کور / راپور / افغان لیکوالو د جنوبي اسیا د (سارک) ادبي جایزه وګټله

افغان لیکوالو د جنوبي اسیا د (سارک) ادبي جایزه وګټله

دهېواد دوو نومیالیو لیکوالو د جنوبي اسیا دهېوادونو (سارک)ادبي جایزه وګټله .


د۲۰۱۱ میلادی کال د مارچ له ۲۵ څخه تر ۲۷ نېټې پورې د هندوستان پلازمېنې نوي ډیلي کې د سارک هېوادونو دلیکوالو ادبي فیستوال جوړ شوی و.په دې فیستوال کې د جنوبي اسیا هېوادونو تر دوه سوو زیاتو لیکوالو ، شاعرانو اوژورنالیستانو ګډون کړی و.


دفیستوال په ترڅ کې دسارک غړو هېوادونو غوره لیکوالو ته ادبي جایزې ورکړل شوې. له افغانستان څخه دهېواد نومیالي لیکوال،کره کتونکي او دافغانستان د ملي رادیو تلویزیون لوی ریس محمد زرین انځور او پیاوړی شاعر پرتو نادري دغه جايزې وګټلې .
په دې فیستوال کې له افغانستانه د لیکوالو اته کسیز هیت هم ګډون کړی و. په دې فیستوال کې دسارک هېوادونویو شمېر سفیرانو ، دهند یو شمېر فرهنګي ،ټولنیزو او سیاسي شخصیتونو له هغې جملې څخه دهند د صدراعظم منموهن سینګ مېرمن اغلې( سردارني ګورشرن کور) هم ګډون درلود . دغه ادبي جایزې دهمدې په لاس ورکړل شوې. دیادونې وړ ده چې د سارک هېوادونو ادبي فیستوال له لسو کالو راهیسې جوړیږي ، دسارک هېوادونو ادبيات په کې څېړل کېږي او ددې هېوادونو غوره لیکوالو ته په کې جایزې ورکول کېږي.








په بلجیم کښي د افغان کلتوري بهیر د مبارکۍ پیغام


زرین انځور د افغان اولس ریښتنۍ انځور


له میډیا څخه مو خبر تر لاسه کړ چي د سارک د حوزی هیوادونو د لیکوالو ادبي فیستیوال د هند هیواد په پلازمینه نوي ډهلي کښي افغان نامتو لیکوال ، کره کتونکي او ادیب ښاغلي زرین انځور ته د دې فیستیوال په جوړه سوی غونډه کښي جایزه ورکړل .


بلجیم افغان کلتوري بهیر د زړه له تله ښاغلي انځور ته مبارکي وایي او همدارنګه ښاغلي انځور ته د لوی ، دانا ، او توانا خدای (ج) څخه ، د نورو بریاوو غوښتنه کوي .
بلجیم میشتي افغانان باور لري چي ښاغلی انځور تر دی لوړو او ښو جایزو ، د لا نورو لوړو مستحق دۍ .


ښاغلی زرین انځور د اوس وخت د تقدیر په تدبیر کښي سر پر ځنګون دۍ . زموږ کلتوري بهیر باوري دۍ چي ښاغلی زرین انځور به د وخت د تقدیر له تدبیر څخه خپل انځور زرین وباسي .
موږ له دی سره سره چي په خپلو شملورو ویاړو، له هغوی څخه د قلم او فکر لا طاقت او زور هم غواړو .


موږ د نړۍ د نورو ولسونو په شان اباده او ښیرازه ټولنه نه لرو ، موږ ته زرین خلک چي زموږ انځور ته انځورګر سي ، په کار دي . زموږ په باور چي لا ډیره لاره نوره هم ، وهل په کار ده چي تر څو زموږ د اولس دکلونو او پیړیو ناخوالي او نادودي زموږ لیکوالان او مخور روڼ اندي دسیمي اونړۍ تر اولس ورسوي .


بلجیم افغان کلتوري بهیر ویاړي چي خپل افغان مخور او مخکښ مشران یې افغان اولس نړۍ او سیمي ته وروپیژني . تر اوسه لا افغانان په نړۍ کښي د تشدد او زورزیاتۍ خلک ګڼل کيږي ، خو دا تصور به دا میړني د قام او اولس په دننه او دباندي کښي تر پښو لاندي کوي ، لراوبر افغانان به په نوی نړۍ پسې کوي او دا کاروان که ولاړ دۍ ، دې ته به حرکت ورکوي ، دا تر ډوبیدو رسیدلی کښتۍ به تر ساحله رسوي .


ښاغلي انځور او ټولو قلم په لاس ملګرو ته د دی بري مبارکي وایو .


په بلجیم کښي د افغان کلتوري بهیر مشرتابه جرګه
بروکسل – بلجیم
28.03.2011