د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي يې دوه وسله وال نيولي . د چارواکو په وينا چي يادو وسله والو يو تن پوليس لومړى ترور کړى ، وروسته يې وژلى او غوښتل يې چي د نوموړى جسد يو ځاى ته انتقال کړي چي د امنيتي ځواکونو له لوري ونيول سول . نوموړي چارواکي وايي چي نيول سوو کسانو پر خپلو کړنو اعتراف کړى .