کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / نړيوالو! د امريکايي کشيش عمل مو بې وخته وغنده

نړيوالو! د امريکايي کشيش عمل مو بې وخته وغنده

په افغانستان کې  د يوناما نړيوال سازمان د غړو وژل ټوله نړۍ ولړزوله.  کله چې د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې په زرګونو قهر جنو لاريون کوونکو د يوناما پر دفتر هجوم وروړ او په هغه ځای کې يې يو زيات شمېر بهرني اتباع ووژل نو سمدلاسه دغه عمل د نړۍ د لوړ رتبه مشرانو او چارواکو لخوا په سختو الفاظو وغندل شو.


له پېښې وروسته د امريکا ولسمشر دغه بريد په کلکه وغنده او په خپلو خبرو کې يې وويل، چې د قران سوځول د ټولو امريکايانو ايډيا نه وه


ور پسې د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون هم په خپله وينا کې وويل، چې د مزار پېښه اود يوناما د کارکوونکو وژنه په هېڅ صورت نشي توجېح کېدای.


دا او دې ته ورته ډيری نړيوالو مشرانو د پېښې په اړه خواشيني څرګنده کړه. دوی د يوناما د کارکوونکو د وژنې د غندلو تر څنګ د امريکايي کشش عمل هم يادوه او غنده يې.


 د مزار له پېښې يوه ورځ وروسته په کندهار کې هم ورته لاريون وشو، خو هلته بر عکس قهرجنو مظاهره چيانو ډيری پر عامه تاسيساتو هجوم ور وړ او په لسګونه هيوادوال مړه او ټپيان شول.


همدا ډول په جوزجان، باميان، ننګرهار او ځينو نورو ولايتونو کې هم سوله ييز لاريونونه وشول.


پوښتنه دلته پيدا کېږي، چې نړيوالو مشرانو او په سر کې يې امريکا او اروپايي ټولنې ولې د امريکايي کشش د دې کار مخنيوی ونکړ؟


د دې پوښتنې په ځواب کې دومره ويلی شو، چې يا خو نړيوالو د دومره شديد عکس العمل تمه نه درلوده او يا خو په دغه پېښه کې نېغ په نېغه لاس لري.


له دې وړاندې څو څو ځله غربي رسنيو د اسلام پر ضد تخريبي فعاليتونه کړي دي، خو دا لومړی ځل دی، چې پکې نړيوالو اتباعو ته په دومره کچه مرګ ژوبله اوړي. يو ځل د ډنمارک د يوې ورځپاڼې په غبرګون کې چې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد(ص) ته يې سپکاوی کړی ود نړی په بيلابيلو اسلامي هيوادونو کې خلکو په لاريونونو لاس پوری کړی و، خو په هغه کې دومره د پام وړ شخړې نه وې رامنځ ته شوې.


خو دا ځل په يو داسې هيواد کې، چې کابو ۱۵۰  زره بهرني عسکر پکې مېشت دي دا ډول ستره پېښه رامنځ ته کېږي.


دا چې ولې په مزار شريف کې خلکو د يوناما پر دفتر بريد وکړ او هغه ته يې او ورته کړ، ممکن ډېر دليلونه ولري، خو زما په اند يو ستر دليل يې دا هم کيدی شي چې خلکو په دې ډول غوښتل له نړيوالو ځواکونو د خپل سريو تالاشايو،  بمباريو او د ملکي افغانانو د ناحقه وژلو کسات واخلي، نو ځکه يې په دې کار لاس پورې کړ.


د لاريون کونکو بل هدف ممکن دا وي، چې تمه يې درلوده، په دې ډول به په نړيوالو فشار راوړي ، چې په خپلو هيوادونو کې چاته اجازه ورنکړي، ترڅو اسلام ته سپکاوی وکړي.


له پورتنيو ټولو خبرو داسې نتيجه اخلو، چې که چېرې نړيوالې ټولنې او په سر کې امريکايي مقاماتو دا عمل په کله غندلی وی او د دې د مخنيوي لپاره يې جدي هلې ځلې کړې وای ، نو نن به يې بچيان د دين پروره افغانانو تر پښو لاندې نه مړه کېدل.