ددری لسیزودمخه زموږګران هیواد افغانستان دفقر،ولږی،بیکاری او بیسوادی او نوروراز رازستونزوپه لمبوکې سوزیده او بیا راوروسته د عملی جنګ وروروژنو،هیواد ورانونواو نوروسلګونود کور دننه او بهرنیو دسیسواو توطیوپه اورکې داسی راګیر شوچې لاتراوسه یې دخلاصون کومه لارنه ترسترګوکېږی.په ډېره خواشنی سره چې په دغه موده کې هریوسیاسی،قومی،مذهبی،تنظیمی،اومنطقوی ځواک او ګروپ په خپل وار سره دهمدی هیواد دبربادی په لورپه اګا هانه اویا غیراګاهانه توګه ګامونه پورته کړل،هیڅوک اوهیڅ یوسیاسی ځواک،قوم ،تنظیم یا ګروپ پاتی نه شوچې یا یې کمه یا زیا ته موده دهیواد په دولتی حاکمیت کې برخه نه وی اخیستی،هریو یې ځان ښه وازمایه او هریو یې یو د بل پرضد دهیڅ ډول توطییواوحتی دوژنو تربریده صرفه ونه کړه یو د بل نه پسی راوروسته هیواد نورهم وران ویجاړکړ او هیڅکله د وروری اویووالی په لور یوملی ګام وانه خستل شو.دا خو لا پریږده چې زموږ د ځینومتعصیبولېکوالانوله خوا د لېکوالی د اصولو اود هیواد دلوړو ګټواواړتیاونه په پام کې نیولوسره په انترنیټی سایټونو او نوره میډیا کې هغه څه لیکی اوخپروی یې چې نفاق او بد بختی ته لمن وهل دی.لیدل کېږی چې ځنی دغه کسان امیرعبدالرحمان خان د یوجابر پښتون امېر او د هزاره ملیت قا تل ګڼی چې پدی توګه د هزاره ورونواحساسات راپاروی چې دا هیڅکله ددی وخت خبره نه ده،ځنی بیا پښتانه ګرم ګڼی چې ۲۰۰کاله یې حکومت کړی او د نورو ملیتونوحقوق یې غصب کړی دی، حال دا چې د هغو حا کمانود یوه هم پښتو ژبه نه وه زده او همغه وخت هم د پښتو ژبی نه فارسی یا دری ژبی ته ډېر کار شوی او په دربار او ادارو کې هم د پښتنو په پرتله نوروته زیاته ونډه اودندی ورکړشویدی.ځنی بیا خلقیان،پرچمیان اودخلق دموکراتیک ګوند ظا لمانه واکمنی بولی او ددغه ګوند غړی د یوه سره متهم ګڼی حال دا چې بهرنی جاسوسان او وطن پلورونکی به یو شمیرکسان وی نه دا ټول د ګوند غړی.څوک بیا پنجشیریان،شوراینظارد هیواد د تجزیې ،جنګ ورانیواونفاق عاملین ،د ملی وحدت ضد او د روسیی ایران جاسوسی کړی ګڼی حال داچې ټول پنجشیریان د احمد شاه مسعود او د هغه د شوراینظار ګروپ د کړووړو مسؤلیت نه لری او نه باید داسی فکر هم وشی.ځنی بیا د حکمتیاراسلامی ګوند د کابل د ورانیواوجنګ مسؤل ګڼی مګر دا به تیروتنه نوی چې ددی ګوند ټول غړی متهم وګڼل شی.څوک بیا د هزاره تنظیمونودمشرانواو سیاف خپل منځی اختلاف ته دپښتنواوهزاره ورونود تعصب نوم ورکوی حال دا چې پښتنواو هزارګانو کلونه کلونه یودبل په څنګ کې د هیواد په ودانولوکې برخه اخیستی ده.څوک بیا ازبکان او د هغوی ملیشی د ملی یووالی ضد او په کانتینرونو کې دسلګونو پښتنودوژلو مسؤلین ګڼی مګرپردی فکرنه کوی چې دا د ټولو ازبکو ورڼوکارنه دی بلکه دیوه غله وطن پلورونکی دوستم او د هغه د خاص ګروپ کاردی.څوک بیا ټول پښتانه فاشستان او طالبان ګڼی حال دا چې طالبان هیڅ کله دپښتنونمایندګان نه شی کیدای او نه څوک ورته دا حق هم ورکوی،ولی ددی نه هم باید څوک سترګی پټی نه کړی چې په طالبانوکې ډېری کسان شته چې د هیواد سره مېنه لری او د یوه سره ټول مسؤل ګڼل به هم ستره تیروتنه وی. ځنی کسان بیا شته چې د شورویانو بربنډ تجاوز ته سیاسی بازسازی او د افغانانو د نجات ورځ وایې حال دا چې خپله روسان اود هغه وخت د حاکمیت شامل کسان په خپله هم ورته بربنډ تېری وایې.
څه کم لس کاله تیریږی چې د غرب او امریکایانوپه موجودیت کی په هیواد کې نوره هم ملی نفاق ته لمن ووهل شوه دوی د خپلوسیمه ایزوستراتیژیکوګټودعملی کولو په خاطرنه سوله راوسته او نه باید تری دا تمه وی ،ولی بیا هم ډېر کسان ورته په تمه دی او د راتګ یې هرکلی کوی او بشری مرسته ورته وایې.
دامریکی د یرغل او د طالبانود اسلامی عمارت د ړنګیدو وروسته په افغانستان کې د یوه نا مشروع نظام راتګ او ددی نظام دنا قانونه کاروبار د پاره په داسی یو هیواد کې چې دیرش کلنی تپل شوی جګړی تری ټول سیاسی،اقتصادی،اجتماعی او کلتوری فرهنګی نهادونه زیانمن کړی او یا بیخی د منځه وړی وی او پداسی حالت کې غربی دموکراسی پکی پیاده کول په خپله لاره زورواکوجنګی جنایتکارانو او نورو مافیایې کړیوته پرانسته اوښه موقع یې په لاس ورکړه تر څود خپل پایښت او دغربیانواوامریکایانو دشتون دپاره چې د همدی کار دپاره یې دپخوا نه ګومارلی و، نوره لا هم پسی ملی نفاق او قومی سیمه ایزوبی اتفاقیو ته لمن ووهله چې په نتیجه کې ملی یووالی نور هم لا پسی کمزوری اوزیانمن شو.
زما په اند لیکوالان او څیړونکی دنده لری چې دهیواد تیری او روانی پیښی دژورنالیزم د اوصولوپه چوکاټ کې په بی پری توګه وڅیړی د زمانی غوښتنه او اړتیا درک کړی چې نن سبا موږ تر ټولواوټولو خورا ډیر ملی یووالی ته اړتیا لرو ،نو ځکه په اګاهانه یا غیراګاهانه ډول د ټولو پخوانیو یا اوسنیوسیاسی،قومی،ملیتی،او تنظیمی یا نورو نهادونود یوه سره ټکول او پری بی باوره کیدل به د ملی یووالی د پروسی سره ستره جفا نه وی؟زموږ هیواد اوس په نړی کې د جنګ او سیاست دګر اومرکزحسابیږی زه اټکل کوم چې د هیواد په څلورو کې دری برخی هیوادوال د کورنی،قومی،سیاسی،ګروپی،ملیتی او نوروهمداسی ورته اړیکو پر بنسټ پر پورتنیو حلقو او نهادونو کې ځای لری، نوولی به زموږ یولیکوال ځانته دا اجازورکوی چې د یوی یا څوسپږودپاره ټول پوستېن په اور وسوزوی .د هریولیکوال او څیړندوی ملی رسالت او دنده داده چې دیوی سیاسی،اجتماعی پدیدی په هکله بی پری قضاوت وکړی د هری موضوع ،نهاد، ټولنی اوافرادوهم مثبت ټکی په ګوته کړی اوهم منفی، او هم یې د دواړو اړخونواغیری پرټولنه باندی،فکرکوم چې پداسی قضاوت کې به تیروتنی لږوی.مګر نن سبا ډېری لیکوالان یوازی هرهغه څه چې دده دفکر،نظریاتواوورته سمپتی سره اړخ نه لګوی په کلکه او بی رحمی سره ټکوی ،که داسی وی زه یې بیا به تکرار سره وایم چې هیڅکله به د یوه ځواکمن ملی یووالی لرونکی ځواک شتون زموږ پدی غم لړلی هیواد کې چې همدا اوس یې لومړنی اړتیا ده رامنځ ته نشی.نو ځکه په هر یو سیاسی جوړجاړی کې که څوک د بن د کنفرانس شانته بیا هم د پخوانیو اواوسنیوسیاسی احزابو،حلقو،تنظیمونواو هرډول نهادونوګډون ته پاملرنه نه کوی دا به بیا په خپله یوه ستره او نه بښونکی تیروتنه وی.
زما له انده د ملی یووالی د پروسی د عملی کېدو د پاره ډېر ساده، وطنی او ولسی اړتیاوی دادی:
-افغانان ټول باید تېراو روان اختلافونه ترشاکړی او هر یو د پاک او سپیڅلی افغان په توګه افغانستان خپل کوروګڼی او دغه ګډ کور چې د ورانی اوبربادی خوا ته روان دی سره یو شی او راویې ژغوری.
-پخوانی او اوسنی سوړ تبلیغاتی جنګ او نا تارچې پردیو استعمارګرواو اشغالګرو زموږ د سیاسی احزابوتنظیمونو،قومونواو
ملیتونوترمنځ دخپل شتون،اقتصادی اوستراتیژیکوګټواوموخودلاسته راوړلوپه خاطرد خپلوجاسوسو نوکرانوپه واسطه په هیواد کې په کاراچولی دی ورته د پای ټکی ایښودل او د وروری او اعتماد فضا راوستل.اونه ستړی کیدونکی هلی ځلی ورته کول.
-په ټولوسیاسی ،قومی،ملیتی اوتنظیمی ځواکونواو حلقوکې خاین،جاسوس اووطن پلورونکی افراد پیژندل او د هغوی څېری اوشوم اهداف ټولنی اوولسونو ته په ګډه ورپیژندل.
-د تنظیمی غلو،ورانونکو،وژونکواوهیواد پلورونکومافیایې کړیواصلی رهبران او مشران چې دهیواد دبدبختیواودبهرنی تیری کونکودیرغل اواشغال اصلی عاملین دي څیری یې هیوادوالو ته افشا کول اوپرضد یې ملی مقاومت اوپراخ خوزښت را پارول .
-دهیواد ملی شتمنی، کلتوری او فرهنګی ارزښتونه خپل مال ګڼل او دهغوی نه د یو اصیل او سوچه افغان په توګه ساتنه دځان فرض ګڼل اوعملی کول.
-د اداری فساد پرضدوطنی ولسی هلی ځلی رشوت نه ورکول او اخستونکی فاسد عناصرپه دولتی ادارو کې رسوا کول اوترټل.
-د کلو او بانډونه په عملی توګه د ملی یووالی اساسات او بنسټونه جوړول او دغه لړی ښارونو اومرکزونوته غزول او یادښارونونه دکلو او بانډوپه لورترڅو دغه پروسه په یوه ملی سرترسری خوځښت او ځواک چې داوسنی افغانستان اړتیا ده واړول شی چې په دغه لار کې شته سیاسی ګوندونه،ټولنیزکلتوری اوفرهنګی ټولنی اونهادونه ملی دموکرات شخصیتونه،روڼ اندی اوبیا ټول افغان ولس سره په ګده باید ددی ارمان دپوره کولو د پاره عملی کار او هلی ځلی ترسره کړی.په ګران افغانستان کې د ملی سراسری یوالی اوامن په هېله. په درنښت پای