کور / راپور / د روهي ادبي بهير د ٢٠٨ غونډي راپور

د روهي ادبي بهير د ٢٠٨ غونډي راپور

٢٠٨ مه اوونۍ ٢٠٨ مه ناسته
د ١٣٨٩ کال د ٤ مياشتي پر ٢٤ مه کندهار ادبي دربار د تېر په څېر د يوې بلي اوونيزي غونډي ځاى و ياده غونډه چي د پنځم کال ١٩ مه او پر له پسې ٢٠٨ کېده د ډاکټر عطاء الله تاج په مشري ترسره سوه . مېلمه يې بشير احمد بشارت و قيام الدين قيادت غونډه په قراني پلوشو سره پيل کړه او حاجي مسعود پروتن يې پيليزي خبري وکړې حاجي پروتن روهي ادبي بهير د کندهار د اديبانو دپاره يوه لويه لاسته راوړنه وبلله نوموړي د پوهي په اړه حاضرينو ته خبري وکړې او زياته يې کړه چي هر څوک بايد کوښښ وکړي چي خپله زده کړه نورو ته انتقال کړي . نوموړي همدا ډول د خپلو خبرو په پاى کي د ملګرو څخه غوښتنه وکړه چي داسي کارونه ترسره کړي چي خلکو ته يې ګټه ورسيږي .
د ښاغلي پروتن څخه وروسته ما سيد آغا وطنيار د ٢٠٧ مي غونډهي ګزارش وړاندي کړ چي محمد يار يار يې د ستايلو تر څنګ د ځنو پاته سوو جملو يادونه وکړه يار يادونه وکړه چي تېره اوونۍ د حاجي رحماني پر شعر کره کتنه سوې وه چي په راپور کي يې څه نا څه ځني برخي پاته سوې وې .
يار زياته کړه چي د رحماني په شعر کي شاعرانه صداقت موجود دئ د يار په وينا چي دا اصطلاح د ځنو شاعرانو دپاره کاريږي د يار په وينا چي شاعرانه صداقت د د شاعر د خپلي اروا او سيکالوژۍ مطابق خبري کول دي .
يار د عبدالرحمان بابا او خوشحال خان خټک يادونه وکړه چي يادو شاعرانو هم شاعرانه صداقت درلودئ . ده زياته کړه چي رحمان بابا يو ملنګ دئ د هغه په شعر کي د توري خبري خوند نه کوي او نه يې هم په شعر کي د توري خبري سته . خو خوشحال بابا بيا د توري خبري کوي ځکه چي هغه د قلم تر څنګ توره هم چلولې ده چي په لاندي بيت کي يې يادونه سوې .
د افغان په ننګ مي وتړله توره
ننګيالى د زمانې خوشحال خټک يم
ديار د نظر د اورولو وروسته د خيرمحمد هڅاند د نستوالي د کبله سيدآغا وطنيار خپل غزل کره کتني ته وړاندي کړ
اوښکه سندر ماره ټپې ووايئ
شپه کي تر سهاره ټپې ووايئ
حاجي غلام نبي سعيد وويل چي که د ټپې پر ځاى غزل وليکل سي ښه به وي ځکه چي غزل شاعرانه دئ خو يار په اوسني جوړښت کي هم کومه ستونزه نه ليده د يار په وينا چي ټپه د درد نماينده لفظ دئ د يار په وينا چي اوښکه يو د غم نښه ده يادر داهم وويل چي اوښکه يوه استعاره ده او اوښه داسي ده لکه سندر ماره چي شړنګ سي ، چړيک سي ، زړونه راولوېږي هر يو د پرهاره ټپې ووايي .
يار وويل: بيت ښايسته دئ ځکه چي شاعر نه وايي چي زړه مي ولوېدئ ، زړه مي تا يووړ شاعر همدغه خبره چي زړه مي دلبر يووړ په بل ډول کوي دوه زړونه رالويږي چي هغه دوه عاشقان دي .
لږ په لېونتوب کي ټپې ووايئ
ډېر د انتظاره ټپې ووايئ
حاجي سعيد وويل : چي که د “دال “ پر ځاى “له” راسي ښه به وي .
لايق ذيرک وويل: پورته بيت مثنوي ياد کړ د ده په وينا بايد کوښښ وسي چي د مثنوي او غزل توپير وسي خو يار وويل چي په موجوده شکل کي يې هم کومه ستونزه نسته .
لوى انسان وهي که کوچنى هم وي
چي بچي ته ماره ټپې ووايي
يار وويل : داسي معلوميږي چي د مار بچي ته ټپې ووايي هغه دونه مستوي چي هغه لوى انسان هم وهي
ته چي يې په غم کي شاعري کوې
دا هم وطنياره ! ټپې ووايي
حاجي سعيد وويل : چي دا ډېره روښانه خبره ده خو يار وويل چي ډېر ښايسته بيت دئ دغه خبره موږ په نثر کي نه سو کولاى. دلته د ميني او محبت خبره ده شاعر مين دئ او په مينه کي شاعري کوي همدغه لامل دئ چي د ټپې شاعر معلوم نه دئ خو اکثره يې زموږ ښځمني وايي او شاعر هم اشاره ورته کوي د کره کتني په پاى کي وطن يار د ملګرو د نظرو ، نيوکو او وړانديزو څخه مننه وکړه او ترڅنګ يې دا هم وويل چي ياد غزل يې د خوب څخه د راويښېدو په وخت کي ليکلى و وروسته د وياندويانو عزت الله اميد او احمد الله جلالي دخوا مشاعره پيل سوه چي د ٧٠ تنو څخه ٢٦ تنو خپل شعرونه ولوستل د غونډي په پاى کي مشر عطاء الله تاج لنډي خبري وکړې د ملګرو څخه يې د پر وخت راتګ تر څنګ په بهير کي د نظم غوښتنه هم وکړه . ماښام ناوخته مهال غونډه د دعائيې په ويلو سره پاى ته ورسېده .