درسنیوله لارې موخبرترلاسه کړچې دطالبانوداسلامي تحریک دمشرملامحمدعمراخندله خواخپلوټولوجنګیالیوته دښوونځیودنه ورانولواونه سوځولو امراوهدایت شوی دی .
موږدطالبانودمشرددغه نیک اقدام تودهرکلی کوو اوهم ورڅخه دزړه له کومي مننه کوو اوپه څنګ کې زموږدجنګ ځپلي اوهردم شهیداولس په استازیتوب دکاییناتودلوی څښتن په دربارکې لاس په دوعادریږواودخپل رب څخه ددوی ددغه نیک عمل په مقابل کې دوۍ ته اجرعظیم غواړواوپه ټولونیکواعمالوکې ورته دپوره اجر،ثواب اوپوره بریالیتوبونودوعاګانې کوو .
څه باندې دیرش کاله کیږي چې ددغه مظلوم اولس دژونددټولونوروحیاتي بنسټونوترڅنګ دهیواددپوهنې بنسټونه چې په هغې کې ددغه مظلوم اوولس سوکالي اوپرمختګ نغښتی دی په ډیربېرحمانه ډول له بیخه نړول کیږي .
موږپه دې پوره باوري یوچې ددغه تباه کوونکې ورانکارۍ اوجنایت ترشاه ددغه مظلوم اولس ددښمنانوپوره لاس دی ،ترڅویی دهمیشه لپاره ددغه اولس دسوکالۍ اوپرمختګ مخه ډب کړې وي .
ټول انسانان په دې ښه پوهیږي چې پوهنه دژوندډیوه ده اوهغه څه چې دهغې پواسطه انسانان دخپل ژوند،دنیا،اخیرت اودخپل سپیڅلي دین په معنی اومفهووم باندې پوهوي شي هغه پوهنه اوزده کړه ده. اوهمداعلت چې زموږرب زده کړه اودپوهې حاصلول په خپلوټولومخلوقاتوفرض کړیده.
خودافغان مظلوم اولس دطالبانودتحریک دمشرملامحمدعمراخنداوټولوښکیلوغاړوڅخه ددغه نیک اقدام ترڅنګ دیوبل نیک اقدام اوشاهکارۍ غوښتنه اوهیله هم کوي چې ددغه قسم جنایتکارو ډلواواشخاصوپه رسواکولواونیولوکې هم یوجدي حکم اواقدام وکړي اودغه دخدای ،دخدای درسول اوانسانیت دښمنانوته په عام محضرکې دخپلواعمالوجزاورکړي ،ترڅوزموږمظلوم اولس اونړیوالوته داپه ثبوت ورسیږي چې داجنایتکاران نه طالبان اونه هم ددولت نورې مخالفې ډلې دي ،بلکې داجنایتکاران دپردیوله خواګمارل شوی ډلې اواشخاص دي.
ومن الله توفیق