کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په دې خبرو يه نسو ګټلي كه قلم راوانخلو!!!

په دې خبرو يه نسو ګټلي كه قلم راوانخلو!!!

بسم الله الرحمن الرحيم


د معمول سره سم د سهار 7 بجي شا وخوا كي خپل د كار دفتر ته ورسيدم د تل په څير مي د خپل سور ميز
او تور كمپيوتر شاته كښينا ستم , او دلراوبر ، ويب پاڼي په ګډون مي څو نوري ويب پا ڼي هم راخلاسي كړي,
څو د افغانستان او نړي له حالاتو ځان خبر او بيا په كار پيل وكړم ,سي نا څاپه مي, په يوه جمله سترګي ولګيدي ((د كانكور نتنايج اعلان شول))نو سم دواره د خپلو خپلوانو او ملګرو په لټه كي شوم او يو په بل پسي مي ولټول, او يو د پښتو متل ده سي وايي(پټي شه اوبه كه,اوښه حاصل ورځني واخله) چا سي خواري ايستلي وه ,د خپل زړه پوهنځيو ته تللي ول, خو چا سي خواري نه وكښلي بيتيجي پاتي ول.
او ورځ دوي ورسته , سي به مي كله يادي ويب پاڼي را خلاسي كړي په يو ډول او بل ډول ليكنو بيه د هيواد لوړو زدګړو وزير اود هغه ټبر تورناوه او حتى سي زمونږ يو ورور ليكلي ول (هزاره د افغانستان نا بغه) او ورته نوري ډيري ليكني مي تر سترګو شوي نوكه په غوسه كيږي راته نه!
دغو ملګرو ته به زه ووايم سي ګرانو ملګرو بي زحمته راحت نوي,كه لږوړاندي وګورو تر پښتون ټبر بل نابغه څوك نه وه تير شوي . نو كه اوس د غه توري تبه ته وګورو سي د پښتون په ټبر ګډه سوي ده ,نو ددي پړه به د هزاره په كاميابي نه ور اچوو,كه زمونږ بي اتفاقي ته وګورو ددي پړه به د هزاره پا كا ميابي نه ور اچوو , زه د غزني د ولايت او قندهار ولايت د پرتلي په اړه تاسو ته وايم سي غزني ولايت ټولي 18 ولسوالي لري سي هغه كي 9 ولسوالي پښتانه تشكيلوي او باقي 3 ولسوالي او د مركز په ګډون هم 50 په سلو كي پښتانه تشكلوي او 5 ولسوالي خاص هزاره دي او پاتي يوه ولسوالي يه هم د تاجكو سره ده .
نو دي ته په كتو سره اوس راځو دي ته سي لكه څنګه سي تاسو په ډاګه كړي سي د غزني څخه 5650 زدكونكو د كانكور په ازموينه كي ګډون كړي وه ,او زما ده سروي له مخي ددغو زدكونو65 په سلوكي خاص هزاره تشكيلوي او 35 په سلو كي پښتانه او تاجك تشكيلوي د ياد ولايت څخه.
نو ايا ددي پړه پرچاور واچوو ؟ هزاره كه پر پښتنو! او كه اوس قندهار ولايت ته وكورو سي تقريباَ د وګړو شمير بيه تر غزني ولايت لوړوي او ددوي د زدكونو تعداد ته وګورو ولي د غزني ولايت څخه ټيټ
بريښي اياددي پړه به پر چا ور اچوو ؟ نو زما ګرانو پښتنو ملګرو په خپله ﮋبه مينو تاسو ته زما د ا توصيه ده سي را ځي يو څه فكر وكړو قلم راواخلو په قلم مقابله شروع كړو سي څو مو وس كار كوي ﮋر تر ﮋره ځان ترنورو مخكي كو ,بيا د انبغه زمونږ نه نشي مخكي كيدلاي د هر چا چي او لادونه يا د چا وروڼه يا څوك پخپله د كانكور په ازموينه كي پاتي شوي وي سر له نن, نه دي قلم او كتاب ور واخلي شپه او ورځ دي په ځان يوه كړي راتلونكي كال ته دي تياري ونيسي زه 95 په سل كي ډاډ وركوم سي دوي به كاميابيږي,ځكه د حالت ما په تيرو دريو كالو كي په خپلو ستګو ليدلي دي البته سي ډير داسي نورو خلكو به هم ليدلي وي, او ستاسو ددي خبري زه بيلكل مخالف يم سي د لوړو زدكړو وزيردي په زياته اندازه هزاره وروڼه كامياب كړي وي , تاسو باور وكي په حق سترګي مه پټوي هغه خلك ډيرزيار ګالي, هغه خلك ډير ښه اتفاق لري , هغه خلك يو اوبل ته لاس وركوي , زما په نظرد افغانستان په يوه ولسوالي كي به هم دمعليم دتربي مركز(دارالمعلمين) نوي كه وي هم په ورته سيموكي به وي , ولي دا خلك د غزني ولايت د جاغوري ; په ولسوالي كي دارالمعلمين لري ځكه د هيواد اساسي قانون دا حق وركوي سي په كومه سيمه كي د ښوني كچه لوړه سي بايد لا زيات سهولتونه ورته وركړل سي , نو ځكه زا وايم سي په دي خبرو به يه ونه ګټو سي خپل قلم سره مينه ونه سا تو !
دا خبره هم بي ځايه نه ده سي هر لوړپوړي چارواكي به څه ناڅه د خپلي واكداري څخه كټه پورته كوي, دايواځي په افغانستان كي نه, دا په ټوله نړي كي قانون ده , د لوړو زدكړو وزير به ارومرو د لاس د ګوتو په شمار خپل خپلوان او د ملګرو اولادونه بي له ازمويني به يي مستقيماَ د لوړو زد كړو د يو خپلي خوښي پو هنځيو كي ور دننه ګړي وي , او دا به هر وزير كول كه پښتون واي كه تاجك,هزاره,وزبك او كه په كومي بلي ډلي پوري تړلي واي د اخدمت به كوي ځكه بيا خپلو نزدي خپلوانو به مخ وراړولو سي تا په خپله واكداري كي زمونږ لپاره څه وكړل!
اوبيا هم يو ځل ټولو افغاني ورڼو او بيا پښتنو ورڼو ته وايم سي په دي خبرو يه نه سو ګټلي صرف او صرف قلم درواخلي او داهم درته وايم كه زمونږ او تاسو ﮋوند په دي ډول روان وه او داسي حال مو وي نو په نﮋدي راتلونكي كي به دا خلك زما او ستا مشران او د واك ټولي جاري به په لاس كښي اخلي.


ستاسو ورور , ستاسو د كاميابي په هيله