د آيساف ځواکونو يوه خپره سوې خبرپاڼه چي يوه کاپي يې لراوبر ته هم رارسېدلې ليکي چي نن ورځ د افغانستان په لوېديځ کي يو بهرنى سرتېرى ووژل سو . خبر پاڼه ليکي چي نوموړى سرتېرى د ماين په چاودنه کي ووژل سو . تېره ورځ هم په ياده سيمه کي د بهرنيو ځواکونو يو سرتېرى د طالبانو په مخامخ بريد کي وژل سوى و .
په دې سره د مارچ د رواني مياشتي په ٢٧ ورځو کي د بهرنيو وژل سوو سرتېرو شمېر ٣٠ تنو ته ورسېد .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه