کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د افغانستان یوشمیرستونزی دافغانانوپه بنیادی خصلتونوپوری اړه لری

د افغانستان یوشمیرستونزی دافغانانوپه بنیادی خصلتونوپوری اړه لری

زموږولس اوخلک داسی عادات او رسوم لری چه که په دقت سره هغه ته فکر وشی دا په خپله دهغوی د پیدایښت اوبنیادی خصا یلو یوه برخه ده چه هر افغان دری خصلتونه لری  .
 لمړۍ برخه: بنیوی  یعنی نه یی له بل نه کسب کړی وی اونه په میراث ورته پا تی وی خودۍ هغه عا دات خا مخا لری
کسبی هغه عادات او خویونه وی چه دیوه محیط نه دماحول نه اودده دتکامل اوار تقا په اوږدو کی یی زده کوی ارثی یعنی هغه عادات اورسوم چه دده په والدینو کی وی او ده ته انتقال شویوی او دجنیتک یا وراثت عادت وی .
دویمه برخه: هغه عادات اوخویونه چه دنورو ملکونو ولسونه یی نلری اودوی داد خپل ژوند او کلتوریوه برخه ګرځولی ده  لکه په نرمه او دلاسا ینه هر یوشۍ منی دبل مشکل په مفته په غاړه اخلی او هر نوع قربانی ته یی هم تیاروی خوکه همدا خبره ورته په سخته یا زور سره  وکړی نور که بیا سمه هم وی خرابوی یی.
ډیر ژرتقلید کوی  زمونږ دملک یو  پاچا  سید  بزرګ ته هم که دخارجی هیواد یو فورم ورکړی مخکی لدی چه هغه قبلیږی اوکه نه قبلیږی دده نوره ټوله کورنۍ له همغه سا عته لاس په عملی کیدو پوری کوی .
سرزوری او بی ځایه دانرژی مصرفول  خو ددوی په خاوروکی وجود لری که د منطق او دلایلو کتاب ورته ختم هم کړی بیا به هم دۍ خپله کوی .
میلمه پالنه ددوی دکلتور عنعنی  دوداودستور یوه برخه ده که د نادارۍ څخه مری هم مګر دمیلمه پا لنی څخه به تیر نشی.
جنګ اودښمنی  داددوی دبی منطقی هغه تحریک کونکۍ ضد ده چه په پیسو یی غواړی .
انتقام اخستل  کله یی چه وار برابر شی صرفه نه کوی او دانتقام نه اخستل پیغور ګڼی.
خود خواهی  لکه چه یوشاعر وایی  :  خود ستا یی پیشه یی شیطان بود      هرکه خودرا کم زند مردان بود .
مګر دوی دشیطانی په عا د ت با ند ی فخر هم کوی اوکه دی ورته وویل چه داښه کار ندۍ نور ددوی شیطان  نور هم مست یا فعا ل کړ .
کبر اوغرور افغا نان ډیرکبرجن دی په لږه قناعت نه کوی دغټی ګولی په فکرکی وی ځان دچا څخه کم هم نه ګڼی .
عدم رواداری حسد لری او دبل سره درواداری په  ډول خبری هم نه کوی او کله چه پوه شی چه دا زما په نسبت دیوی مسلی او یا هم یوه کار برلاسۍ دۍ اول هغه خرابوی اوبیا دبل په زور خپل کا ر تر سره کوی .
وحدت نه کول یونظر نه در لودل  دیوی رهبری نه در لودل  په ګرانه یعنی مشکله لاره تلل   هر ډول پرابلمونه یعنی ستونزی ایجا دول   دا ملک دا خلک دا وطن او دا هر یو شۍ بر با دول   دخپل ورور خبری ته اهمیت نه ورکول  ددی ټولو نا خوالو ایجا د اوفسا د کول  ددی علتونو هغه ترخه محصولات یا لاس ته راوړنی دی چه نن ورځ یی زموږ قوم زغمی    او دا کوشش هم کوی چه دا ګنا ه دنورو پر غاړه ور واچوی او بیا دا ووایی چه دا هغه وکړه .
که دا قوم له یوی خوا دا عا دتونه او خویونه لری له بلی خوا بی تعلیمی هم دۍ .
افرا طی بیماری دا قوم په افراطی بیما ری هم اخته دۍ یعنی هرکا رچه کوی په ډیرافراطی ډول سره یی کوی
اوس ګورو چه ددی خویونو او عا دتونو په درلودلو سره دوی د کومو اشتبا ها تو مرتکب شویدی .
اول کله چه دکا بل رژیم دنجیب په وجود کی ړنګیدو ته نږدی شو نور له مشره نیولی تر کشره پوری یو هم حا ضر نه شو چه هغه ته تن کیږدی اودا ملک دا خا وره او موجوده اردو  ( نظامي قوت) او نظا م له تباهی نه وژغوری  اونن ګورو چه خا د کا م  کی جی بی او ستم سره یو ځای دی .
کله چه کا بل کی واګی ربا نی  مسعود  اود ببرک کشمیری دتاریخ بد نا می ډ لی پریښو نو  پلاس کی    واخیستی ملی اردو منحله شوه چه دا خبره تر او سه پوری ګونګه پا ته دۍ ځکه چه ربا نی او مسعود په هغه وخت کی او تراوسه پوری وایی چه اردو  صبغت الله مجددی منحله کړه که دا حقیقت ولری اومجددی سکوت اختیاروی نوردا به دنوموړی لپاره لوی مسولیت او تاریخی بد نا می وی  ګرچه دچور خبره خو څرګنده دۍ اوله هغه څخه څوک سترګی نشی پټو لۍ چه هر څه دمسعود او  ربا نی  په اختیار کی وه اولږو ډیری شوکی نورو هم وکړی لکه وحدت او  دوستم چه له پخوا د ګلم جم  یا ګلم چور په نوم مشهور او همدایی شغل وه اصل مطلب دامردۍ چه چا داامر کړیدۍ .
کله چه د بن په غونډه کی دافغا نستان  په باب تصمیم نیول کیده هلته ډیر ی ستونزی موجودی وی مثال
۱- هغی ته داشتراک په خلاف تلاشونه شروغ شول
۲-مطلوب کسا ن وره نغلل  دملت نما یندګا ن  نه تر سترګو کیده انګک او بنګک دیو تعداد محدودو اشخا صو سره ورغلل .
۳- مسا یل دنورو په خوښه چه دامریکی داستخبا راتی شبکی یعنی  سی  ای  ای نظر تر ټولو مهم وه ځکه  هغو خپلو ګمارلو ته واګی پلاس کی ورکولی چه هغه کسا ن  دامریکی داستخبا راتی شبکی مشر دافغا نستا ن لپاره ( ګری شرون) چه له پخوا یی دپنجشیر له قو ما ندا نانو سره ار تبا ط درلوده  او په خپل کتا ب کی یی هم لیکلی دی دهغوی په خوښه مسا یل تر تیب شول .
۴- دکا بل چوکۍ دیوه خا ص محدو اقلیت یعنی دیوی وړوکی سیمی څوتنو له لور ی چوراو غصب  شوی  هغه متل دۍ چه وایی  زور کا کا است که انګور در تا کا است او یو اقلیت یی دیوه لوی اکثریت بر اوږو ور  کښینولړ لکه ننۍ ګور جستان  د پخوانی شوروی  ایالت  او له همدی وروسته دنا ارا میو سبب هم شو چه دلته هغه متل راپه یادیږی چه وایی( له نشته میړو ملک دی شه میرو)  
افغا ن حا کم دافغا نا نو کور وران کړخپل یی جوړ کړدستم  دوستم خا د کا م روسی امریکی هره خوا یی برابره کړه مګر دپښتون کور یی د خا ورو خمیره کړ اوس له هغه نه بیزاری  او نا راضی او مخا لفت پیل او هغه هم دقلم په خوله دا کوم عمل ده او کوم اثرات لری ……….
افغا نا ن دښمنا ن ډیر لر ی په خاصه توګه پښتا نه او یو بین ا لمللی سازش دپښتنو په ضد روان دۍ او هر کس او نا کس نن دپښتنو پښو ته ډبری ورغورځوی نورپکار دادۍ چه دټو لو لارو څڅه تیر د تعلیم  یوالی او یوی واحدی مشر تیا  لاری با ید ولټول شی .
        دسمسور او با امنه افغانستان په امید