کور / اسلامي / د خوب او خوب لیدولو راز (۱۳ برخه)

د خوب او خوب لیدولو راز (۱۳ برخه)

خوب په قرانکریم کې
د خوب حقیقت په اسلام کې دانسان د روح حرکت د ارواح عالم ته ګڼل کیږي او وېښتیا د روح بیرته راتلل بدن ته دی نو وېښتیا یو ډول دوباره ژوند د ی .
په قرانکریم کې خواب یوه روحانی پدیده ده . چې له جسم څخه د نفس تحویلولو ته وايي یا له جسم څخه د نفس جلاوالی په مانا راغلی دی
د زمر د سوری په ۴۲ مبارک ایت شریف کې خدای (ج) د خوب په روحانی برخه کې فرمايي  :
«اللهُ یَتَوَفَی الأنْفُسُ حِینَ مَوْتِها وَ الَّتی لَمْ تَهُتْ فِی مَنامِها فَیُمسِكُ الَّتی قَضی عَلَیْها الموتَ وَیُرسُلَ الأُخری اِلی أجَلٍ مُسَمّیً …»
ژباړه «خدای په مړینه نفسونه تحویل اخلي او هغه خلک چې نه دی مړه شوی نفسونه یې هم په خوب کې تحویل اخلي ، وروسته هغه چې مړه دی دهغو نفس ساتي او د ژوندویو نفسونه بیرته د هغوی بدنو ته راګرځوي تر معین وخته پورې …»
دالانعام دسورې په (۶۰) مبارک آیت شریف کې راغلي دي :
«وَهُوَ الَّذِي يَتَوَفَّاكُم بِاللَّيْلِ وَيَعْلَمُ مَا جَرَحْتُم بِالنَّهَارِ ثُمَّ يَبْعَثُكُمْ فِيهِ لِيُقْضَى أَجَلٌ مُّسَمًّى ثُمَّ إِلَيْهِ مَرْجِعُكُمْ ثُمَّ يُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ »
ژباړه: «هغه چې تحویل اخلي ستاسو ( نفس) دشپې ، او هرڅه چې د ورځي کوی خبر دی، او بیا بیا راویښوي ( ژوندی کوي ) تاسو په هغه ځای کې چې ضرور وي تر مقرر شوي وخت پورې ییا ستاسو بیرته تګ هغه ته دی، بیا تاسو له هغه څه چې کړي خبروي. »


نو ویلی شو خوب د مړینې ورور دی یاني دمړينې یو ضعیف ډول دی، په خوب کې د نفس او بدن اړیکې حد اقل ته رسیږي او ډیری اړیکې یې یو د بله پرې کیږي.
او د النبا د سوری په( ۹ )مبارک ایت شریف کې خدای (ج) د خوب په دنیاوی برخي کې فرمایي
«وَجَعَلْنَا نَوْمَكُمْ سُبَاتًا »
«او کړی مو دی خوب ستاسوارمتیا لپاره »
دالفرقان د سورې په ( ۴۷ ) مبارک ایت شریف کې راغلي دي:
«وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمْ اللَّيْلَ لِبَاسًا وَالنَّوْمَ سُبَاتًا وَجَعَلَ النَّهَارَ نُشُورًا »
ژباړه:
«او الله (ج ) هغه ذات دى چي ګرځولې يې ده تاسو ته شپه په مثل د لباس ( کاليو ) او خوب د پاره د هوسايني ( ثبات ) او ګرځولې يې ده ورځ د پاره د ګرځېدلو او غوښتلودپوره کولو د احتېاجاتو»


په قرانکریم کې په ژوند کې د خوب اهمیت لوړ ښوول شوی دی چې ان د خدای (ج) د قدرت نښې بلل شوی دی چې شپه اوورځ خوب کولی شو
د روم د سورې په ۲۳ مبارک آیت کې راغلي دي :
«وَمِنْ ءَایتِهِ مَنامُكُم باللیلِ وَالنَهارِ … »
ژباړه : « د خدای د نښانو څخه،ستاسو خوب د شپې او ورځي دی …»


له دې مبارکو ایتونو څخه مالومیږي چې خوب او مړینه مشابه دی یا مړینه دومره له خوب سره توپير نه لري یاني نفس په دواړو ډولونو له جسم څخه جلا کیږي ،په خوب کې جسم ته نفس بیرته راګرځي او په مړینې کې نه راګرځي چې دا روحاني برخه یې تر اوسه د یو راز په ډول پاته شوې ده .
د خوب بل اړخ چې په قرانکریم کې راغلی دی خوب د هوساینې یا استراحت لپاره دی نو بیله خوب کولو دژوند امکان نشته چې دا اړخ یې ساینس او طب هم تایید کړی دی .
او دخوب د اهمیت په اړه اوس ساینس دا جوته کړی چې بې خوبه ژوند کول امکان نه لري او همدغه خوب دی چې په سبا موږ د نوی اوتازه انسان غوندی بیرته راوېښیږو.


نوربیا