کور / راپور / د روهي ادبي بهير د ٢٠٧ غونډي راپور

د روهي ادبي بهير د ٢٠٧ غونډي راپور

٢٠٧ مه اوونۍ ٢٠٧ مه ناسته
په کندهار کي د روهي ادبي بهير د روانو ناستو څخه دپنج شنبې په مازديګر پرله پسې ٢٠٧ مه غونډه د حاجي محمد نبي سعيد په مشري ترسره سوه .
مېلمه يې هدايت خواجه و. لومړى قيام الدين قيادت د قرانکريم څو مبارک اياتونه تلاوت کړل ورپسې احمد فرزان پيليزي خبري وکړې ده د ملګرو پر وخت راتګ اړين ياد کړ ده په دې تړاو وويل چي کره کتنه به هم سوې وي او هم به په مشاعره کي ټولو برخه اخستې وي . نوموړي وويل چي شعر ډېر کسان وايي خو که يو څه د نثر خواته توجه وسي ښه به وي ده وويل چي نثر ته کار سوى خو په کندهار کي نه دئ سوى د نوموړي په آند چي نثر ليکوونکي په کندهار کي لږ دي . نوموړي همدا ډول وويل چي د نثر ژبه پراخه مفهومه ده هغه څه چي په نثر کي راتلاى سي په شعر کي يې بيانېدل ګران کار دئ .
وروپسې ما سيد آغا وطنيار د تېري اوونۍ ګزارش وړاندي کړ نوموړۍ نيوکه احمد فرزان وکړه ده وويل چي په ورستۍ کي بېرته درمل ته ورغلې وه دا بايد د درمل د پېغام وروسته د هغه په اړه معلومات ورکړل سوي واى . 
محمد يار – يار وويل چي د تېري اوونۍ راپور نه و ليکل سوى خو په راپور کي يې يادونه نه وه سوې يار دا هم وويل چي په تېره اوونۍ کي چي کومه قيصه کره کتني ته وړاندي سوې وه هڅيال ډيري ښې خبري وکړې او ډېر څه نور وويل سول ورپسې حاجي رحمت الله رحماني خپل غزل د کره کتني په موخه حاضرينو ته وړاندي کړه
څيري تڼۍ مي د ګرېوان خوښي دي
زخمي سلګۍ مي د ارمان خوښي دي
حاجي غلام نبي سعيد د څيري پر ځاى د بل لفظ راتلل غوره وګڼل خير محمد هڅاند هم ورته نظر درلود او وه يل يې چي ايله تڼۍ مي د ګرېوان خوښي دي وليکل سي ښه به وي محمد يار يار وويل چي زخمي سلګۍ يوه ښه استعاره ده سلګۍ ته جسم ورکړل سوى او هغه زخمي سوې ده .
دوهم بيت :
رقاب د کبر پښې به نه در وړمه
ستړي څپلۍ مي د چوپان خوښي دي
فرزان وويل : رقاب ته وايې د کبره پښې نه در وړمه حاجي محمد رسول سعيد وويل : ځان لوړ احساسوې هغه څوک چي د غرور پر اسانو سپاره دي د هغه ستړو څپليو والا مقام پر لوړ دئ .
يار وويل : _______________ د کبر په مقابل کي کبر کوي ، په شعر کي د ده ملنګي روښانه ده دا يو طبعي شعر دئ .
درېيم بيت :
د فرمان پېټۍ وړم د زغم پر اوږو
برد بارۍ مي د انسان خوښي دي
يار وويل : بيت ډېر ښايسته دئ د ده د حال بيان کوي ، د زغم اوږې ښايسته استعاره ده يار دا هم وويل چي په دنيا کي هر هغه انسان بريالى دئ چي د دنيا سختۍ يې پر ځان تيري کړې .
څلرم بيت :
چي دي مريى سم ازادي څه کوم
دونه زارۍ مي د ايمان خوښي دي
يار وويل: دا بيت د دا نورو په نسبت ډېر ښه  دئ د ازادۍ دپاره زارۍ نه کوي خو د ايمان دپاره يې کوي دا يوه مستحقه خبره ده خو د پورتنيو بيتونو ښه والى په دې کي دئ چي ټول غزل دوه قافيزه دئ .
پنځم بيت :
مرجان د سترګو رحماني پېيمه
ور وړم ډالۍ مي د جانان خوښي دي
يار وويل : د سترګو مرجان يوه استعاره ده سترګي په عين حال کي د سمندر سره تشبيه سوي دي وروسته برخه کي حاجي رحماني د ملګرو د نظرونو او وړانديزونو څخه مننه وکړه او د رقاب د کبره پښې به نه در وړمه بيت په اړه يې وويل چي دا د فرغون قيصې ته اشاره ده .
د کره کتني په پاى کي خيرمحمد هڅاند د راتلونکي غونډي دپاره خپل شعر د کره کتني دپاره انتخاب کړ . ورسره سم د وياندويانو عبدالغني ګلپال او عزت الله اميد دخوا مشاعره پيل سوه چي د ٧٠ تنو حاضرينو څخه ٢٢ تنو خپل شعرونه وويل . د غونډي په وروستيو کي د مشر ځاى ناستي هدايت الله خواجه لنډي خبري وکړې .
ده ياده غونډه په زړه پوري او ښايسته وبلله او د ملګرو په منځ کي يې د بېباني صاحب د طنزيه شعر ستاينه وکړه او د بهير والو څخه يې وغوښتل چي طنزيه شعرونه وليکي .
ماښام ناوخته و چي حاجي رحمت الله رحماني دعا وکړه او غونډه پاى ته ورسېده .