کور / تازه خبرونه / کندهار : يو شمېر نشيي توکي نيول سوي

کندهار : يو شمېر نشيي توکي نيول سوي

د کندهار ولايت امنيه قوماندان وايي چي تېره ورځ يې يو شمېر نشيي توکي نيولي . امنيه قوماندان وايي چي ياد نشيي توکي يې په ميوند ولسوالۍ کي هغه وخت د دوو کسانو او ډاکسن موټر سره يو ځاى ونيول چي کله يې غوښتل چي ياد نشيي توکي چي شپږ سوه کېلو ګرامه کېدل او په څلور شپېته ګونيو کي ځاى پر ځاى سوي ول د دې ولسوالۍ څخه نورو سيمو ته يوسي . نوموړى وايي چي د دې کسانو په نيونه کي مقاومت هم سوى چي د دوى لوري ته پکښي کوم زيان نه دئ اوښتى خو د نشيي توکو په وړونکو کي يو تن ژوبل سوى .