د کندهار ولايت امنيتي چارواکو تېره ورځ خبريالانو ته هغه پاکستانى وښودئ چي تېره ورځ يې د دې ولايت په لسمه امنيتي حوزه کي د کابل په اډه کي نيولى و . د امنيت امر فضل احمد شېرزاد وايي چي ياد کس سره يې درې چړې چي د خلکو د وژلو په موخه ورسره وې نيولي او هم يې لس د آيساف ځواکونو و اډو ته د ننوتلو جعلي کارټونو د ځان سره لرل چي تر څو يې په وسيله اډو ته ننوزي او هلته بريدونه ترسره کړي . ياد کس د خبريالانو و مخ ته پر خپلو کړنو اعتراف وکړ او وې ويل چي افغانستان ته د جهاد په تکل راغلى و .
ياد کس يوازي په اردو او انګلېسي ژبه خبري کوي او وايي چي د کراچي ښار اوسېدونکى دئ .