کور / سياسي / د قرآن پاک سوځل،دنيويارک مسجد او افغان مظاهرې=پلان سوې توطيه

د قرآن پاک سوځل،دنيويارک مسجد او افغان مظاهرې=پلان سوې توطيه

kandahar@T-online.de
Facebook : Shir Khan Yahya
Skype : Yatimak


په ټوله نړۍ افغانستان یوازنی هیواد دئ چي د یوه امریکايي کشیش له خوا مسلمانانواو بشریت ته د سپکاوي او د قران عظیم شان د سوځولو په خلاف ستری مظاهرې وکړې ، دغه غیر انساني کار په رشتیا هم ددغه کشیش د مذهبي بنسټپالی نتیجه وه او که د هغه شاته نور لاسونه دي ؟ او که ئې شاته نور څوک دي نو د هغو موخي څه دي ؟
 
نن او پروند د کندهار په ښار او ځنینو ولسوالیو کي په زرګونو خلک د عیسوي بنسټپال کشیش تړي جونز له خوا د قران عظیم شان د یوې نسخې د سوځیدو او اسلام او انسانیت ته د سپکاوي پر ضد مظاهرې وکړې او ځکه چي تنظیم کوونکي ئې د مظاهرو په اداره نه پوهېدل نو له بده مرغه  دغه مظاهرې ، د دین او هیواد د دښمنانو له خوا د خپلو شومو موخو په ګټه استعمال سوې .د شهیدانو او زخمیانو کره شمیر تر اوسه نه دی ځرګند .
تړي جونز ، پروسږکال د سپټمبر د میاشتي پر ۸ مه امریکائي رسنیو ته وویل چي دی د نیویارک په ښار کي « ګرونډ زیرو » ته نږدې ، تقریبآ په ۴۰۰ متری کي ، د یوه مسجد د جوړېدو مخالف دئ او خپل مخالفت به د قران شریف د یوه ټوک په سوځلو څرګند کړي .
د نوموړي دغه نیت نه یوازي په اسلامي نړۍ ، بلکه پخپله امریکا کي هم د خلګو او هم حتا د عیسوي کلیساګانو د مخالفت سبب و ګرځید او د ډیرو مظاهرو او اختلافانو سبب وکرځید . ځینو کلیساکانو خو لا خپلو مراجعینو ته د قران شریف طلاوت  هم پیل کړ . ددغه  ګشیش لور هم له هغو کسانو له ډلي وه چي له دې عمل سره ئې مخالفت کاوه دې وویل چي ددې پلار لیونی سوی دئ !
دا خو ددې روپی یوه خوا وه ، بله خوا ئې هغه دوه وروڼه دي چي پر اسلام داسي مین وه چي ۱۰۰ میلیونه ډالره ئې په ګروانډ زیرو کي پر یوه مسجد لګول . دا وروڼه څوک دي ؟
 د نیویارک د املاکو د یوه دفتر مالک ، ډونالډ ترومپ و رسنیو ته وویل چي دی ، دغه ټوټه مځکه چي مسجد پر پلان سویدی د هغه له مالکه رانیسي . دده دغه څرکندوني دا کیسه نوره هم پسي توده کړه . خو دده خبره ددغي ټوټی مځکي د مالک له خوا ، چي د په اصل کي د مصر او هیشام الزنتاني نومیږي رد سوه . او و ئې ویل چي دی یانی الزنتاني په خپل مصرف او د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په لګښت دا مسجد او د هغه سره یو ځای یو اسلامي مرکز جوړوي .
د نیویارک ځینو ورځپانو پښې پسي را لڅي او څېړني ئې پیل کړې . دد غو پلټونو په ترځ کي دا څرکنده سوه چي ددې ټوټې مځکي مالګ الزنتاني نه بلکه ۵۵۲ براډوې نیویارک  کي د سوهو پراپرټیز په نامه د املاکو یو دفتر دئ .د املاکو ددغه دفتر بنسټ د یوه مصري له خوا په ۲۰۰۳ کال ایښوول سوی دی چي شریف الګمال نومیږي . ددې دفتر مسولین درې تنه مصریان دي : شریف الګمال دده ورور سمیر الګمال او نور موسا چي د مصر د پخواني خارجه وزیر او د عربو د ټولني د اوسني مشر وراره دئ .
د ۲۰۰۹ کال د سپټمبر په میاشت کي د نیویارک په رسنیو کي دا خبر خپور سو چي سوهو پراپرټیز د نیویارک په ښار کي یو دوه منزله تعمیر چي ټوله ساحه ئې ۱۰۰۰۰ مربع متره کیږي په ۴۵،۷ میلیونه ډالره رانیولی دئ .
سوهو پراپرټیز د همدغه کال د جولای په میاشت کي د نیویارک په پارک پلېس کي یو بل تعمیر په ۵ ،۵ ۴ ملیونه ډالره رانیاوه چي دوی له لویه سره پر هغه باندي یو تعمیر د کوردبا هاوس په نامه جوړاوه او اوس دغه تعمیر د ګرونډ زیرو د مسجد په نامه نومول سویدئ .او لکه پلان سوې چي ده دغه مسجد به په دیرلسو پوړو کي جوړ سي .
اوس دا پوښتنه دا پورته کیږي چي ددې دو مصري وروڼو دا دومره پیسې له کومه وې ؟ او چي پلټنه پسي وسوه نو څرکنده سوه چي دوی ماړه نه بلکه مفلس او لغړیان دي .


 د نیویارک د ځینو ورځپاڼو ، د یوې خصوصي څارکري ادارې ، د  ګروېږونو ځکه لاندي وه چي دوی د خپلو مشتریانو نقدي ضمانتونه په ګنډه کي وهلي وه ! او د مالیې د نه ورکولو او پورونو په وجه تر قانوني تعقیب لاندي وه . په ۱۹۹۴ کال ګي د نیویارک پولیسو شریف الګمال د مرده ګوی په تور و نیاوه چي ده هم  پرخپل جرم اقرار و کړ . په یوه بله محکمه کي شریف الکمال قاضي ته وویل چي : « ده هغه کرایه والا چي ده د کرائې پیسې ځني غوښتې په سوک نه دئ وهلی ، بلکه د هغه مخ دده د سوک او د دیوال تر منځ راغلی ! »


شریف پخوا په زرافینا رسټورانټ کي په ګارسونۍ بوخت وو او دده ورور سمیر الګمال په ټاو رسټورانټ کي همدغه وظیفه اجرا کول .شریف بیا وروسته په یوه بل رسټورانټ کي چي د باسګټبال د مشهور لوبغاړي ، مایګل جورډان په نامه نومول سوی وو ، د ګارسونۍ په چاره بوخت وو . او له هغه کاره ئې ځکه و شاړه چي زیات شراب ئې چښلي او غرق نشه وو .


که عیسوی په ظاهره لیونی سوي کشیش او یا دغه دوه د مسجد جوړونکی دي دوی دواړه د یوې ځالکۍ چیچیان دي چي شا ته ئې د امریکایانو او انکلېسیانو یوه پنځوس کلنه ستراتیژي د « تشنج د نیمي کړۍ » او د هغه اصلي طراح یاني برنهارد لویس دی . دا همهغه سړی دی چي د ۱۹۶۵ کال راهیسي ئې د علي یزدي سره یو ځای د « خمیني  پروژه » لومړی د اکسفورډ په پوهنتون کي او بیا د پرنس ټاون او جورج ټاون په پوهنتونو کي مخ ته وړل .د ایخوان المسلمین د سیاسي ایډیولوژي اوسنۍ څېره ده ورکړه او د طالبانو د حرکت اصلي طراح دئ او که ئې لنډه کړم نو په افغانستان کي د فتور د دیرش کلني دورې اصلي مسول او ددغو په اصلاح  ډیمکراټیکوانقلابونو و شا ته په ټوله اسلامي نړۍ کی همدغه سړی دئ . د « غټ منځني ختیځ » او یا « نوي منځني ختیځ » پلانونه هم دده دي . دغه سړی یوازي یوه ارزو لري او هغه داسلام تباهي ده . موږ به په یوه بله لیکنه کي پر هغه باندي مفصلي خبري وکړو. انشاالله .


د ټولو سپېڅلو شهیدانو پاکو ارواوو ته دعا کوم او کورنیو ته ئې د قادر متعال خدای څخه صبر غواړم .