د کندهار ولايت په دامان ولسوالۍ کي د يادي ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى د ناپېژاندو وسله والو له لوري په ډزو سره ووژل سو . د دامان ولسوال حاجي سراج الدين ياده پېښه تائيدوي او وايي چي پېښه تېره ورځ نهه نيمي بجې رامنځ ته سوې . نوموړى وژل سوى کس په دې سيمه کي د يوه عينو نامي کارېز د مشر زوى دئ . ولسوال د پېښي سره د تړاو په تور د کوم کس د نيوني خبره نه وکړه خو وايي چي په دې اړه يې پلټني پيل کړي .
د يادوني وړ ده چي تېره اوونۍ هم په دې ولسوالي کي دوه تنه چي يو پهلوان او بل غټى نومېدل د ناپېژاندو وسله والو له لوري په ډزو سره وژل سوي ول .