په زابل ولايت کي تېره شپه شاوخوا ٩:٣٠ بجې په يوه ترافيکي پېښه کي دوه تنه ژوبل سول د د کندهار ولايت د ٤٠٤ نمبر ميوند زون د ترافيکو د عمومي مديريت مدير ښاغلى دوهم څارن عتيق الله خان وايي چي پېښه هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله يو موټر د سړک د غاړي څخه واوښتى او بيا د لرګو په يوه ټال ننوتى . په پېښه کي د موټر چلوونکى او يو تن ژوبل سوى .