کور / راپور / په زابل کي د بادام ګل مشاعرې راپور

په زابل کي د بادام ګل مشاعرې راپور

د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې د بادام ګل دودیزه کلنۍ مشاعره ددې ولایت د میشتو ادبي کړیو په نوښت جوړه شوه چې پکې تر څلور سوه زیاتو شاعرانو لیکوالو او د ادب او فرهنګ مینه والو برخه اخیستې وه.



مشاعره د کلات د ښاروالۍ په تالار کې د جمعې ورځې د سهار په ۹ بجو د عظیم الشان قران د مبارکو ایتونو په تلاوت سره پيل شوه او ورپسې د زابل د ادبي کړیو په استازیتوب دواخان مینه پال راغلو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه.


له نوموړي وروسته د زابل مرستیال والي محمدجان رسولیار خبري وکړې او ویې ویل چې باید شاعران د خپل په قلم په وسیله په هیواد کې د پرمختګ او سولې د راوستلو لپاره هڅې وکړي.



هغه وویل چې دولت د ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي چې ورسره کلتوري پرمختګونه رامنځته کیږي او د ځوانانو تر منځ د یووالي لامل ګرځي.



د ویناوو له برخې وروسته د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د بادام ګل د مشاعرې په اړه را لیږل شوي پيغامونه ولوستل شوي او پدغو ټولو پیغامونو کې د مبارکۍ تر څنګ په راتلونکي کې هم د دا ډول غونډو د جوړیدلو غوښتنه شوې وه.


د پیغامونو له لوستلو وروسته مشاعره پیل شوه چې پکې لسګونو شاعرانو خپل شعرونه او غزلې ولوستې چې هر یو یې د ناستو کسانو له خوا په تودو چکچکو بدرګه کیده.


په مشاعره کې د زابل برسیره د کندهار، ارزګان، غزني، پکتیا، خوست ، لوګر، کابل او ننګرهار ولایتونو څخه هم لسګونو شاعرانو او لیکوالو ګډون کړی و.



له کندهار څخه د بینوا فرهنګي ټولنې مشر عبدالاحمد محمدیار پدې خوښي وښوده چې د دا ډول غونډو په وسیله د بیلابیلو ولایتونو ځوان شاعران پدې وتوانیدل چې یو بل وګوري.


نوموړي وویل چې په تیر تاریخ کې هم زابل په خپله غیږه کې د توري تر څنګ د قلم میړني هم روزلي او له اوسني نسل څخه هم همداسي هیله کیږي تر څو د پوهي او علم په برخه کې هم ځان د نورو سیال کړي.


دا درنه مشاعره د ماپښين پر درې بجې میلمنو شاعرانو ته د ډالیو په ورکړه او د غرمنۍ په خوړولو سره پای ته ورسیده.