کور / تازه خبرونه / د ناټو استازى : د ولايتي بيا رغوني ټيم د حکومتدارۍ مخه نه نیسی

د ناټو استازى : د ولايتي بيا رغوني ټيم د حکومتدارۍ مخه نه نیسی

په افغانستان کي د ناټو ملکي استازي د کرزي هغه ادعا رد کړه چي ګواګي په دې هيواد کي د ولايتي بيا رغوني ټيمونه د افغان حکومتدارۍ د پياوړتيا مخه نيسي . نوموړي وويل چي په افغانستان کي د دې ټيمو سته والى ګټور دئ ځکه چي هغه په دې هېواد کي ښې موخي لري او د هغو پر بنسټ خپل فعاليتونه کوي . د نوموړي په وينا چي دا ټيمونه د ښوونځيو ، کلينيکونو په جوړه ولو او مځکو په خړوبولو کي کار کوي .
نوموړى دا څرګندوي په داسي وخت کي کوي چي افغان ولسمشر د ولايتي بيا رغوني د ټيمو د فعاليتو پر بندېدو ټينګار کوي . او ايي چي دا ډلي په ولايتو کي د سيميزي حکومتدارۍ د پياوړتيا مخه نيسي .