کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د پكتيا پريس كلب (موږ بايد نور د خپلو جذبو اختيار ولرو)

د پكتيا پريس كلب (موږ بايد نور د خپلو جذبو اختيار ولرو)

د پكتيا پريس كلب غبرګون


په كندهار كې د امريكايې پادري په ضد د شويو لاريونو په ترڅ كې د پژواك د خبريال بشير احمد نادم د دې اژانسويډيو خبريال صديق الله، د الجزيرې انګلسي خبريال سميع غيرتمل او د اسيوشيټد پرېس فوټوګرافر علاوالدين وهل د پكتيا پريس كلب ټول غړي غندي.


لكه څرنګه چې زموږ په هيواد كې ډېر وخت داسې لاريونونه شوي چې پېښه په غرب كې شوې وي او په وړاندې د غبرګون لاريونونه يې په افغانستان كې عوام زيانمنوي، ښكاره بېلګه يې همدا د كندهار د لاريونو وركولاى شو چې قرانكريم په لويديځ كې د عيسايې كليسا د كشيش تري جونز له خوا سوزول شوى او په غبرګون كې يې د كندهار ښار لوټل كېږي.


كه څه هم د پادري په ضد غبرګون ښوودل د ټولو مسلمانانو حق دى چې د خپل سپيڅلي كتاب په ننګه يو څه وكړي خو تر څنګ يې دې ته هم بايد پام وشي چې د غريب ؤلس شتمنۍ خو د پادري د لمبو خوراك نه شي.


 زموږ د شعوري سطحې د ټيټوالي له امله زموږ حق غوښتونكي هم په دې نه پوهېږي چې ژورناليستان هم مسلمانان دي او په قرانكريم يې زړه سوزي.
په دې مسله چې قرانكريم په غرب كې سوزول كېږي او په اسلامي جذبه كې افغان خبريال ډبول كېږي، يوازې مايوسي نه ده په كار، بلكې په دې برخه كې عوامو ته داسې فكر وركول ضروري دي، كه چېرته د پادري په ضد شويو لاريونونو كې د افغانستان ټول ؤلس هم تباه شي نو پادري به پرې خبر هم نه شي او كه خبر هم شي نو د دې په ځاى چې خپه شي او يا ورته كوم زيان ورسېږي، څو چنده به پرې خوشاله كېږي.
موږ بايد نور د خپلو جذبو اختيار ولرو، او د دې په ځاى چې د اسلامي مقدساتو ننګه مو كړې خداى مه كه د كفر له لا ځواكمنۍ سره مو مرسته كړې وي، د ټولنې د يو فرد په توګه كه يو نظر وړاندې كوو او وايو چې (( موږ كه د پادري نه غچ اخلو نو بايد په سر كې سره يو شؤ)) او كه داسې ونه شي نو دا سورۍ بيړۍ مو لا پسې د غرقېدا په ګردابونو كې راښكېلېږي.
زموږ عوام ښآيې اوس هم په دې ووياړي چې ژورناليستان يې ډبولي، د كندهار ښار يې د ورانۍ بلا ته ورښوودلى او د افغانانو په كورونو كې يې د غم اورونه بل كړي دي، خو په دې به نه وي خبر چې دا يې هم د صليبي جګړې له مخالفې غاړې سره مرسته كړې.


موږ بايد په دې مايوسه نه شؤ چې ژورناليستان ناحقه وډبول شول، كندهار وران شؤ او يوه ټولنيزه فاجعه رامنځ ته شوه خو بايد هڅه وشي چې له دې سره سره سبا مو هم په مخ كې ده او سبا مو هم د يو داسې ناروين انتظار كوي او ماضي مو هم داسې وه كه پېړۍ پېړۍ هم داسې تېرېږي نو د مثبت بدلون ننداره به ونه كړو، نو په كار ده چې موږ د خپل عام ؤلس شعوري كچه هومره خو لوړه كړو، چې اقلا د غرب انتقام خو په افغانستان كې له مسلمانانو نه وانه خيستل شي.


موږ كه د پادري په وړاندې خپل نهايې غبرګون ښيو نو جهاد مو ديني حكم دى او له دې لارې بايد موږ خپل حقونه خپل كړو، خو شرائط او اصول بايد هېر نه شي، زموږ جهاد بايد له هغه چا سره وشي كوم چې قرانكريم ته په سپك نظر ګوري،  نه د هغه چا سره چې مسلمانان دي او قران لولي، د قران په تقدس سر وركوي.
په پاى كې بايد دومره ووايو چې د لاريونونو كلتور هم بايد هيوادوالو ته وروښودل شي او دا هم بايد وروښودل شي چې افغانان او افغان ژورناليستان نه د شر خوښي پادري دوستان دي او نه پلويان .