لیکوالان: میدیا بینجامین او چارلس ډیوس
ژباړن: وسیم سجاد، کابل
منبع: الجزیره
اته کاله مخکی امریکی په عراق تیری وکړ، صدام یی چپه، خلک یی ازاد!!! خو حالات یی له بد بدتر کړل.
ژباړن: وسیم سجاد
په عراق کی د جګړی ۸ کلن بهیر ته یوه کتنه:
دا د مارچ ۱۹ په عراق کی د امریکی د تیری ۸ کاله پوره کیږي. امریکی په داسی یو هیواد تیری کړی وو چی نه یی د ډلیزو وژنو وسلی لرلی او نه یی هم په امریکی د سپټمبر یو لسمو بریدونو کی برخه اخیستی وه.
امریکایانو ته د جګړی توجیهات دا وو:
الف: د امربکی څخه دفاع
ب: د عراقیانو ازادول
د امریکی د هغه وخت ددفاع وزیرفال وولفویتز ویلی ول: زمونږ عسکرو ته به په غاړه کی ګلان واچول شي او د ازادی بخښونکو په لقبونو به وستایل شي، او بیا به مونږ د تیلو روپی په بیا رغونه ولګوو.
د بش مرستیال ډیک چینی ویلی ول: د عراق په ازادی به اونی ولګیږي نه میاشتی
او دهغه وخت د دفاع مرستیال وزیر کین ادیلمن وړاند وینه کوله چی: د عراق ازادیدل کیک خوړو ته ورته دي.
اته کاله تیریږي نو راځی چی همدی کیک خوړو ته یو ځل بیا کتنه وکړو.
۴،۴۰۰ امریکایی عسکر ورک شول:
په عراق باندی د امریکی تیري له ۴،۴۰۰ زیات امریکایان وخوړل- په امریکی د یولسم سپټمبر حملی بیا ۳۰۰۰ پوپناه کړل.
له ۳۲،۰۰۰څخه زیات امریکایان بیا شل شوټ پاتی دي-نوو او عصری دارو درملو ته دی دوی دعا کوي چی بیا یی ژوند ورکړ. سټن فارډ پوهنتون او د ناول پس له فراغته ښوونځی څیړونکی وایی چی تر ۲۰۲۳ پوری به د جنګ څخه راستنیدونکو عسکرو کی د پی.ټي.ایس. ډي مریضی (د ویری، تشویش داسی یو حالت چی سړی یی له یوی ویرونکی پیښی وروسته ورسره مخامخیږي) کچه تر ۳۵ ٪ پوری لوړه شي.
د ملت دیوالی کول:
په ۲۰۰۸ ز کال کی، د نوبل جایزی ګټونکي اقتصاد پوه جوسف سټِګلټز او د هارورډ پوهنتون لِنډا بلایمز د تیري ټول ټال قیمت ۳ ټریلونه امریکایی ډالر ولګاوه، چی دا قیمت د بش د اداری له هغه ورکړل شوي رقم څخه چی د تیري په اوایلو کی یی تخمین کړی وو ۶۰ ځلی زیات دی.
د حیرانی وړ خبره خو دادی چی دواړه سټګلټز او بلایمز وایی چی ددوی لخوا ورکړل شوی قیمت تر ټولو ټیټ سنجول شوی قیمت دی.
په تیر منی کی چی کوم تازه مالومات په واشنګټن پوست کی خپاره شویدي ښیی چی: په عراق تیري، فدرالي پورونه لوړ او د تیلو قیمتونه اسمان ته وخيژول چی پدی سره یی نړیوال اقتصاد ته هم ضربه ورکړه.
د ملی لومړیتوبونو پروژی مطابق، کومی پیسی چی امریکی د عراق په ړنګولو ولګولی، د ۱۲.۵ ملیونو استادانو کلنی تنخوا لپاره بسنه کوله، او یا هم ۱۶۷ ملیونو امریکایانو صحی خدماتو لپاره بس وی.
کله چی ټاکال شوي مامورین مونږ ته ووایی چی زمونږ ملت دیوالی شوی نو مونږ به ورته ووایو چی په جګړی کی لګول شوي ډالر مونږ ته واپس کړی.
د سلګونو عراقیانو وژل:
کوم خلک چی د ″کیک خواړو″ پر مهال ډیر زیات زیانمن شول، هغه د عراق ملت وو. کوم تیری چی د ازادی په نامه ترسره کیده او په پراخه پیمانه مبلغین یی هم درلودل لکه جیفری ګولډبرګ، هماغه د ازادی تیري بیا په سلګونه هغه خلک وخوړل د کومو د ازادی په موخه چی دغه امریکایان ورغلي ول.
د عراقی جسدونو د حساب اداری ۹۹،۹۰۰ داسی جسدونه ثبت کړي چی د امریکایی حملو مخامخ ښکار ګرځیدلي. دغه احصایه مونږ محافظه کاره بولو ځکه چی ددوی ټول راپورونه د امریکایی رسنیو د رپوټونو په بنیاد باندی ولاړ دي. او امریکایی رسنیو خپل ټول وس کړی چی د تلفاتو شمیر کم وښیی.
تیر اکتوبر ویکی لیکس د ۱۵،۰۰۰ داسی وژنو پرده پورته کړه چی یوی غربي رسنی یی هم په اړه څه نه وو ویلي. د عراقی جسدونو د حساب اداری لخوا چی کوم د وژنو شمیره ښودل شوی نسبتاُ له هغی چی عملي جنبه لري او حقیقت دی ډیره ټیټه دی
په دوزره شپږم کال کی چی کومه څیړنه د جان هاپکین پوهنتون د یو محقق لخوا په لانسِټ ژورنال کی وړاندی شوی ښیی چی یواځي او يواځی په دریو کلونو کی د وژل شوو شمیر له ۶۵۴،۹۶۵ څخه پورته ښودل شوی که دا له عراقی نورمال وژنو سره چی د هوایی ډزو او یا هم د دارو درملو دکمیود او یا د پاکو اوبو دنه شتون له وجی تر سره کیږي، دوه چنده لوړه دی.
د ۲۰۰۸ څیړنه چی د یو برطانوي اورګان-دنظرونو دڅیړونو کاروبار- لخوا وړاندی شوی ښیی چی په عراق د امریکی تیري ۱،۰۰۰،۰۰۰ کسان خوړلي.
برښنا لا تراوسه نشته:
۱۳ کالنو بمباریو او بندیزونو د عراق زیربناوی وړقولی، ابتدایی خدمات متاثر شول. بیا د۲۰۰۳ کال تیری پیل شو. دغه تیري هرڅه لکه: د برښنا سیستم، کنالیزیسیون، د اوبو د صحی ساتلو سیسټم، روغتونونه او… ویجاړ کړل.
اته کاله وروسته، زندګی په عراق کی د صدام تر واکمنی لاندی له هغی بدتره دی. خلک پوښتي چی د بلیونونو ډالرو په مصرف سره بیا هم دوی ولی په داسی شرایطو کی ژوند کوي؟
ملیونونو وطن پریښود:
د ملګرو ملتونو د مهاجرینو نماینده ګۍ مطابق: له ۲۰۰۳ راهیسی ۴.۷ ملیونه عراقیانو خپل وطن پریښودلی، او زیاتره بیا له ناوړه بشري ناورین سره مخامخ دي.
زیاتره عراقیان ایران، اردن، سوریی ته مهاجر شویدي، او ۱.۵ ملیون عراقیان بیا د کور دننه مختلفو نورو ښارونو ته کوچیدلي چی زیاتره یی ددی وړتیا نلري چی بیرته خپلو مینو ته ستانه شي-د ملګرو ملتونو مطابق.
عراقیانی مرداری دندی مخته بیایی:
عراقی حکومت وایی چی د امریکی دتیري له وجی اوس هوری ۳ ملیونه ښځی کونډی دي. په عراق باندی د امریکی تیري ښځو ته په پراخه کچه زیانونه اړولي دي.
د فریډم هاوس راپور مطابق، اوس په عراق کی د غیرت په نامه د ښځو وژل، اخطتاف، ریپ (په زور سره زنا کول) اوج ته رسیدلي، او ډیری نوری بیا له دندو، او زده کړو منع شويدي.
دا راپور مخکی لیکي: ښځی چی بیا له هری خوا مایوسه شي نو بیا اخري حل لاره-ځان وژنه وي.
کومی ښځی چی بیا ګاونډیو ملکونو ته تښتیدلي، نشي کولای چی خپلو ماشومانو ته نفقه پیدا کړي. په لسګونو عراقی جینکی چی عمرونه یی ۱۳ او یا ټیټ دي په ځانګړی توګه په سوریه کی د فحاشی خواته ټیله شويدي.
یو مهاجر نیویارک ټایمز ته ویلي: هغه څه چی ما لیدلي، ۷۰٪ تر ۸۰٪ جونی چی دغه دنده نن په دمشق کی مخته بیایی عراقیانی دي. دوی خپل ټاټوبی ته نشی ګرځیدلی ځکه چی پوهیږي چی وژل کیږي او دغه دنده ورته یواځینی د حل لار دی.
د عراقی چاپیریال زهری کیدل
امریکایی ځواکونو په زرګونو بمان په عراق وغورځول، په دغو بمونو کی داسی یورانیم هم کارول شوي چی د بم له چویدو کلونه وروسته هم خپل منفی تاثیرات ښیی. په عراق کی فلوجه له ټولو نورو سیمو ډیره بمبار شوی. په دغه سیمه کی د نوو زيږیدونکو ماشومانو د مړه کیدو شمیره ډیره لوړه دی، سرطان فیصدی هم دلته لوړه ښکاري.″ دلته استعمال شوي بمونه له نګاساکی او هیروشیما سره ډیر ورته والی لري″ دی انډیپنډینټ په قول.
فلوجه خو هسی یو مثال وو. د الجزیری په وینا په بابیل کی هم همدا حال دی. هوری د سرطان کیسونه په ۲۰۰۴ کی ۵۰۰ حساب شوي وو خو په ۲۰۰۸ کی داکیسونه بیا ۷،۰۰۰ ته لوړ شوي.
د امریکن جورنال اف پبلِک هیلت مطابق، په بصره کی د سپینو کرویاتو دسرطان کیسونه په تیرو ۱۵ کلونو کی یو په دوه شويدي.
د صدام ځای ناستی:
صدام یو بد سړی وو. کله یی چی په ۱۹۸۰ کی په ایران تیری کاوه، نو امریکا پوهیده چی صدام هوری څه کوي، څوک اذیته وي، او څنګه خلک ځوروي، خو هیڅ یی هم نه ویل. خو وروسته د اکړنی دصدام لپاره په جرم بدلی شوی. صدام چی هغه مهال هرڅه کول، امریکه پری پټه خوله وه.
ننی نوری المالکی هم همدا دنده مخته بیایی. کله چی په ټونس او مصر کی د امریکی حامیان-زین العابدی او حسنِ مبارک- راو پرځیدل، نو په عراق کی هم خلک د نوری المالکی خلاف را پاڅیدل، خو له وژنو سره مخامخ شول. نور المالکی چی کوم کار ندی کړی هغه په کوم بل ملک تیری کول دي.
خو بیا هم نوموړی تر اوسه، د شیطانی محور برخه ندی ګرځیدلای. د فروری په ۲۷، ۲۹ لاریون کوونکی د یو ۱۴ کلن ماشوم په ګډون د نورالمالکی عسکرو لخوا وویشتل شول.
دا مهال له عراقه څلور خبریالان، سره دی سلګونو نورو لاریون کوونکو، وهل شوي، زولنه شوي او په مرګ تهدید شویدي.
ویکی لیکس داسی اسناد خپاره کړي چی ښیی نوری المالکی له خپل دولتی زور او دشیعه مرګ لارویان د ډلی په حمایت خپل سیاسی مخالفین له منځه وړي.
په نوي عراق کی ژوند د صدام تر واکمنی لاندی هغه څخه کوم خاص توپیر نلري.
په شمالی افریقا او منځنی ختیځ کی لاریونونو یو ځل دا بیا په ډاګه کړه چی عدم تشدد تحریکونه له جنګی هغو څخه ښه اصلاحات او سمونونه راوستلای شي.
د القاعدی لپاره کاری مواقع:
په عراق باندی دتیري لپاره یو دلیل دا هم وو چی عراق له القاعدی سره تړاو لري، او بیا القاعده د ۱۱ سپټمبر په حملو کی ګرمه بلل شوی وه.
په همدی خبره چی-عراق له القاعدی سره تړاو لري- د امریکایی ملت د ډارولو لپاره یو ښه شعار شو.
یو امریکایی مامور وایی چی: په عراق باندی له تیري وروسته امریکایی استخباراتو دا پته ولګوله چی په عراق باندی حملی د ترهګری ضد جګړه نوره هم خرابه کړه.
په عراق باندی تیري، د القاعدی پلویان یو په دوه کړل. د دِښنه جوړولو لپاره به بله غوره لار له دی څخه کومه وي چی د یو چا کورنی ټول غړي ووژل شي او یا بیا ورسره د ابوغریب ناوړه پیښه وشي.
جنګی مجرمانو ته مکافات ورکول:
په عراق باندی د تیري او نورو جګړو ترمنځ کوم ځانګړی او خاص توپیر نشته. دا خبره بیا هم نوي نسل ته په ثبوت ورسیدله چی وژل حتمي دي-په جنګ کی ګوړی نه ویشل کیږي.
۲۰۰۷ کال فوځی څیړنه چی د حدیثی-چیری چی له دوه درجنو زیات عراقیان وژل شوي وو- په اړه دا خبره پخه کړه چی: دعراقیانو وینه د امریکایانو له هغی توپیر لري.
″د حدیثی پیښی په اړه چی فوځی مامورینو څه ویلي دا خبره ددی څیړنو لپاره په ډاګه کوي چی عراقیان دومره مهم ندي څومره چی امریکایان دي. او عراقیان باید د جګړی قیمت هر څنګه چی وي باید ادا کړي، بحري قواووی چی په هر ډول وي او هر څنګه وي خپل ماموریت ادا کړي-مهمه ندی چی څه کیږي، څه پیښیږي، او څومره عراقیان تلف کیږي.″ ستر جنرال ایلډن برج وایی.
هیڅوک نه غواړي چی بل څوک دی ووژل شي. خو کله کله بیا وژل نه داچی بد ندي بلکی انصاف دی. د جګړی څخه وروسته چی کوم کسان بیرته امریکی ته ستانه شوي حالات او کړه یی بالکل بدل دي.
په دوی باندی اوس هم د جنګ، جګړی اثرات په پراخه پیمانه شته. دوی په خپل عادی ژوند کی له جګړی متاثره دي هغه که په هر شکل وي: د پولیس په حیث، د پلار په حیث، د یو میړه په حیث او یا هم د کوم باشي په حیث.د جګړی څخه یاد شوي درسونه زر دهیریدلو ندي.
د اوباما اداره پدی کی پاتی راغله چی هغه کسان چی دا ناروا جګړه یی پیل کړی تر محکمی راکاږي. اصلی مجرمین لکه بش، ډیک چیني، ډونالډ رمزفیلډ، کونډولیزا رایس، او یا هم کارل روییر ښه په خوند کی دي. کتابونه لیکي. په مختلفو ځایونو کی د ویناوو غټ، غټ فیسونه اخلي او بیچاره بریډلی مننګ، چا چی د جګړی پټ رازونه را برسیره کړل دزندان د تورو تمبو شاته پروت دی.
د اوباما له وعدو سره، سره چی ویل یی مونږ له عراقه عسکر وباسو، اوس هم۵۰،۰۰۰ امریکایی عسکر هوری شتون لري. په درجنو فوځی کمپونه لا هم فعال دي. په زرګونو اجرتي قاتلان اوس هم هوري په دندو بوخت دي. مونږ باید له ولسمشره وغواړو چی دغه فوځی کمپونه نور وتړي، عسکر نور کور ته ستانه کړي. او دهغو بدبختیو په مقابل کی چی مونږ په عراقیانو راوستلي، باید له دوی بخښنه وغواړو. عراق ړنګ شو، امریکا یی باید دترمیم هڅه وکړي.
لیکوالان: میدیا بینجامین او چارلس ډیوس
د ژباړن نوټ: که زما د ژباړو په اړه کوم نظر،انتقاد او یا هم پیشنهاد لری، نو په لاندی پته تماس ونیسی:
leekwal@yahoo.com