منبع : نویس دویچلند
۱/۴/۲۰۱۱
اته کاله مخکي، يعني د ۲۰۰۳ ع کال د مارچ د نولسمي او يويشتمي تر منځ، د عراق سره جګړه شروع سوه . هانس کریسټف فن سپونک (Hans Christoph fan Aspvnk) په هغه وخت کي د ملګرو ملتو د سازمان د سرمنشي معاون وو؛ نوموړی بیا تر ۲۰۰۰ کال پوري په ملګرو ملتو کي و عراق ته د مرستي رسولود برنامې رياست په مخ بیاوه . هغه اوس د آلمان د مونسټر په پوهنتون کي پروفیسر دئ او د «نيژدې او منځني ختيځ په مرکز» کي کار کوي .
لاندي خبري د هغه څه لنډيز دئ چي نوموړي د کارین لویک فیلډ ( Karin Lvyk Fld)سره کړي او د « نويس ډويچلنډ» (Dvychlnd Forum) په ورځپاڼه کي خپرې سوي دي .
دملګرو ملتو د سازمان د امنيت شورا د لیبیا پر آسمان باندي پروازونه منعه کړل . دغه پرېکړه به ضرور ستاسو په ذهن کي څه خاطرې را ژوندی کړي وي، ځکه يو وخت د عراق په آسمان کي هم همدا شاني پروازونه ممنوع سول .
هوکې، په داسي حالاتو کي انسان د وحشته سره مخ سي . په دې خو اوس ټوله پوهيږي چي هماغسي چي د عراق سیاست د تائيد وړ نه وو نو په دې ډول يې د هغه هيواد د بې ثباته کولو د پاره د پروازو د ممنوعیت مسئله را مخته او د هغه څخه ناسم کار واخیستل سو .
تاسو د عراق شرایط يوه « هېره سوې افتضاح » ګڼلې ده . اصلاٌ په عراق کي دغه شاني افتضاح څه شي وه ؟
بس همدغه واقعیت چي يوويشت کاله د يوه ملته سره دغه شاني چلند وسي، دا پخپله يوه لویه افتضاح ده . اول د يوه ډيکټاټور لخوا، بیا د نړۍ والي ټولني د غبرګون په وجه، بیا د امنیت د شورا او د هغې په اصطلاح د « انساني برنامې» له بابته، چي په واقعیت کي غیر انساني وه، او دا په دې خاطر چي ټول ولس يې په ګونډو کړ . او بیا يې د ټولو نړۍ والو قوانینو په خلاف پر هغه هيواد باندي ور ودانګل چي پخپله يو انساني ضد عمل وو، او په پای کي د عراق وحشیانه اشغال . د عراق خلک دېته مجبوره سول د خپل هيواد د بربادۍ ناظر و اوسي او د هغه څه تماشا وکړي چي څه شاني د هغوی سیاسي، اجتماعي او اقتصادي نظام دړي وړي کيږي ، دغه ټوله لويه افتضاح وه . ددې نه علاوه لويي ډله ييزه رسنۍ يا ميډيا او د نړۍ عمومي افکارو هم يو دم عراق هېر کړ، خاصتاٌ اروپايي رسنيو د عراق په اړه يو ډول ستړيا او بې تفاوتي و ښودله .
په عراق کي د بحران د عواملو څخه يو هم د زده کړي مسئله ده . تاسو ته ولي دغه موضوع زیات اهمیت لري ؟
دا واقعاٌ يو غمنجن داستان دئ چي نتيجه به يې څو کاله بعد روښانه سي . هغه اوږده فاصله چي د با فرهنګه عراقیانو ترمنځ چي پخوا به يې په داخلي او بهرنيو مکتبو کي زده کړه کولې د هغو سره چي نن دمکتبوڅخه فارغیږي، دونه زیاته ده چي ویلای سم راتلونکی عراق به نور هغه بافرهنګه عراق نه وي .
د ۲۰۰۳ کال د يرغل نه وروسته نور کوم مسائل وو چي پر موجوده وو باندي اضافه سول .
د يرغل په دوران کي «د ملي امنیت نظم» خامخا ضعیفه سوی وو. د هيوادکوچنيان په عادي توګه نه ول لوی سوي او د زیاتو رواني فشارو لاندي راغلي ول، زیاتو يې د خوړو د کمبود سره مخه وه او د ډرامې و بعدي مرحلې ته نه وه آماده . بله ستونزه دا وه چي هغوی نسو کولای په منظمه توګه مکتب ته ولاړ سي، ځکه هيڅوک نه پوهېدل چي بل بم به چيري چوي . هغه مکتبونه او تعلمي مؤسسې چي نړېدلي وې بیا نسوې جوړي . ددې نه علاوه مکتبونه او پوهنتونونه پر قومي او مذهبي اړخو اوخواوو باندي ووېشل سول حال داچي داسي څه پخوا نه وه . تعلمي وضعه واقعاٌ زړه بوږونکې ده او نن د هغه اقتصادي تحریم د دوران نه لا بدتره حالت لري .
د ۲۰۰۳ کال راهيسي، د پوهنتون محصلين تر هدفمنده تهديد لاندي را غلل او ووژل سول . ان د۵۸۰ کسانو د قتل خبري کيږي . هغه کتاب چي د « Cultural Cleaning » يا فرهنګي تصفیې په نامه خپور سوی دئ ښيي چي د پوهنتون محصلین او نور کارپوهان په قصدي او پلان سوي توګه وژل سوي دي او په دې کار کي يو منظم پلان فعاله وو .
تاسو چي په عراق کي د ملګروملتو د بشري مرستو ناظم مامور واست او بیامو استعفا وکړه . په اقتصادي تحریمو باندي مواعتراض درلود او ګواښ مو کړی وو چي د ۲۰۰۳ کال یرغل د بین المللي حقوقو تر پښو لاندي کول وه. اوس چي اته کاله د هغه نېټې نه تيريږي، تاسوبیا هم د عراق او عراقیانو څخه ملاتړ کوی، که څه هم تاسو په دې پوهېږی چي په نړۍ وال سیاست کي به هومره انګازه پيدا نکړي ، خو ايا دغه څه نوميدي نه راپاروي .
اصلاٌ خو خبره پر عدالت باندي ده ، پر دې موضوع خبري ډيري کيږي خو د عمل درک يې نسته . مدام ویل کيږي چي و زده کړي ته لاس رسي د بشري حقوقو يو جز دئ خو په ډېر آساني سره تله ورباندي تيريږي او په دې توګه د خلکو يوه لويه برخه که په عراق کي وي که په افغانستان کي او یا د نړۍ په بل هر ځای کي چي د سیاسي وجهي نه اهمیت ولري مثلاٌ لکه افريقايي هيوادونه، د زده کړي نه محرومه دي، څوک ددې وضعي پر بدلون باندي سر نه خوږوي او اصرار هم نه ور باند ي کوي .
په لیبیا کي هم لکه عراق د مصالحې د پاره وړاندېزونه پراته وه ( د ونزویلا د هوګو چاویز او د افریقایی اتحاديې لخوا)، ولي د اروپا اتحاديې او امريکا هغه رد کړل .
نړۍ د بدلون په حال کي ده . اروپايان او امريکایانو تر اوسه د هغه و منلو ته نه دي حاضر سوې، د هغوی تصور دادئ چي د کارو اختیار د هغوی په لاس کي دئ او نه غواړي د هغوی په تصامیمو کي نور کسان دخالت وکړي، ځکه نو داشاني وړانديزونه ردوي .