کور / تازه خبرونه / کندهار : يو شمېر وسلې نيول سوي

کندهار : يو شمېر وسلې نيول سوي

د ملي اردو ځواکونو په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په کندهار ولايت کي يې يو شمېر وسلې نيولي . د خبرپاڼي په حواله چي يادي وسلې يې د پنجوايي او ارغنداو په ولسواليو کي د يو لړ عملياتو په ترڅ کي نيولي . خبرپاڼه ليکي چي په وسلو کي يو شمېر لاسي او مځکني ښخ سوي بمونه دي چي د آيساف ځواکونو سره يې په ګډو عملياتو کي نيولي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .