهبي ځانګړتیا زیانمنه کړي . نن په افغانستان كي د مطبوعاتو خورا مهمې موسسې د ايران له فكر سره د هم نوا شخصيتونو له خوا اداره كيږي او د ايراني كلچر د نشرولو لپاره منظم پرگرامونه د افغانستان په جنگځپلى ټولنه كي وړاندې كږي , د پوهنې په كچه په افغانستان كه په لنډ مهال كي ډيرې سترې او موثرې تعليمي موسسې د ايران له خوا په پښوو ودرول شوې , چي كه څوك وغواړي اوكه نه په اوږده مهال كي به د افغانستان ټولنيز جوړښت ضرور زيامن كاندي , آيا دا پوښتنه پځای نده چي د ا دومره لويه پانگه له دغو شخصيتونو سره له كومه شوه ؟ , آيا دومره لويه سرمايه چى د افغانستان له پوره دولت څخه ډيره موثره او خدمتگاره وي په نا چاپه ډول راپيدا كيدل د گويږنې وړ نده ؟
دا یو مسلم حقیقت دی چې د لویدیځ په ملاتړ ایران اوس په سیمه کې په یوه سیمه ایز قوت باندې بدل شوی دی ، او غواړي د اسلامي نړۍ هیوادونه د لویدیځ د ګټو لپاره د مذهب او قومیت په اساس تر ګواښ لاندې ونیسي ، څرنګه چې په ټولو اسلامي هیوادونو کې شیعه اقلیتونه اوسیږي اوپکې شتون لري ، نو ایران د دغه اقلیتونو څخه د دفاع په پلمه غواړي خپل ناوړه اهدافو ته ځان ورسوي ، د مذهب او قومیت د اعتبار په بنسټ ئې په عراق ، افغانستان ،یمن ، لبنان ، بحرین او داسې نورو هیوادونو کې په ښکاره ډول لاسوهنې پیل کړې دي ، او غواړي د دغو هیوادونو امنیت تهدید کړي ، څرنګه ئې چې په بحرین کې د ملي پاڅون په نامه شیعه ګان د حکومت په ضد را وپارول ، او بیا ئې د قومیت او مذهب په نامه ورنه دفاع ته ورودانګل .
خو کیدای شي چې په دغه نوی عصر کې دا زړه او ورسته فلسفه چې د زړو امپراتوریو پر مهال د منلو وړ وه اوس د منلو وړ نه وي ، هغه امپراتورۍ چې د خپلواکو ملتونو د پاڅونونو له کبله ئې سقوط وکړ ، او دا ټول تاریخي او قومي اعتبارونه او فلسفې چې هغه مهال ئې په سیاسي تحولاتو کې اغیزه درلوده اوس خپله اغیزه له لاسه ورکړې وي . ایران غواړي د خپل سیاسي او سیمه ایز نفوذ لپاره عرب او د نورو هیوادونو شیعه اقلیتونه استعمال کړي ، د دغو اقلیتونو څخه د دفاع په نامه په ګڼ شمیر اسلامي هیوادونو کې د فتنې اور بل کړي ، او د دغو هیوادنو امنیت اخلال کړي . خو په حقیقت کې دغه شیعه اقلیتونه وړاندې لدې چې د ایران مصلحتونه وګټي ، دوی باید خپلو هیوادونو ته متعهد وي ، ځکه چې د مذهب او قوم په اساس چا ته حق نه دی ورکړشوی ،چې له اقلیتونو څخه دفاع وکړي ، او که چیرې داسې وي ، نو بیا په ایران کې ګڼ شمیر اقلیتونه شته دي چې دقوم او مذهب په نامه باید ترې نور هیوادونه دفاع وکړي ، او کوم اقلیتونه چې په ایران کې اوسږی تر بل هر هیواد څخه د خپلو مذهبي ، سیاسي او اقتصادي حقوق څخه محروم دي ، په ټول تهران کې د سنیانو لپاره یو ځانګړی جومت د عبادت لپاره نه شته ، او همداسې بلوڅان ، ترکان اونور قومونه هم په ایران کې په ډیر بد حالت کې ژوند کوي .
د تاریخ په اوږدو کې هغه هیوادونه چې د قوم او نژاد په اساس ئې د اقلیتونو څخه دفاع کړې ده د شکست سره مخ شوي دي ، څرنګه چې د تاریخ په یوه پړاو کې په جنوبي افریقا کې د سپین پوستیو اقلیت څخه د دفاع لپاره لویدیځ مداخله وکړه او بلآخره د شکست سره مخ شو ، ځکه چې د عنصریت په اساس د چا څخه ملاتړ هیڅکله بریا نه ده موندلې .