کور / علمي / د فوکلوري نکلونو څخه څومره ګټه اخیستلای سو؟

د فوکلوري نکلونو څخه څومره ګټه اخیستلای سو؟

 داچی انسانانو له څه وخته د نکلونو او افسانو جوړولو ته مخه کړې ده څوک په دقیقه توګه څه نه سی ویلای. د حیوانانو نکلونه، چی ځینی یی تش د سات تیري او ځینی یی، د کلیله او دمنه په څیر، د پند او عبرت لپاره جوړ سوي او لیکل سوی دي، لږ ترلږه څه باندي دوه نیم زره کاله سابقه لري. هغه نکلونه چی ډیر په زړه پوري دي او په بیلو بیلو سیمو کی یی اوریدونکي پیدا کړي دي هغوی هم ډیر عمر ژوند کړی او هم یی هري سیمی ته له تللو سره خپل رنګونه بدل کړي دي. د پښتنو په فوکلوري نکلونو کی له نورو سیمو او کلتوري حوزو څخه د ډیرو زیاتو راغلو نکلونو سره مخامخ کیږو، چی په پښتني سیمو کی یی د سیف الملوک د افسانې په ډول تغیر کړی او د سیمی رنګ یی اخیستی دی. د ملي هینداري په مجموعه کی د نیمبولال، دوه وروڼه په یوه رنګ، زبزبانه شاپیری او داسي نور نکلونه لرو چی له سره څخه تر پایه پوري د پردي کلتور یا لږترلږه ګاونډیو کلتورونو اغیزې پکښی لیدلي کیږی او یا په بشپړه توګه له بلي سیمی څخه راغلي دي.


         خو د دې پردیو افسانو او نکلونو تر څنګ موږ، د فتح خان بړیڅي او آدم خان او درخانی په څیر، داسي نکلونه هم لرو چی هغه یوازي د پښتنو په سیمه او چاپیریال پوري اړه لري. په نکلونو کی ټولي خبري د پښتنو په چاپیریال او رواجونو پوري اړه لري. ټول قهرمانان او کرکترونو یی پښتانه دي، او ښایی د نکلونو په منځ کی ډیری لږي برخي له پردیو کلتورونو څخه پور سوي وي. د ملي هینداري، په تیره بیا لومړي او دوهم ټوک کي، دغه راز نکلونه ډیر لرو چی هغو ته یوازي خالص او نګه پښتني اولسي نکلونه ویلای سو. دا نکلونه د ځایونو، قومونو او قهرمانانو له نومونو او هغوی ته له منسوبو خوږو نظمونو او نارو سره په داسی شکل ترتیب سوي دي چی سړي ته کله کله ریښتوني تاریخی کیسې ښکاري. سړی دا هم نه سي ویلای چی دا کیسې به ټولي دروغ وي او چا به یوازي د ژمی د اوږدو شپو د لنډولو دپاره جوړي کړي وي خو دا مو هم باید په نظر کی وي چی لیکلي تاریخي پاڼي او کتابونه له، سینه پرسینه انتقال سویو، فوکلوري نکلونو سره ډیر زیات توپیر لري او د تحقیق او څیړنو په وخت کی دواړو ته یو شان مراجعه نه کیږی.


          په تاریخی کتابونو کی، له  یوه بل څخه په یو څه توپیر،  حقایق بیان سوي وي او موږ  پر هغو حقایقو باندی قضاوت  کوو او په اصطلاح پند او  عبرت ورڅخه اخلو. خو فوکلوري  نکلونه، کله کله له پیړیو  راهیسی، خوله پر خوله انتقال  سوي وي، نه یی لومړی راوي او نه یی لیکوال څرګند وي او حتی اکثر وختونه یی زمان او مکان دواړه په تیاره کی پاته وي. او کله کله د پښتنو په اولسي نکلونو کی داسي پیښی راغلي وي چی د سلیم عقل په ترازو کی بیخی تلل کیدلای نه سي. فتح خان بړیڅی د خپلو شپیتو ملګرو سره د هندوستان د بشپړی پاچهی په جنګ ورځی او حتی د نکل په پای کی په یوازي سر له ټول لښکر سره دوې ورځی جنګ کوي. میرولي د سهیلي پاچا ټول لښکر ته په یوازي ځان ماته ورکوي او حتی د هغه قلا ته ننوزي او د خپل پلار قاتله بوډی وژني. مومن خان له یوې توري سره د هغه ښامار په جنګ ورځی او وژني یی چی له ټول ښار څخه باج اخلي.  نو موږ پر دغه راز نکلونو باندي د تاریخی حقایقو په څیر قضاوت نه سو کولای بلکه د خپلي کلتوري هینداري په توګه کار ورڅخه اخلو او د خپلو عنعناتو او رواجونو او د هغوی په مقابل کی د افرادو، کورنیو او ټولني د عملونو او عکس العملونو څرک پکښی لټوو.


    خو له  بده مرغه چي زموږ د پښتو  ژبي ځینو لویو لیکوالانو او  څیړونکو د فوکلوری افسانو او  تاریخی پیښو دغه پوله نه  ده پیژندلې او یا یی په  لوی لاس ګډه کړې ده او  د پښتنو د سیاسی تاریخ او  ادبي تاریخ له شاګردانو څخه  لاره ورکوي.


         د آدم خان او درخانۍ نکل،  چی د پښتو ژبي تر ټولو  مشهور فوکلوري داستان دی، او  د مغول جلال الدین اکبر زمانې  ته منسوب دی، له ډیره وخته زموږ د فوکلوری نکلونو د څیړونکو د تحقیق موضوع ده. د پیښور د سیمی مشهور لیکوال او څیړونکي پروفیسر محمد نواز طایر پر دې نکل باندی یو کتاب لیکلی او دا افسانه یی د انګلیسی ژبي د مشهور شاعر او لیکوال شکسپیر د رومیو او ژولیټ سره مقایسه کړې ده. پروفیسر نوازطایر په دې برخه کی ډیر زیار ګاللی دی او د آدم خان او درخانۍ د نکل ټول مهم لوبغاړي او کرکټرونه یی د رومیو او ژولیټ د داستان له کرکټرونو سره مقایسه کړي دي او تر دې عهدې په ښه او بریالی توګه وتلی دی. البته د دې دوو داستانونو لوی توپير په دې کی دی چی رومیو او ژولیټ یوازي یو لیکوال لري، په یوازي یوه شکل تر موږ پوري را رسیدلی دی، یوازي د شکسپیر د خیال او قلم محصول دی او قهرمانان یی هم تر ده مخکي هیچا ته څرګند نه وه. خو د آدم خان او درخانۍ نکل تر سل زیات ډولونه لري او هر  لیکوال او شاعر د خپلی طبعی او استعداد سره سم لیکلی او منظوم کړی دی.


        پروفیسر نواز طایر، دومره زیات،  د آدم خان او درخانۍ د  سوځنده میني تر اغیزې لاندی  راغلی دی چی په خپل کتاب  کی یی د هغوی د مدافع وکیل  حیثیت غوره کړی دی. هم آدم خان د درخانی په تښتولو کی پرحق بولي او هم درخانۍ ته له هغه سره د تښتیدلو حق ورکوي او وایی چی درخانی د پایاوي ښځه نه وه بلکه چنغله یی وه او شرعی نکاح یی له هغه سره نه وه تړله شوې، کنه نو درخانۍ به هیڅکله داسی کار نه وای کړی چی د خپل میړه له کوره له یوه نامحرم سره تښتیدلې وای. پروفیسر نواز طایر په دې برخه کی د پښتنو غلط رواج غندي او دغه راز غم لړلي پیښي زیاتره د پښتنو د غلطو رواجونو محصول بولي. دی وایی چی درخانی د هغې د خوښي پرته له خپلي ريښتوني میني او له آدم خان سره له واده کولو نه منع سوه او پایاوي ته په نکاح سوه نو هغوی هم ددغه غلط رسم او رواج په مقابل کی بغاوت وکړ. پروفیسر نواز طایر وایی په دغه صورت کی درخانۍ د خپل اختیار میرمن وه او که چیری د هغې نکاح له پایاوي سره سوې وای نو مور به یی هیڅکله هغې ته له آدم خان سره د تښتیدلو اجازه ورکړې نه وای، او د خپلی دې ادعا په اړه د صدرخان خټک یو شعر راوړي:


چی مورواک ورکه د  تللو


و درخو ته د وتلو


یعنی زر آدم طلب  کړه


تلل د ده سره نن شب کړه.


 د ښاغلي نواز  طایر په عقیده په دغه مسله  کی د شریعت او قانون په  خلاف هیڅ داسي کار نه دی  سوی چی سړی دي یا آدم خان او یا درخانۍ ته مخ واړوي. ۱


          کله چی آدم خان خپله محبوبه  درخانۍ د واده په شپه تښتوي  او د ملی هینداري په قول  د خپل ماما میرمامي کره یی بیایی  ۲ او د ښاغلي نواز طایر د سرچینو په قول د خپل خسر میرمایی کره یی ورولي او میرمامي د رشوت اخیستلو په بدل کی درخانۍ بیرته پایاوي ته سپاري نو پروفیسر نوازطایر د میرمامي د دغه عمل دفاع هم کوي او وایی چی شاعرانو هسی دې خبري ته ډیره هوا ورکړې او میر مایی یی غندلی دی. په داسي حال کی چی میرمایی د خپلی لور پرسر بله ښځه څرنګه زغملې وای. دا ګناه په اصل کی د آدم خان ده. هغه باید چی درخانۍ د میرمایی کورته نه بلکه کوم بل ځای ته بیولې وای. البته میرمایی د پښتنو د ننګ او پت په خلاف عمل کړی دی. ۳   پروفیسر نواز طایر په یوه ځای کی د میرمایی په باره کی لیکی چی هغه د زرپرستی او بې ننګی یو ښکاره مثال دی. هغه بې ایمانه بولي او وایی چی د پایاوي پیسو او رشوت ته ټینګ نه سو او کله چی یی سل کلداري ولیدلې نو له خپلی وعدې او میلمه پالني رعایت یی ونه کړ   ۴


               پروفیسر نواز طایر میرمامي  ته د نکل په دې برخه کی  دونه په قار دی چی ټولو  پښتنو ته بد وایی او وایی  چی پښتانه د پیسو او زرو  په مقابل کی نه سي ټینګیدلای. ۵    خو کله چی د شکسپیر د رومیو او ژولیټ د داستان یوه بل کرکټر، چی د میرمایی په څیر رشوت اخلي او پر خلکو باندي زهر پلوری، په باب خبري کوي نو وایی چی د مال حرص او د پیسې ټکې لالچ د دنیا د هري سیمی د بنیادم یوه غټه کمزوري ده. متل دی چی زر په غره کی کښی لار کوي. په دې د غولیدو لپاره د یورپ امریکې یا د ایشیا افریقې په بنیادمو کی خاص تخصیص یا تفاوت نشته. په هر وطن او هره زمکه میرمایان اوسي. که دغه حرصناک په آدم درخانی کی د میرمایی یا میربامي په نوم موجود دی نو په رومیو او ژولیټ کی خوار اپوتیکیری Apothecaryسنډاسي زهر په زرو ورکوي.۶


        پروفیسر نواز طایر د ادم  خان او درخانی د حقیقی میني  تر اغیزی لاندی دی او فکر  کوی چی همدغی ریښتوني میني  له هغوی څخه داسی بزرګان  جوړ کړي وه چی دعا او ښرا یی ځای پر ځای قبولیدل.  ۷    خو موږ د آدم خان و درخانی په داستان کی د حقیقی او سپیڅلی مینی کومه نښه نه وینو. بلکه دوی هم د نورو خلکو په څیر مجازي مینه کوي.او لا دا څه چی ناروا کوي. آدم خان د درخانۍ کورته، چی یوه ښایسته پیغله ده او د یوه بل پښتانه خان په نامه ناسته ده، د شپې په غلا ورځی او د هغې پر پالنګ باندي شپه تر سهاره تیروی او درخانی وایی چي: نن شاهی آدم زما کره مهمان دی


سپینه خوله یی میلمستیا ځای یی دالان دی


او یا وایی: په دا نیم پالنګ یم ناسته دغه نیم  پالنګ می تا وته پرې ایښی


هم چی ته زلمی را نه غلې آدم خانه د اوربل ویښته  می ژاړې ګوښی ګوښی  ۸


          د پروفیسر نواز طایر د لیکني،  او یا د هغه د لیکني د  سرچینو، په خلاف، ملی هینداري  کی راغلي دی چی درخانۍ پایو  خان ته واده سوه. طبیعی خبره ده چی د واده کیدلو سره سم نکاح هم تړله کیږی او په هغه صورت کی نو چی هر څه پیښ سوي وي هغه به د اسلامی شریعت او د پښتنو د دود او دستورپه خلاف وي. درخانۍ د واده په شپه پایو خان ته وویل چی لاس مه راوړه که نه وي زه ځان وژنم. ما خوب لیدلی دی او ته به لس ورځي ماته مهلت راکوې.( البته د پښتنو، په تیره بیا خانانو، د کورني دود او دستور سره هیڅ آشنا سړی دا خبره نه سي منلای) پایوخان هم درخانی ته لاس ورنه ووړ. درخانی سبا خپل یو پخوانی استا‌ذ ملا راغواړي او هغه ته یو خط ورکوي چی په پټه یی ادم خان ته یو سي. آدم خان ته په لیک کی وایی چی


 


خانه ځان می دی ساتلی


درته وایم پایو لاس  نه دی راوړی


و پایو لره واده سوم


امانت پالیز می تالره ساتلی ۹


      د نورو خبرو ترڅنګ، د پروفیسر نواز طایر توجه باید دې ټکی هم را واړوم چی هیڅ پښتون، او په تیره بیا یو پښتون خان او د قام مشر، به له داسي ښځی سره واده کولو ته زړه ښه نه کړي چی هغه د بل زلمي سره د میني په کولو تورنه وي. د هغه قلا ته په پټه ورتلل او له میرمني سره یی پر یوه پالنګ باندي شپې تیرول خو بیخی جلا خبري دي.  اوس نو سړی نه پوهیږی چی د دغه راز غلچکي میني، چی په پښتني او اسلامی اصولو کی یی سزا مرګ دی، کوم ځای حقیقي او کوم ځای دونه مقدس او سپیڅلی دی چی له سړي څخه داسي بزرګ جوړ کړي چی د هغې په دعا او زاریو خدای تعالی د غره په ډډه کی لوی کمر دوه ځایه کړي او دا د آدم خان مخ ووینی او د رباب له نغمو څخه یی خوند واخلي. او یا دي د هغه واړه ډنډ اوبه تر اوسه توربخوني وي چی درخانی به هلته خپل رانجه ایښودل او یا د هغه ډنډوقی اوبه روڼی او سربخوني دی چی درخانی به هلته خپله آیینه ایښودله. ۱۰ پروفیسر نواز طایر د عام روایت په حواله وایی چی د مرګ نه پس آدم خان او درخانی د خپلي ريښتوني مینی د برکته په قبر کی یو ځای شول. خلق دا د هغوی د بزرګی او صداقت کرامت ګڼي. ۱۱


         البته خلک هرڅه هرڅه وایی او د فوکلوري کیسو مهمه نخښه هم دا ده چی هغوی د خلکو له منځه راوزي، د خلکو په منځ کی وده کوي، غني کیږی او د خلکو په منځ کی له یوې سیمی تر بلي پوري سفرونه کوي او د همدغو سفرونو په جریان کی نوري لنډی کیسې او نظمونه ورباندی علاوه کیږی. خو موږ د فوکلوري کیسو څخه یوازي هغه څه را اخلو چی د پښتنو او د هغوی د ټولني په باره کی له تحقیقاتو او پلټنو سره مرسته کولای سي.


        په زړه پوري خبره خو دا  ده چی پخپله پروفیسر نواز  طایر د خپل کتاب آدم درخانی په دیرویشتم مخ کی د آدم خان او درخو شاعرانه حیثیت تر عنوان لاندي لیکی چی که دا خبره یو منلی شوی حقیقت وي چی نعرې یا غږونه د پښتو د ملی افسانو یو جزو دی نو بیا دا نکته نوره هم زاته وزنداره کیږی چی دغه نعرې هم د هغو کسانو ذهنی تخلیقات دی چا چه یوې خاصي واقعي ته افسانوي رنګ بخښلی وی. دا افسانې یا قیصې په خپل مخصوص حالت او رنګ کښي د یو نه بل او د بل نه بل ته را رسي. او لکه د لنډۍ یا ټپې یی عموما د اصل ویونکي په حقله معلومات نا پیدا وي. حبیبی صاحب د دی نعرو د برکته د پښتنو او پښتونخوا د افسانو ټول نومیالي غړي د پښتو ژبی د شاعرانو په فهرست کی راوستلي دي.


           موږ ګورو چی پخپله پروفیسر نواز طایر له یوې خوا دا کیسی د عوامو خبري بولي او پخپله وایی چی اصل راوي یی معلوم نه دی  اوقهرمانانو ته یی منسوبي نارې او نظمونه د نکلچیانو کمال بولي او پر مرحوم حبیبی صاحب باندی یی ضمنی انتقاد دا دی چی هغه فوکلوري قهرمانان یی په شاعرانو کی شمیرلي دی چی په نکلونو کی نارې ورته منسوبي سوي دي. خو وروسته بیا پخپله د آدم خان او درخانی د نکل په برخه کی دومره جدي دریځ غوره کوی چی د نکل او تاریخی پيښي او پاڼي توپیر ورک سي.


          د آدم خان او درخانی له نکل څخه موږ د تربرونو ترمنځ د سیالیو، دښمنیو او جنګونو مسله، د جبري ودونو په نتیجه کی د تراژیدیو د منځته راتللو مسله، د اکبر تر زمانې پوري په پښتنو کی د مریانو درلودلو، د هغوی د بخښلو او خرڅولو مسله، د پیرصالح په څیر پیرانو ته د پښتنو د پټو سترګو د عقيدې لرلو موضوع او دغه ته ورته او نورو مسایلو په تشریح کولو کی ګټه اخلو. نه دا چی فوکلوري نکل ته د یوې تاریخی پیښي په سترګه وګورو. د آدم خان او درخانی سره مینه ولرو او د پایاوي او میرمامي سره هره ورځ دښمني تازه کړو.( د آدم خان او درخانی پر نکل باندي په یوه جلا فصل کی یو څه په تفصیل بحث سوی دی.)


       مرحوم عبدالحي حبیبي د ملی هینداري د نکلونو تقریبا ټول هغه لوبغاړي چی لنډۍ او نارې ورته منسوبي دي د پښتو ژبی شاعران بللي دي. وایی چی آدم خان او درخانۍ د اکبر پاچا په زمانه کی تیرسوي دي. په دې حساب د هغوی د ژوند زمانه د ۹۵۰ هجري شاوخوا کلونه ټاکلای سو. وروسته د آدم خان د رباب په باره کی ږغیږی او بیا نو هغه نارې د آدم خان د کلام د نمونې په توګه راوړي چی د ملی هینداري په کتاب کی هغه ته منسوبي دي.  ۱۲


       دغه راز فتح خان، د فتح  خان مور او د هغه پلار  ټول د پښتو ژبی شاعران بولي. او په دغه فوکلوري نکل کی هغوی ته منسوبي نارې د هغوی د اشعارو د نمونو په توګه راوړي. د مرحوم حبیبی صاحب په نظر، موسی جان، ولیجان، ظریف خان او د ملی هینداري د فوکلوري نکلونو ټول قهرمانان د پښتو ژبی شاعران دي.


      مرحوم  عبدالروف بینوا په خپل کتاب«  پښتنې میرمني» کی ټولی هغه  میرمني په پښتنو شاعرانو کی  شمیرلي دي چی د ملی هینداري  په فوکلوري نکلونو کی لنډۍ  او نارې ورته منسوبي دي. بینوا  وایی چی میرمن درخانۍ د طاووس  خان یوسفزي لور او د آدم  خان محبوبه وه چی د آدم  خان د داستان لویه برخه په  دې پښتنې شاعري اړه لری. مرحوم  بینوا د مرحوم حبیبی صاحب  د پښتانه شعرا په حواله لیکی  چی درخانۍ د آدم خان په  عشق کی ډیر تکالیف لیدلي  او یوه وفاداره او د مینی  په اور سوې پښتنه وه. دا هم  پر آدم خان باندی مینه وه  او ډیری عشقی نارې لري. درخانی  د ۹۵۰ هجري په شاوخوا کی  ژوندۍ وه او د عشق توري  تیارې یی لیدلي دي. د دې میرمني عشقي نارې په پښتنو کی زیات شهرت لري.


ورانه خلقه دیو پیري وهلې نه یم


چی د چا خبره نه اورم کڼه یم


آدم خان کوچ وکړ  له ما لاړ شو


په آدم پسي په تور لیمه ړنده یم


مرحوم بینوا وروسته لیکی د دې میرمني اشعار ټول ملي  او له سپيڅلي مینی ډک دي چی د عامو او ملي پښتنو په خولو کی کښي ډیر  او پر ملي لحنو ویل کیږی او زیات شهرت لری. دا میرمن هم د زمانې له ناوړو  پيښو او د خپلوانو د جهل په اثر  د مینی قرباني سوې او مرګ یی په ناکامی کي دی. ۱۳


      مرحوم  بینوا د پښتنې میرمني په  نوم کتاب کی، چی اکثریت یی  غیر پښتني میرمني او ځینی  یی د میلاد څخه پیړی پیړی  مخکي افسانو ته منسوبي دي،  ټولي هغه میرمني په پښتنو  شاعرانو کی شمیري چی نومونه یی د ملی هینداري د فوکلوری نکلونو په مجموعه کی راغلي دي.


       په دې ښځینه شاعرانو کی یوه  هم شمایله ده چی موږ په  مخکني فصل کی د جلات خان  او شمایلي په باره کی بحث  ورباندي کړی دی. د ملی هینداري هغه نکل چی مرحوم بینوا د شمایلي په نوم شاعره ورڅخه را اخیستې ده یوسر په هندوستان او بل یی په اروپا اړه لري او په منځ کی یی نومونه او نظمونه په کندهار کی پرعلاوه سوي دي. مرحوم بینوا په خپل کتاب کی لیکی چی د دې میرمني اصلی ځای معلوم نه شو، خو د دې په نامه یوه افسانه په پښتنو کی ډیر شهرت لري چی دا میرمن د خونکار پاچا لور وه او تر ډیروزحمتونو او تکالیفو ګاللو او مهمو شرایطو ادا کولو وروسته د جلات نامي زلمي ماندینه سوې ده.


اوس ددې دوې ملی  نارې راوړو چی پر ملي آهنګ ویل  کیږی.


کوم وخت چی یی د  ده ګوتمی په ګوته کړه ناري یی کړه:


که کرار دی نن زما  زړه ناکرار دی


تاسی کښینی سهیلیو دا په لاس ګوتمی زما ده که د  یار ده


هغه وخت چی له خوبه را پ،رته سوه مخ یی لوند وو نو وې ویل:


که کرار دی نن زما  شوی کرار دی


تاسی کښینی سهیلیو چی پر مخ می د خوني زمري پرهار دی. ۱۴


     خو  کله چی د پیښور د یوه بل پښتون ناظم عبدالکریم له خولې دغه نکل اورو نو هغه وایی چی د دې ښایستې میرمني نوم محبوبه وه او د جود پور یا جیپور د پاچا، چی نامسلم نومیدی، لور وه. دې پاچا د اولاد د پیداکولو لپاره نهه څلویښت ښځی کړي وې.۱۵   جلات خان د خراسان د پاچا خونکار زوی دی، چی شپږ وروڼه یی نامسلم پاچا وژلي دي، او خپل ځای د هرات ښار ښیی ۱۶ . د نکل په پای کی د دواړو پاچاهانو لښکري په جنګ کی سره مخامخ کیږی او نا مسلم پاچا په خپله سزا رسول کیږی او په دواړو سترګو ړندیږی.  ۱۷     په ملی هینداره کی، چی مرحوم بینوا د شمایلی د کلام نمونه ورڅخه اخیستې ده، شمایله د خونکار پاچا لور، جلات خان د مسلم پاچا زوی او دا دواړه پاچاهان سره وروڼه وه او د یوه بل له احواله خبر نه وه. کله چی په یوه فوکلوري نکل کی له یوې پښتنی سیمی څخه تر بلي پوري دومره ژور تغیرات راغلي وي چی سر او پای یی نه سره لګیږی، د نکل تقریبا ټولي طرحی تغیر کړی وي او د قهرمانانو نومونه او ځایونه یی، په بشپړه توګه، بدل سوي وي نو سړی په هغو نکلونو کی په راغلو نظمونو استناد نه سي کولای. بلکه یوازي د فوکلوري نظمونو په سترګه ورته ګوري.


       دغه راز مرحوم بینوا د میرمن نازو په باره کی لیکی چی هغه د آدم خان خور وه، چی قطب خان، د آدم خان ملګري، ته یی په نکاح ورکړې وه. څرنګه چی آدم خان د ۹۵۰ هجري په شاوخوا کی ژوند کاوه نو د دې میرمني ژوند هم په دغو حدودو کی ټاکلای سو. ۱۸    مرحوم بینوا وروسته د نازو له خولې هغه نارې را نقلوي چی د ملی هینداري له کتاب څخه یی اخیستي دي او هغه یوه پښتنه شاعره بولي.


       په ملی هینداره کی راغلي  دي چی قطب خان په کندهار  کی د یوه لوی سوداګر زوی  دی چی ډیرښه رباب وهي. او د ادم خان د لیدلو لپاره، چی هغه هم ډیر ښه رباب وهي، روانیږی. ۱۹ کله چی آدم خان له هغه څخه د نامه او ځای پوښتنه کوي نو دی ورته وایی چی نوم می قطب خان دی. د کندهار یم. ستا د نامه می واوریدله نو را رهی سوم. ماویل چی دا آدم خان ربابي او پهلوان ووینم یاري او اشنایی به ورسره واچوم. ۲۰ 


          قطب خان د آدم خان په قلا  کی اوسیږی. خپل رباب ږغوي. د  آدم خان له خور نازو سره  مینه یی پیدا کیږی. د آدم خان مریی بلو، چی آدم خان د خپلی خور نازو د ورکولو ژمنه ورسر کړېده، دا نه سی زغملای. قطب خان وژنی او نازو هم د قطب خان له غمه مري. نکل پای ته رسیږی.


            په هغه نکل کی چی د، جنګي ډهیر اوسیدونکي، فخرالشعرا شاه رسول ابجدي، د قطب خان او بی بی نیازو په نوم، نظم کړی دی راغلي دي چی قطب خان د سوات د یوه  ډیر لوی نواب زوی وو چی څلور کلي یی د دیر نواب په زور ورڅخه لاندي کړي وه. قطب خان د دیرنواب ته په جنګ کی ماته ورکوي او خپل څلور کلي بیرته ورڅخه اخلي. ۲۱


     قطب  خان یو وخت هندوستان ته روانیږی.  په لاره کی د آدم خان پر  قلا پیښیږی. له هغه سره نوکر  کیږی او ورسره اړوي. د ادم  خان پر خور بی بی نیازو  باندي مین کیږی.  د آدم خان  مریی بلوګی، چی له بی بی نیازو سره د قطب خان واده کول نه سي زغملای، یوه ورځ ناڅاپه بی بی نیازو ته د قطب خان د مرګ خبر ورکوي. او د هغې زهره چوي. قطب خان هم د هغې پر جنازه باندي ساه ورکوي.


         موږ ګورو چی قطب خان نه  یوازي د کندهار اوسیدونکی نه  دی. بلکه، د ملی هینداري په  خلاف، د سوات اوسیدونکی دی، د هغه رباب ته اشاره نه کیږی. پر نازو یا بی بی نیازو باندی د مین کیدلو کیسه یی هم له ملی هینداري سره توپیر لري. او د نکل په پای کی د دې پر ځای چی نازو د قطب خان له غمه مړه سي( چی په ټولو فوکلوری نکلونو کی معمول دی) قطب خان د هغې له غمه مري. او دواړه د حسن خان بابا په هدیره کی خاورته سپارل کیږی. او قبرونه یی یو ځای کیږی. ۲۲    د کیسی ناظم شاه رسول پخپله هم د دې کیسې د ریشتیا او دروغ مسولیت نه اخلي او په پای کی وایی:


دا قصه می خلاصه  کړله ځما وروره


هوښیاران په لږ وینا پوهیږی ګوره


هوښیارانو ته خو لږ اشا  رت بس دی


بې فایدې ویل  که ډیر وشی عبس دي


دا دروغ ده که ریشتیا ده خو قصه ده


د هر چا ډیره دې قصې  ته تلوسه ده


ما دي نه نیسی خدای په دغه باب کښي


چی خلاف خبره نشته په کتاب کښي


شاه رسول د جنګي ډهیر بیان تمام دی


دا پیشکش که می منظور د خاص وعام دی.


           د پښتنو په فوکلور کی بل مشهور نکل د دلي او شهو داستان دی چی زما سره یی دوه ډولونه موجود دي. په هغه نکل کی چی په ملی هینداره کی راغلی دی ویل کیږی چی  شهو د یوه باچا لورده چی نه یی میړه ته ورکوي او نه یی چاته مخ ښکاره کوي. دلی، چی یو مشهور او زورور غل دی، د هغې قلا ته ور لویږی او پر یوه بل باندي زړونه بایلي. دلی د شهو د ترلاسه کولو لپاره ډیرو زیاتو پیسو ته ضرورت لري او د پیسو د پیداکولو لپاره تر ټولو اسانه لار د اکبر پاچا د خزانې وهل ورته ښکاري. هغه خزانې ته ورځی او د راوتلو په وخت کی نیول کیږی. شهو د هغه د ژغورلو لپاره هندوستان ته ورځي او کله چی د هغې په ښرا هغه پیلان ځای پر ځای مري چی د دلي د پایمال کولو لپاره راوستل سوي دي نو اکبر پاچا  دلی او شهو ورغواړي او دلی خوشي کوي. په ملی هینداري کی دلی او شهو دواړه د کندهار دي او پر یوه بل باندي په خواږه نظم نارې کوي.( البته نه مرحوم حبیبی او نه مرحوم بینوا دلی او د هغه ښایسته محبوبه شهو د پښتنو شاعرانو په کتار کی په یادولو ارزولي دي. په داسی حال کی چی که د فتح خان مور او پلار دواړه د پښتنو په شاعرانو کی راتللای سي نو دلی او شهو هم باید له دې حق څخه محروم نه کړو.)


       خو د عوامي قصې په نوم  کتاب کی، چی حاجی پردل خان  تصنیف کړی دی، راغلي دي چی  دلی د چچ په علاقه کی اوسیدی او په قوم دله زاک وو. ډیر زیات سخي او تورزن ځوان وو. د ښو خلقو او عالمانو به یی ډیر زیات قدر عزت کولو. په خپله علاقه کی یاد سړی وو . به حجره کی به یی یاران دوستان یو ځای کیدل… وروسته لیکی چی ټوپی د یوسفزو په علاقه کی یو ډیر مشهور کلی دی. په دې کلي کی حیات خان اوسیدی او د هغه د لور نوم شهی وه. شهی په خوب کی پر دلي باندي مینه کیږي. دلی د حیات خان کورته مرکه ورلیږی او شهی واده کوی. شهی د واده په شپه دلي ته په ټوکو وایی چی د اکبرپاچا د لور د غاړي هار ورته راوړي. دلی په هغه هار پسي روانیږی. د اټک په قلا کی د اکبر پاچا خزانې ته ور ولویږی. هلته نیول کیږی. خو یو قومي مشر، چی پر شهی یی زړه سوځیدلی دی، دلی له بنده خلاصوي، او نکل پای ته رسیږی. ۲۳


     موږ ګورو چی د عوامي قصې په کتاب کی نکل په کوزه پښتونخوا پوري اړه پیداکوي. دلی غل نه بلکه د دله زاک د قام یو ځوانمرده او میړه خان دی. شهی په قام یوسفزی ده چی، قوم یی له دله زاکو سره تاریخی دښمني لري، او تربرونه یی له دغه امله د دله زاک سره له دوستی کولو سره مخالفت کوي. او په پای کی د دوو قبیلو ترمنځ دښمني په دوستي بدلیږی. په نکل کی د مغولو پاچاهانو د خزانو وهل پخپله د هغوی په مقابل کی د پښتنو بغاوت او نا فرمانی ته یو ډول ضمني اشاره ده. البته په دې نکل کی دلی او شهی پر یوه باندي منظومي نارې نه کوي او روماني برخه یی یو څه کمزورې ده.


        د عوامی قصې په کتاب کی  د یوسف خان او شیربانو داستان  د پښتنو قبایلو او مغولي  شاهانو ترمنځ د اړیکو په  ارتباط د توجه وړ دی. په دې  داستان کی د صوابی د علاقې د تورلاندی د کلي اوسیدونکی یوسف خان د خپلو تربرونو د لاسه وطن پریښودلو ته مجبوریږی او د مغول اکبر پاچا په پوځ کی شاملیږی. مغول پاچا هغه ته د خپلو تربرونو سره د جنګ کولو لپاره ډیری زیاتي پیسې او سل تنه پوځیان ورکوي او یوسف خان د همدغه پوځ په مرسته خپل تربوران ترټي. او پر شیربانو باندي یو لوی واده جوړوي. ۲۴


          البته په هغه نکل کی چی  علی حیدرجوشي منظوم کړی دی  یوسف خان بالاخره د شپې د  ښکار په وخت کی له یوه  پاڼ څخه را لویږی او مري  او شیربانو څو ورځی وروسته  له ډیره غمه ساه ورکوي.


شیربانو بی بی یو څو ورځي ژوندی وه


بیلتانه یی په زړګي ایښي ارې دي


کړیده په عاشقی کی آخر مړه شوه


د هجران د لاسه ډیر ذرې ذرې دي


په قبله د شیره غونډ کلي په خوا کښي


دفن شوي دغه سترګي  خمارې دي. ۲۵


له بله پلوه زموږ محققینو دې خبري ته چنداني توجه نه ده کړې چی په فوکلوری نکلونو کی نارې او نظمونه یوازي په پښتنو نارینه او ښځینه پوري اړه نه لري بلکه په نکلونو کی کله کله  غیر پښتانه هم په نکل کی د پښتنو په وزن  نارې کوي. د فتح خان بړیڅ په نکل  کی، کله چی مغول پاچا شمس الدین  فتح خان ته د خبرو او روغي جوړي لپاره بلنه ورکړه نو د خبرو د پیل کیدلوڅخه مخکی یی پر خپلو نوکرانو باندي ناره وکړه:


لاس یی وتړی ځوانانو  نوکرانو


فتح خان د پاچاهانو ګناه کار دی


او کله چی همدغه  مغول پاچا د فتح خان له وژل کیدلو  څخه وروسته د هغه قلا ته ورځی او ګوري چی فتح  خان پر پالنګ پروت دی او بریتونه یی د سرو زرو په شپیلی کی نیولي دي نو پر هغه باندی  یی ناره وکړه:


فتح بریت دي د سرو  زرو په شپیلی کی


فتح ته د مرګي نه وې ته لایق وې د ډهلي د پاچهیه


دغه راز د مومن خان او شیرینو په نکل کی، کله  چی د هندوستان مغول پاچا خپله لور  ښامار ته لیږی نو هغه په بازار  کی پر خلکو باندي ناره کوي:


ځوانانو ننګ را باندي  وکړی


پلار می مغول دی ما ښامار لره لیږینه


      موږ  په تاریخ کی دا نه دي اوریدلي  چی د مغولو کوم پاچا دي  په پښتو ژبه خبري کړي وي. د شعر او شاعری خبره خو  لا هلته پریږده. که چیری د  مغولو پاچا شمس الدین په  پښتو ژبه شعر ویلی وی نو  باید چی موږ تر هر چا مخکي  د هغه نوم یاد کړی وای.  او که چیری ووایو چی دا  نارې هسی نورو خلکو او نکلچیانو  پخپله جوړي کړي او شمس الدین  پاچا ته یی منسوبي کړي دي نو بیا د فتح خان د پلار او مور شاعري او د ملی هینداري د نورو نارینه او ښځینه قهرمانانو، چی مرحوم حبیبی او مرحوم بینوا د پښتو ژبي په شاعرانو کی شمیرلي دي، شاعری او د کلام نمونې تر سوال لاندي کیږی.


   تر دې چی  لا را تیر سو نو موږ د  ملی هینداري په نکلونو کی  یو ځای ګورو چی د کشمیر  د پیریانانو د پاچا دوې لوڼي،  چی د نیمبولال خویندي دي،  د پښتو لنډیو پر طرز نارې  کوي:


لمبولال مه وژنه اخونده


تاته به درکو شیربانو  تر شیدو سپینه


د نیمبولال د مرګ  نارې سوې


په کندهار کی ماښام  اور نه بلیدنه


    پر دغه  وزن د لیمبولال خویندي څو نوري نارې هم لري. خو موږ هغوی په پښتنو شاعرانو کی ځکه نه سو شمیرلای چی هغوی پیریاناني دي. او که د لیمبولال خویندي له دغه امله د پښتو ژبی شاعرانو له کتاره باسو نو بیا په فوکلوري نکلونو کی ډیر نور کسان له دغه حق څخه محروم کیدلای سي. له بلي خوا موږ ګورو چی د لیمبولال او اخوند بهادر کیسه په سوات پوري اړه لري خو کله چی لیمبولال وژل کیږی نو له غمه یی په کندهار کی اور نه بلیږی.  ۲۶ ددې خبری معنی دا کیدلای سي چی کیسه ښایی په سوات پوري اړه ولري او چی تر کندهاره را رسیدلې ده نو نکلچیانو خپله لنډۍ ورباندی زیاته کړې او نکل یی، په وچ زور، کندهار ته منسوب کړی دی. دا هم احتمال لري چی د نکل ټولي نارې، چی د لیمبولال خویندو ته منسوبي دي، په کندهار کی جوړي سوي وي.


        خو زموږ د څیړونکو په برخه کی د پښتو شاعرانو خبره یوازي د مغولو او پیریانانو په شاعري نه ختمیږی. کله کله د ځنګلونو او غرونو اوسیدونکي حیوانان هم د پښتو شعر په ویلو پیل کوي. موږ د ګیدړي او پړانګ په نکل کی ګورو چی په خپل زور مغرور او بې عقل پړانګ د هوښیاري ګیدړي په خبرو او خوشامند غولیږی او ځان له یوه لویه ګړنګه غورځوي. کله چی یی هډوکی ماتیږی نو ګیدړه له خوشالیه ناره کوي:


ته بې عقل وې پلنګه


درته وایم را شوه  سوې د ګړنګه


کل  صورت دی ریز  مریز سو


دا د خیال لکۍ  دي سوه په وینو رنګه


او کله چی پړانګ  په دې پوهیږی چی نور نو له حرکته لویدلی دی، د مایوسی او نا امیدی په حال  کی ګیدړي ته وایی:


میلې تا وکړې ګیدړې


ګیدوخاني همیشه  دي چمبې غوړي


که د دې واري خدای جوړ کړم


دا د خیال چمبې به کړمه په تا غوړي. ۲۷


        په دې ترتیب ګیدړه او پړانګ  له یوه بل سره سوال او  جواب کوي او شعرونه یی د ډیرو نکلونو تر نارینه او ښځینه قهرمانانو منظم او خوندور دي. خو ګیدړه او پړانګ نه یوازي شعر نه سي ویلای بلکه د نورو حیوانانو په څیر ګونګي دي.


         په نتیجه کی وایو چی نکلونه  کله کله له یوې خاصی پیښي څخه سرچینه اخلی او د لس هاوو کلونو په اوږدو کی خوله پرخوله کیږی او په دغه ترڅ کی یی هم شکل تغیر کوي او هم نکلچیان په حساسو ځایونو کی د نکل د لا خوږولو او دلچسپ کولو لپاره نظمونه وراچوي. او کله کله پیښه ښایی بیخی منځته راغلې نه وي او نکلچیانو د یوه خاص هدف او یا یوازي د خلکو د سات تیري او د ژمي د اوږدو شپو د لنډولو لپاره ایجاد کړي وي. بالاخره نه نکل او نه نظم په چا اړه لري. موږ که فوکلوري نکلونه  لولو او بیا د هغوی د پیښو او د پیښو په منځ کی د نظمونو په باب قضاوت کوو نو بهتره ده چی له دغو عینکو څخه ورته وګورو. هغوی د خلکو مال وبولو او هغه څه پکښی ولټوو چی ښایی زموږ له تاریخی او انتروپولوجیکی څیړنو سره مرسته وکړای سي. ښایی موږ د نکلونو په متنونو کی له نارو او محاورو څخه نګه پښتو کلمات او اصطلاحات پیداکړو او د نظمونو او نکلونو په غنا کی د خپل کلتور او فوکلور عمومی غنا راته څرګنده سي. 
 
مأخذونه


۱   آدم درخانی  ص   ۱۲-۱۳
۲   ملی هینداره    ص    ۲۸۳
۳  آدم درخانی     ص   ۱۳
۴    هغه کتاب   ص   ۵۷
۵   هغه کتاب   ص  ۵۶
۶   هغه کتاب    ص ۱۱۷
۷   هغه کتاب    ص ۳۶
۸  هغه کتاب  ص   ۲۹
۹   ملی هینداره   ص    ۲۷۹
۱۰   آدم درخانی   ص    ۸۳
۱۱   هغه کتاب   ص   ۴۱
۱۲   پښتانه شعرا  لومړی ټوک   ص ۳۹-۴
۱۳   پښتنې میرمني   ص  ۸۹
۱۴    محبوبه او جلات  ص   ۴
۱۵   هغه کتاب   ص   ۳۴
۱۶   هغه کتاب   ص  ۴۸
۱۷   پښتنې میرمني   ص   ۱۷۶
۱۸   ملی هینداره   ص    ۲۲۵-۲۲۶
۱۹   هغه کتاب    ص  ۲۲۷
۲۰   قطب خان  او بی بی نیازو    ص  ۴-۱۴
۲۱   هغه کتاب   ص   ۵۶
۲۲   عوامی قصې    ص   ۴-۱۶
۲۳   هغه کتاب   ص    ۲۸-۴۸
۲۴   یوسف خان  او شیربانو    ص    ۶۰
۲۵   پښتنې میرمني   ص   ۴۸-۴۹
۲۶   ملی هینداره   ص    ۳۷۳
۲۷  هغه کتاب   ۴۳۵-۴۳۷