کور / تازه خبرونه / جوزجان : د عامه نظم د پوليسو يو قوماندان وژل سوى

جوزجان : د عامه نظم د پوليسو يو قوماندان وژل سوى

د جوزجان ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په مرکز کي د عامه نظم د پوليسو يو قوماندان وژل سوى . د دې ولايت د امنيت آمر محمد ابراهيم رسنيو ته د ياد قوماندان وژل تائيدکړل او وايي چي ياد قوماندان چي خال يار نومېده تېره شپه ماښام مهال د ناپېژاندو وسله والو د لوري ووژل سو.