په روزګان ولايت کي د پوليسو يو قوماندان د وسله والو په بريد کي وژل سوى . د دې ولايت د امنيې قوماندانۍ جنايي مدير سمونوال ګلاب خان د قوماندان وژنه تائيدوي او وايي نوموړى د چارچينو په ولسوالۍ کي د وسله والو په بريد کي وژل سوى . نوموړى وايي چي په دې اړه يې تر اوسه څوک نه دي نيولي خو په اړه يې پلټني پيل کړي .