په کندهار ولايت کي د يوې ترافيکي پيښي په پايله کي د يوه ترافيک په ګډون درې تنه ژوبل کړل . پېښه د يوې سراچې په وسيله رامنځ د خواجک بابا په سيمه کي رامنځ ته سوې . په دې ولايت کي د ٤٠٤ نمبر ميوند زون د ترافيکو د عمومي مديريت مدير ښاغلى دوهم څارن عتيق الله د پيښي په اړه لراوبر ته د ټليفون پر کرښه ياده پېښه تاييد کړه او وايي چي په پېښه کي يو ترافيک او دوې مېرمني ژوبل سوي چي د درملني په موخه ميروېس روغتون ته وړل سوي . نوموړى وايي چي د موټر چلوونکى د سيمي څخه تښتېدلى او موټر يې د ترافيکو په لاس کي دئ .
د يادوني وړ ده چي تر دې يوه ورځ مخکي هم د پوليسو يو رېنجر په عيدګاه جاده کي يوه اته کلنه انجلۍ په ووهله او ځاى پر ځاى يې ووژله .