کور / تازه خبرونه / د کندهار د والي سرپرست مرستيال وټاکل سو

د کندهار د والي سرپرست مرستيال وټاکل سو

محمد قادري د کندهار ولايت د والي مرستيال وټاکل سو . نوموړى تېره ورځ د يو لړ مراسمو په ترڅ کي د والي له لوري د خپل ځان سرپرست مرستيال وټاکل سو . په غونډه کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا نوموړى د پخواني مرستيال انجنېر عبداللطيف اشنا د هڅو ستاينه وکړه او هغه يې د کندهار او ټول افغانستان په ګټه او وبللې او وروسته يې قادري د ځان مرستيال وټاکه . قادري خپلي لوړي زده کړي په هند هېواد کي کړي او همدا ډول يې په کور دننه يو شمېر وزارتو پوهني ، برېښنا اوبو او نورو کي کار کړى . د يادوني وړ ده چي شاوخوا درې مياشتي تر مخه د کندهار د والي پخوانى مرستيال عبداللطيف اشنا د يوه ځانوژونکى بريد په ترڅ کي چي د کور څخه د دفتر پر لور روان ؤ ووژل سو.