کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په مزارکی دملل متحدداداری دکارکوونکووژنه یوه دسیسه وه؟

په مزارکی دملل متحدداداری دکارکوونکووژنه یوه دسیسه وه؟

دخبری رسنیوپه حواله  تیرکال دامریکی دمتحده ایالاتودفلوریدادکلیسایوکشیشTerry Jones پریکړه وکړه چی دقران مجید (۲۰۰) ټوکه دسپټمبرپه (۱۱) مه نیټه وسوځی. ولی دامریکی دفوځیانو، سیاستوالولخواترکلکی نیوکی لاندی راغی اوپه زغرده ورته جوته شوه چی دا کړنه به دمسلمانانوغوصه ډیره راوپاروی. ددغوغوښتنوپربنسټ تیری په لنډمهاله موده کی دقران مجیددسوځولوڅخه ډه ډه وکړه. ولی په ښکاره یی وویل چی ددی کړنی ځنډیدل په دی مانانه ده چی زه به داکړنه ونکړم. زه په دی اړوندسوچ کوم. 
دروان کال دمارچ په (۲۰) نیټه نوموړی کشیش دغه ناوړه اوتحریک کوونکی کړنه ترسره کړه. دنوموړی داکړنه دنړی دټولومسلمانانولخواوغندل شوه اوهم دامریکی دسیاسی مشرانو له خواداکړنه نه یوازی داسلام مقدس دین ته سپکاوی وګڼل شوبلکه دنړی نوروادیانوته هم سپکاوی بلل شوی دی. ددی ناوړه پیښی په مقابل کی افغانانوهم کلک غبرګون وښودی. کورنی اوبهرنی مشران په دی باورولری چی افغانستان یومسلمان ملت دی اوولس یی داحق لری چی دامریکی دکشیش دغه ناوړه عمل یی غندلی وای ولی پیښ شوی خشونت په هیڅ ډول نه شی توجیه کیدلای. غواړم دداسی کړنوتاریخی پس منظرته لږڅه پاملرنه وکړم:
زماچی رایادیږی دلومړی ځل لپاره چی ډیردخلکوخولی ته ولویدی، احمد سلمان رشدی دانګلستان تبعه ووچی دلومړی ځل لپاره یی په (۱۹۸۸زکال) کی دحضرت محمد(ص) په هکله ناوړه اوددرناوی څخه تشه لیکنه وکړه. چی په هغه وخت کی دنړی مسلمانانوکلک غبرګون وښودی اودلاریونونوپه درشل کی یوشمیربی ګناه مسلمانان ووژل شوه. په عینی وخت کی دایران مذهبی مشرایت الله خمینی دسلمان رشدی دوژلوفتواورکړه. چی نوموړی دهغی نیټی څخه تراوسه دپولسیولخواساتل کیږی اودازادګرځیدلوراګرځیدلوڅخه بی برخی دی. تردی نه وروسته په نوروهیوادونوکی په لږیاډیره پیمانه ورته کړنی وشوی. ولی په (۲۰۰۵) زکال کی یوډنمارکی Kurt Vestergaard چی اوس (۷۵) کاله عمرلری (۱۲) رسمونه چی داسلام پيغمبرچضرت محمد(ص)ته یی سپکاوی کړی وه، خپاره کړه. دی ناوړه عمل بیادمسلمانانوغوصه راوپارول. په اسلامی نړی کی سوله ایزه لاریونونه، د قهر اوغوصی نه ډک لاریونونه هم وشوه. په دی لاریونونوکی په یوشمیراسلامی هیوادونوکی د ډنمارک بیرق ته اورواچول شواودډنمارک سیاسی نماینده ګیوته هم تاوانونه واوښتل. په    ډنمارک کی داسلامی هیوادونوسیاسی نماینده ګیورنګارنګ عکس العملونه وښودل ولی د دوی دغوعکس العملوکومه ځانګړی ګټه ونکړه. په بدل کی نوروغربی هیوادونودملاتړپه څیردمسلمانانودخشونت په وخت کی بیابیاپه ګډه نوموړی رسمونه خپاره کړه. زماپه اندیی وروسته دماشومانودکسات اخیستلوبڼه واخیسته. دډنمارک دوخت صدراعظم چی اوس دناټو مشرAnders Fogh Rasmussen دی، اړایستل شوچی دنړی دمسلمانانوڅخه بخښنه وغواړی اوددی کړنی سزااړوندنفرته ورکړی. ولی نوموړی په زغرده هیڅکله بخښنه ونه غوښتل په څرګندیی وویل چی دډنمارکی قوانینوپربنسټ هغه نفرته څوک سزانه شی ورکولای. دغه سیاسی ستونزه تراوسه هم په بشپړډول نه وه حل شوی چی دادی بله ډیره ناوړه کړنه پیښه شوه. دمخه تر دی چی پرنوی موضوع څه ولیکم غواړم دپورته تیرشوو مسایلوپه اړوندځنی مهم ټکی روښانه کړم:
په اوسنی نړی کی تریومیلیاردزیات مسلمانان شته اوداسلام مقدس دین دنړی دهغوادیانوڅخه دی چی ډیرزیات پیروان لری. بی له شکه موږپه زرهاواسلامی عالمان لرو. ډیرهیوادونه لروچی مشران یی هم مسلمانان دی. اوپه ځانګړی ډول دسعودی عربستان شاهی کورنی ځانته دخادم حرمین وشریفین لقب ځانګړی کړی دی. که وګوروپه لسهاونړیوالی اسلامی جرګی په لنډمهاله اویادایمی ډول شتون لری. زماسره داسی پوښتنه راپیداکیږی چی دداډول مهمومسلوپه وخت کی داسلامی مشرانو، عالمانواوجرګودنده څه ده؟ 
زماپه اندبایدپه دغه ډول حساسوشیبوکی داسلامی نړی دریځ دلمرپه څیرروښانه وای له یوی لوری به په اعتراضونوکی دبیګناه انسانانودوژنی مخه نیول شوی وای اودبل لوری به د داسی کړونوځواب په درست ډول شوای وای. داسلامی مشرانوبی تفاوته برخورد ددی باعث ګرځیدلی دی چی هغه څه چی په لوړه سطحه اعتراض کیږی هیچایی کوم ددرناوی ځواب نه دی ورکړی، ستونزی دپخواپه شان ادامه لری. په دفاع کی بی وسه انسانان وژل کیږی او هم داسلام مقدس دین دجګړی، خشونت اوقهرنه ډک مذهب نړیوالوته ورپیژندل کیږی. دهری پیښی په مقابل کی بایدهغه څه وغوښتل شی چی لاسته راوړنه یی ممکنه وی. که سړی دچاسره جګړه پیل کوی بایدخپل زوراوتوان ترډیری کچی ورارزوی. بی ځایه غوښتنه اویاترخپل زوراوتوان زیاته غوښتنه نه داچی څه لاسته نه راځی بلکه عزت ته سپکاوی بلل کیدای شی. که مسلمانان نشی کولای چی دداسی کړونومخه ونیسی په ښکاره بایدعلماء پریکړه وکړی چی دبی باکوملحدونوپرخبروهیڅ غوږمه نیسی اویابل هرپریکړه چی لازمه ګڼل کیږی په څرګنده ډول ټولومسلمانانوته اعلان شی.


اوس راګرځم روانی  کشالی ته چی دامریکی دفلوریداپه ایالت  کی قران مجیدسوځول شوی دی. په افغانستان  کی ددی ناوړه پیښی په مقابل کی ډیره دردوونکی پیښه چی دافغانستان ونړیوال حیثیت ته یی سخته صدمه ورسول داپریل دمیاشتی په لومړی نیټه پیښه شوه. دمزار په ښارکی دلاریونونوپه نتیجه کی دملل متحدداداری(۸) کارکوونکی ووژل شوه اودفترونه یی چور شوه. دملل متحدوژل شوی کارکوونکی درومانیا، سویډن، مالیزیااوپنځه تنه دنیپال اتباع وه چی بیله کومی ګناه چی ډیری یی دیوفقیرهیواداتباع وه، ووژل شوه. اوددی په تعقیب دهیواد په نوروولایتونوکی ورته پیښی رامنځته شوی چی په دی ډله کی په کندهارکی ډیرانسانان ژوبل شوه ځینی یی مړه اوزیات شمیریی سخت ټپیان شوه.
داموضوع هم څوبرخی لری چی غواړم په بیله توګه یی هره برخه وڅیړم:
ـ دنړیوالوقوانینوپربنسټ دبهرنیوهیوادونوډیپلوماټان داړوندهیواددبهرنیوچارودوزارت بیله خبرتیا دهرډول سزاڅخه معاف ګڼل شویدی. دملل متحدکارکوونکی په بشپړډول دداسی کړونوسره تړاونه لری، که امریکایی، انګریزی ، نیپالی اویادبل هرهیوادداتباعوڅخه وی. نن می دافغان جرمن په ویبپاڼه کی دښاغلی دوکتوراحمدفردین ثمین اړونده لیکنه ولوستل. دلیکنی په یوه برخه کی ولولی:« داکترزحیلی نویسنده معروف وشهیرجهان عرب می فرماید: جنګ باملل غیری مسلمان که بامسلمانان دشمنی نداردودراموردینی شان مداخله نمی کند، روا نیست ونبایدروابط مسالمت امیزباانان قطع ګردد….» په یوه بله برخه کی ولولی: « مظاهره کننده ګان مزارشریف درمقابل شهیدشدن ۸۵۰ جلدقران کریم درولایت لغمان خاموش بودند وتاکنون دراین موردخاموش هستندوخاموش خواهدبود.»
دملل متحددکارکوونکووژنه چی دنړیوالوقوانینواواسلامی قوانیوسره په ښکاره تضادکی ده نوولی بیاهم داسلام په نامه افغانان ونړیوالوته دیووحشی قوم په توګه معرفی کیږی. ددی تر شادچا لاسونه پټ دی اوکه موږپه خپل ګټه اونقصان نه پوهیږو؟
ـ په داسی ترینګلوحالاتوکی زموږدعلماواومشرانودنده دملت اوولس په مقابل کی څه ده؟ داچی دنړی اسلامی هیوادونه دداسی کړونوپه مقابل کی روښانه دریځ نلری نوداپه دی مانا نه ده چی افغانان اوددوی علماء ددی توان نلری چی خپل ولس وهغه لری ته رهنمایی کړی چی دخدای اوولس خوښی په کښی حاصلیږی. ولی دااصلی دنده زموږدینی علماء یانه تر سره کوی اویاداچی دوی هم ددښمن ښکاردی.
ـ دهیواددسیاسی مشرانواوپه ځانګړی ډول دولسمشردنده په داسی کړکیچنوحالاتوکی څه ده؟ زه ګومان کوم چی ولسمشرهغه څه بایدخپل ولس ته ووایی چی افغانستان یی ترعهده وتلای شی نه داچی په غټوخبروولس نورهم تحریک کړی. ستاسوپاملرنه دتیری شپی دوزیرانود شورااودولسمشردخبروڅومهموټکوته راګرځوم. دامریکی سفیر، دفوځی قواومشراود ناټو ملکی مشرهم دوزیرانوپه غونډه کی ګډون درلودی.، ولسمشرددوی څخه وغوښتل چی دامریکاولسمشر، دسنا مجلس دی دنړی دمسلمانانوڅخه بخښنه وغواړی اونوموړی کشیش ته بایدسزاورکړی. 
دولسمشرددی ویناڅخه دوه مطلبه څرګندیږی:
ـ یابه داسی وی چی ولسمشردلویدیزوهیوادونودقوانینوڅخه خبرتیانلری، نوځکه داسی غوښتنه کوی چی اجرأ یی ممکنه نه ده په دی ماناچی کشیش ته دقانون له مخی څوک سزا نه شی ورکولای.
ـ که ولسمشرخبرتیالری نوپه دغه ویناغواړی دولس په سترګوکی خاوری وپاشی اوځان ډیرپیاوړی دولس په مخ کی معرفی کړی. 
پورته دواړه حالتونه دیوولسمشرلپاره ګناه ده ولی زه باورلرم چی ولسمشردلویدیزی نړی په قوانینوبشپړخبردی.
دوزیرانوشورادغونډی په خبرکی راغلی دی چی حامدکرزی دوم ولسمشرووچی داعمل یی وغانده. 
ددی عمل غندل اودولس په سترګوکی خاوری پاشل دبی ځایوغوښتنوپه واسطه نه داچی موږ ته په نړی کی لوړحیثیت نه راکوی بلکه خپله ولسمشرولس هڅوی چی داډول عملونه وکړی. په پیل کی ولسمشرته په کاروه چی ددغه ناوړه عمل په کولوسره یی خپل ملت صبر اوزغم ته رابللی وای اودیوکشیش په عمل باندی بایدزموږبچی دمرګ کندی ته ټیل وهل شوی نه وای. 
داسی کړونوته جرمی بڼه ورکول یوازی دجلالتماب حامدکرزی په واک نه ده، که داکړنه هم وشی دټولواسلامی هیوادوکلکه غوښتنه دملل متحددادری څخه چی په نړی کی مذاهبوته په سپکه سترګه کتل جرم وګڼی، لږامکان دی. داهم په سوله اودوامداره خبرواوداسلامی نړی دیووالی په نتیجه کی شونی دی که نه دکلونولپاره به دغه اش اودغه کاسه وی.
– دمزاراوکندهارپه ولایت کی چی دخشونت پیښی رامنځته شوی پایله یی بایدعکس العمل ولری. که دمزارولایت راوسپړوله یوه لوری خوامنیته حالت ډیرښه دی اودبل لوری د بهرنیوفوځونوبرسیره دملی امنیت، ملی اردواوملی پولیسولویه شمیره شتون لری چی دداسی پيښودمخنیوی لپاره دپرسونل دکمبودستونزه نشته. دمزارلوړپوړی ملکی اوامنیتی چارواکی خبروه چی لاریون دڅه لپاره دی اوبایددخپل خلکودغوصی اوقهرکچه یی ارزولی وای. د امنیتی پلان په سرکی بایددبهرنیوموسساتواوپه ځانګړی ډول دملل متحدداداری دکارکوونکو امنیت ته جدی پاملرنه شوی وای. داداسی یوحالت نه دی چی دفوځ کمی ولری. زماپه اندیا به په دی معامله کی قصدی تحریک کوونکی موخی وی، که دانه وی نوپه لوړه کچی دټنبلی اودغلطی اداری نتیجه ده. دکورنیوچارودوزیراودملی امنیت دریس په ډول چی دکاره ګوښه شوه. په مزارکی هم بایددلوړوچارواکوسره برسیره پردی چی ورته چلندبایدوشی، دمحکمی میزته هم بایدراکش شی.
دکندهارولایت هم دغه ډول درواخله. ترټولولابده داده چی والی صاحب یی منی چی سرتیروپرخپل سرپرخلکوډزی کړی دی. زه نه پوهیږم چی ددغوچارواکوورځنی دنده څه ده چی په یوه لاریون کی په لسهاوخلک ژوبل کیږی. ولسمشربایددواقعیتونوڅخه سترګی پټی نه کړی اودعبرت لپاره چارواکوته سزاورکړی پای