کور / تازه خبرونه / لومړني معلومات ښيي چي په بريد کي ٢٠ تنو مرګ ژوبله اوښتې

لومړني معلومات ښيي چي په بريد کي ٢٠ تنو مرګ ژوبله اوښتې

په کندهار کي د پوليسو پر يوه مرکز باندي د نهو بجو څخه د را پيل سوي بريد په پايله کي شاوخوا شلو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې . پر ياد مرکز د يوه ټونس ډوله موټر په وسيله د بريد وروسته وسله واله نښته وسوه چي تر څلور ساعتو تر پوره کېدو وروسته لا هم دوام لري . د دې ولايت د والي وياند وايي چي درې بريد کوونکي وژل سوي او يو لا هم په جګړه بوخت دئ . نوموړى وايي چي دې مرکز ته مخامخ د نوي جوړي سوي ودانۍ څخه د پوليسو پر مرکز بريد وسو . د نوموړي په وينا چي تر اوسه درې چاودني هم سوي دي چي کېداى سي د ځانوژونکو د واسکټو څخه وي .خپله د ٤٠٤ نمبر ميوند زون وياند وايي چي د يوولسو بجو په شاوخوا کي يو امبولانس موټر د مړو او ژوبلو وړلو په پلمه روان و چي د پوليسو د لوري د درېدو ږغ پر وسو چي نوموړي سمدلاسه خپل موټر ته چاودنه ورکړه چي په پايله کي يې دوه د ملي امنيت ساتونکي مړه ، دوه د ملي امنيت ساتونکي او دوه بهرنيان ژوبل سول .