د کندهار ولايت پر ٤٠٤ نمبر ميوند زون باندي بريد چي شاوخوا څلور ساعته يې دوام وکړ د امنيتي چارواکو په وينا چي شپږ تنه حکومتي چارواکي مړه او دوولس نور ژوپل سول . د ٤٠٤ نمبر ميوند زون د قوماندانۍ وياند محمد هاشم زيرک وايي چي د يوولسو بجو په شاوخوا کي يو امبولانس موټر سيمي ته د مړو او ژوبلو کسانو په موخه روان و چي امنيتي ځواکونو ودروى او په دې وخت کي نوموړي خپل موټر ته چاودنه ورکړه چي په پايله کي يې دوه تنه د ملي امنيت ساتونکي مړه ، دوه تنه د ملي امنيت کارکوونکي ژوبل ، دوه تنه بهرنيان ژوبل او دوه تنه نور کورني سرتيري ژوبل سوي دي . او همدا ډول ١٢ تنه نور ژوبل سوي دي . خو د روغتون مسئولين وايي چي دوى ته يې د ياد بريد څخه د يوه مړي سربېره څوارلس تنه نور ژوبل ور وړي دي . خو بل اړخ ته وسله وال طالبان په ياد بريد کي د ٣٨ کورنيو او بهرنيو سرتيرو ته د مرګ ژوبلي د ادعا تر څنګ د يو شمېر مالي زيانو د اوښتو خبره هم کوي .