يوه ورځ ګيدړ او کارغه دواړو د زمري نه په پاتې شوي ښکار خپلې ګېډې ډکولې چې ګيدړ کارغه ته وويل : يره نه غواړې چې زمری خپل تابع او مريي کړو ؟
کارغه ټوپ کړ وزرې يې وڅنډلې او ويې ويل : دا ته څه وايې ؟
ګيدړ وويل : مه حيرانېږه ، ډېر اسانه چل درښييم ، بيا دې خوښه چې منې يې او کنه ، خو لږ فکر پرې ځکه وکړه چې بې له کوم تاوانه ډېره ګټه کولای شوو٠
کارغه اخوا ، دېخوا وکتل او بيا يې ورو ګيدړ ته کړل : ووايه څنګه چل دی ؟
ګيدړ : باور وکړه که ما ستا پشان ورزې ، تېره مښوکه او قوي پنجې درلودلای نو اوس به پاچا وم پاچا ٠ کارغه ورټوپ کړ : ته خو ووايه څنګه ؟
ګيدړ : ښه ده ګوره زمری چې کله خېټه ډکه کړي بيا ځای په ځای اوږد وغځېږي هر څومره مېږي ، مچان او نور بلا بتر چې يې پر خوله او د سترګو پر چخڼو راټول شي دی پرې بيا نه خبريږي ٠
کارغه کړل : هو رښتيا دې وويل ، ګيدړ بېرته خپله خبره ونيوه او کارغه ته يې مخ کړ : بس زموږ يې همدغه د غفلت شېبه په کار ده ٠
کارغه ژر وپوښته څنګه ؟
ګيدړ : بس چې کله يې د خېټې دوذخ ډک کړ، پرېوت او د مرګ په خوب کېوت ، نو ته هم ورشه ښه ورنږدې شه او په يوه خرپ کې تر ې پر پنجو او مښوکه سترګي غبرګې را اوباسه ،يرېږه مه د نر خو يا خرپ وي يا ترپ ، نيولی خو دې هسې هم نشي خدای ښه لوی لوی وزرونه درکړي او که درباندې راويښ هم شي هيڅ خبره نده ، زمری هيڅکله په تا غوندې يو کمزوري شي باندې د دښمن ګمان نه کوي ، بس که دې ړوند کړ ، نو بويه چې مريی مو شوو ، ځکه چې نابينا او ړوند بينا ته اړ وي ٠
کارغه همداسې وکړل د ويده او غافله زمري سترګو ته ښه ورلنډ شو ، څنګه يې چې پرې پرلکه کړه ، ما خپلې سترګې سره ومښلې ، ګورم چې په کلي کې شور دی يو بل ته نارې وهي چې هلئ اوبه راوړئ ښوونځي ته بيا چا اور اجولی دی٠